طالبان وایي په بدخشان کې د شاتو بازار تر پخوا پراخ شوی دی

د بدخشان ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې دغه ولایت د شاتو مچیو د روزنې او د شاتو د تولید لپاره مناسب اقلیم او چاپېریال لري او شات یې هم زیات پلورل شوي.

د بدخشان ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې دغه ولایت د شاتو مچیو د روزنې او د شاتو د تولید لپاره مناسب اقلیم او چاپېریال لري او شات یې هم زیات پلورل شوي.
د یاد ریاست ویاند کیکاووس تکساري ویلي، په بدخشان کې د طبي او درملیزو بوټو د زیاتوالي له امله د دغه ولایت شات ځانګړی کیفیت او خوند لري او له نورو سیمو سره توپیر کوي.
هغه زیاته کړې چې د بدخشان شات سږ کال په پراخه کچه بازارونو ته وړاندې شوي او د پېرودونکو پام یې ځان ته اړولی دی.

د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ننګرهار ولایت په شیخ مصري پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ۲۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژې پاتې چارې به د روان میلادي کال تر پایه بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لپاره شاوخوا ۲۸ میلیونه امریکايي ډالر د خصوصي سکتور له لوري پانګونه شوې ده. د بشپړېدو وروسته به دا پروژه نږدې ۲۹ زره کورنیو ترڅنګ یو شمېر صنعتي فابریکو ته هم برېښنا برابره کړي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا نورې پروژې هم د پرمختګ په حال کې دي، چې پکې د لغمان ولایت د ۱۰ مېګاواټه پروژه، د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د ۴۰ مېګاواټه پروژه او د لوګر ولایت د ۴۰ مېګاواټه د برېښنا پروژې شاملې دي.
د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې اوسېدونکي د سختې بېوزلۍ او ژور اقتصادي بحران له امله د ژوند د بقا لپاره د خپل بدن غړو، په ځانګړي ډول پښتورګو، پلور ته اړ شوي دي.
دغه سیمه چې اوس د ځینو راپورونو له مخې په غیررسمي ډول د «یو پښتورګي کلي» په نوم هم یادیږي، په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له هغه د نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړاوه چې څرګنده شوه یو شمېر کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله د بدن غړي پلورلي دي.
سیمهییز اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ زیاتوالی، د عاید نشتوالی او د خوړو کمښت هغه اصلي عوامل دي چې خلک یې دې ته اړ کړي څو سختې او ناچارې پرېکړې وکړي.
ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د خپلو ماشومانو د ژغورنې او د پورونو د ادا کولو لپاره یې د بدن غړي پلورلي دي. د راپورونو له مخې، په ځینو پېښو کې د یو پښتورګي بیه شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي، او دغه بهیر ډېری وخت د غیرقانوني لارو له لارې ترسره کېږي.
که څه هم د افغانستان په قانون کې د انساني غړو پلور منع دی، خو شنونکي وايي د کمزوري نظارت او پراخ اقتصادي سقوط له امله دغه پدیده لا هم په ځینو سیمو کې دوام لري.
هغه کسان چې خپل پښتورګي یې پلورلي، وایي که څه هم لنډمهاله مالي مرسته یې ترلاسه کړې، خو وروسته له جدي روغتیايي ستونزو او دوامداره فزیکي دردونو سره مخ شوي دي.
کارپوهان دا وضعیت د افغانستان د روان اقتصادي او بشري بحران له تر ټولو سختو او بحثبرانګیزو نښو څخه ګڼي.
د طالبانو تر چترلاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دې خونې مشرتابه د یوه عماني پانګوالې سره لیدلي، چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د چاپ په سکتور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.
یادې خونې په خپل ایکس پیغام کې ویلي، دواړو لورو د بهرنیو پانګونو د جلب، د اسانتیاوو د برابرولو او اړوندو خدماتو د پراختیا پر همکاریو ټینګار کړی دی.
د افغانستان پانګونکې خوندې ددغه سوداګرې په اړه جزیات ندي خپاره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، ویلي چې دا ډول لیدنې کولی شي د بهرنیو پانګوالو لپاره په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو د پراخېدو زمینه برابره کړي.
د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي. په دغه ولایت کې طالب چارواکو ویلي چې پېښه د یو ۴۰۴ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.
هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود حسيني ویلي چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې ټول ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده، چې ډېرې یې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۵۹۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات اسلامکلا، او د نیمروز د ورېښمو پلهله لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۷۶۶ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۶کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳۵ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۲۲کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.