طالبانو له بېکیفیته ودانیزو توکو او بېټریو بار دوه محمولې بېرته ایران ته وګرځولې

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې ۱۰ ټنه ودانیزو توکو او د ۱۹۲۵ کیلوګرامه بېټریو دوه محمولې یې له کورنیو معیارونو سره د سمون نه درلودلو له امله له ارزونې او د کیفیت تر کنټرول وروسته د اسلامکلا له لارې بېرته ایران ته وګرځولې.
