• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ د پراختیا او تخنیکي همکاریو لپاره یو پلاوی چین ته ولېږه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د چین په رسمي بلنه او د ورزشي ډيپلوماسۍ او کرېکټ ته د پراختیا ورکولو په موخه یې یو تخنیکي پلاوی یاد هېواد ته ولېږه. په دغه پلاوي کې یو روزونکی او څلور لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د شنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملي روزونکی نورز منګل، او د ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ یې په چین کې د کرېکټ د پراختیا او تخینکي همکاریو لپاره یاد هېواد ته ولېږل.

په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ رییس نصیب خان له قوله راغلي، چې افغانستان د کرېکټ پراختیا ته ژمن دی او هیله لري چې له چین سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د کرېکټ په ډګر کې هم تجربي شریکې کړي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې، افغان پلاوی به په دغه سفر کې په ټولنه کې د کرېکټ پر ښکېلتیا او مثبتې بوختیا خبرې وکړی، په بېلابېلو ورکشاپونو کې به ګډون وکړي او د ورزشي ټکنالوژۍ له نندارتونونو څخه به لیدنې ترڅنګ به افغان لوبغاړی د چین د کرېکټ مسولینو له لوري په یوه تنظیم شوې لوبه کې هم برخه واخلي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د ویلچېر باسکټبال سیالۍ پیل شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، کابل کې د اته غوره لوبډلو ترمنځ د پارالمپیک فدراسیون په همکارۍ د ویلچېر باسکټبال سیالۍ پیل شوې دي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سیالۍ د «سره میاشت» په ورزشي جمنازیم کې ترسره کېږي، چې د هرات، فاریاب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو څخه پکې شاوخوا ۸۰ لوبغاړي برخه اخلي. ټاکل شوې دغه سیالۍ درې ورځې دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړۍ لوبه کې د کابل ټیم وکولای شول د فاریاب ټیم ته د ۴۹ پر ۳۳ نمرې په توپیر ماتې ورکړي او د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړي.

د سپورټ مسوولین وایي، د دې سیالیو موخه د معلولینو هڅول، د هغوی د سپورتي ګډون پراخول او د ټولنې په سپورتي فعالیتونو کې د هغوی د رول پیاوړتیا ده.

د فیفا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان فوټسال له ۲۸م مقام څخه ۲۱م ته پرمختګ کړی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق وایي، د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اوو پوړونو په پرمختګ سره د نړۍ ۲۱م مقام خپل کړی دی.

احمدالله وثیق د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، افغان لوبډلې د ۱۱۹۴،۶۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ له ۲۸م مقام څخه ۲۱م مقام ته پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا په کچه هم پنځم مقام ته رسېدلې ده.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو او اسیایي سیالیو کې د خپلو ښو لوبو له امله د مینه‌والو پام ځان ته اړولی دی.

افغان لوبغاړی فرید بشارت په «یو اېف سي سازمان» کې له خپل امریکایي سیال سره مخ کېږي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان رزمي لوبغاړی فريد بشارت يو ځل بيا د «يو اېف سي» سياليو ته د چمتووالي په حال کې دی. ټاکل شوې، چې نوموړی به د امريکا له ځواکمن مبارز اټين اوينګ سره مخامخ شي.

دا سيالي به د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۳۰مه، د امريکا د لاس‌وېګاس ښار کې د «خروس وزن» يا بنټم‌وېټ په کتګورۍ کې ترسره شي.

فريد بشارت، چې د نړۍ د رزمي هنرونو تر ټولو ستر سازمان «يو اېف سي» کې د افغانستان استازولي کوي، اوس ۲۸ کلن دی او تر دې دمه يې ۱۵پرله‌پسې برياوې خپلې کړې دي. په دغو برياوو کې شپږ برياوې د «يو اېف سي» په سياليو کې دي او لا یې هم خپله بې‌ماتې مخينه ساتلې ده.

بل لور ته، اټين اوينګ، چې ۲۸ کلن امريکايي مبارز دی، له ۱۰ برياوو او يوازې دوو ماتو سره دې سيالۍ ته داخليږي. نوموړي هم له ۲۰۲۲ کال راهيسې په خپلو ۱۰ پرله‌پسې مبارزو کې ماتې نه ده خوړلې او د بشپړ چمتووالي سره به د فريد بشارت پر وړاندې سيالي وکړي.

دا لوبه د فريد بشارت لپاره له تر ټولو په زړه پورې او حساسو مبارزو څخه ګڼل کېږي؛ هغه افغان لوبغاړی چې دا مهال د «يو اېف سي» د غوره ۱۵مبارزينو په نوملړ کې د افغانستان يوازینی استازی بلل کېږي.

راشدخان یو وار بیا په نړۍ کې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو غوره توپ‌اچوونکی شو

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

په نړۍ کې د کرېکټ د غوره لوبغاړو په تازه ډلبندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري راشدخان د نړۍ د غوره توپ‌اچوونکي په توګه هم د یو ورځنیو او هم د شل اوریزو سیالیو په کټګورۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.

نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د ۷۰۵ امتیازونو او په شل اوریزو لوبو کې د ۷۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو یو وار بیا د جدول په سر کې راغلی. د یو ورځنیو سیالیو د توپ‌اچوونکو په ډلبندۍ کې راشدخان له ۷۰۵ امتیازونو سره په لومړي مقام کې دی. له هغه وروسته جوپرا ارچړ له ۶۴۹ امتیازونو سره دویم او د سویلي افریقا لوبغاړی کیشو مهاراج له ۶۴۵ امتیازونو سره درېیم مقام لري.

د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په ډلبندۍ کې بیا راشد خان له ۷۵۳ نمرو سره په سر کې دی. له هغه وروسته د هند لوبغاړی چکروټي د ۷۴۰ امتیازونو په لرولو دویم او د پاکستان لوبغاړی ابرار احمد د ۷۳۶ امتیازونو په لرلو درېيم ځای لري.

د یو ورځنیو سیالیو د توپ‌وهونکو په برخه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ له ۷۵۶ امتیازونو سره د یادې ډلبندۍ درېیم مقام خپل کړی. په دغه ډلبندۍ کې د نیوزیلینډ ډاریل مېچل له ۸۱۵ امتیازونو سره لومړی او د هند مشهور لوبغاړی ویراټ کوهلي له ۷۹۱ امتیازونو سره دویم مقام خپل کړی دی.

د روښانه راتلونکې هڅې؛ د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله د نویو استعدادونو په لټه کې ده

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل د کاناډا په ټورنټو ښار کې د «د کاناډا د هزاره‌ګانو د بشردوستانه خدمتونو مرکز» د ښځو د فوټبال له لوبډلې او د افغانستان د ملي المپيک کمېټې له مسؤلانو سره ليدنه او خبرې کړې دي.

په دې ليدنه کې هغې د فوټبال لوبغاړو نجونو له ولولو ډک ګډون او د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د مشرتابه د غړو د همکارۍ ستاينه وکړه، او د ښځو د فوټبال د استعدادونو د پېژندنې او ټاکنې په اړه يې خبرې وکړې، څو يو پياوړی ملي ټيم جوړ شي.

هغې همدارنګه زياته کړه چې د ملي ټيم د تخنيکي کادر له ټاکل کېدو وروسته به د سپټمبر له مياشتې څخه د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لوبغاړو د ټاکلو لارې چارې او معيارونه په رسمي ډول اعلان شي.

لوبغاړو هم د دې بهير هرکلی وکړ او ويې ويل چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټيم د کميس اغوستل يې لويه هيله ده. په همدې حال کې، د دې مرکز د ښځو د فوټبال د ټيم مسؤلانو ټينګار وکړ چې دوی ژمن دي څو د غوره استعدادونو د پېژندنې او د لوبغاړو د وړتياوو د لوړولو لپاره هدفمند پروګرامونه پيل کړي.

څه موده وړاندې، او د کلونو هڅو وروسته، د فوټبال د نړيوال فدراسيون (فیفا) په کانګرس کې چې د کاناډا د ونکوور په ښار کې ترسره شو، اعلان وشو چې د افغان ښځو لپاره د کډوالو د فوټبال ټيم کولای شي په رسمي ډول د دې نړيوال بنسټ په چوکاټ کې فعاليت وکړي؛ دا يو بې‌ساری ګام دی چې د هېواد څخه بهر د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټيم د جوړېدو لپاره يې لاره هواره کړې ده.

خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټيم د نړيوالو ډګرونو ته د بېرته ستنېدو له امله خپله خوښي څرګنده کړه، او د لوبغاړو سره په ليدنه کې يې وويل چې دا ټيم يو ځل بيا کولای شي په نړيواله کچه د هېواد د ښځو د فوټبال وړ استازيتوب وکړي.

هغې همدارنګه د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د مسؤلانو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې لوبغاړې د ملي ټيم سره د يو ځای کېدو لپاره ډېره انګېزه او لېوالتيا لري.

نوموړې د ملي ټيم او لوبغاړو ترمنځ د نږدې او دوامدارې اړيکې پر اهميت ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دا اړيکه به په پرله‌پسې توګه لا پياوړې شي. پوپل همدارنګه د سپورټ د مسؤلانو له هڅو څخه مننه وکړه چې د ځوانانو د ودې او د ورزش د پراختيا لپاره فرصتونه برابروي.