په هنګو کې د نښتو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا دهنګو ولسوالۍپولیس چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال د وسلهوالو هغه هڅه شنډه کړې چې غوښتل یې د پاکستان خاورې ته ننوځي.

د خیبر پښتونخوا دهنګو ولسوالۍپولیس چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال د وسلهوالو هغه هڅه شنډه کړې چې غوښتل یې د پاکستان خاورې ته ننوځي.
د پولیسو په وینا، په دغو عملیاتو کې پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې او نورو امنیتي ادارو برخه لرله، او له عملیاتو وروسته ښوونځي، دولتي ودانۍ او غرنیزې سیمې بېرته د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راوستل شوې دي.
چارواکو ویلي، وسلهوالو د مېشتو سیمو پر لور د هاوان مرمۍ توغولې، چې له امله یې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، بریدګرو خپل وژل شوي او ټپیان له ځان سره وړي او له سیمې تښتېدلي دي.
د پولیسو ددغه ادعاوو په تړاو تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه ندي ویلي.