ملا هبتالله په هلمند کې له بُست کلا او جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

د طالبانو مشر ملاهبتالله اخوندزاده هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د بُست له تاریخي کلا، کتابتون، د علامه ابن حبان بُستي له قبر او د دغه ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه کړې ده. نوموړي په لښکرګاه کې له یو شمېر طالب چارواکو او دیني عالمانو سره هم لیدنې کړې دي.
