• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي ۳۹ ښځې یې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویلي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۳۹ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي او د هغوی د حقونو د ورکړې لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ښځې په بلخ، غزني، غور، نیمروز، هلمند او پکتیکا کې د کورني ظلم، د نفقې نه ورکولو، او روحي او فزیکي ځورونې له مواردو سره مخ وې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت فعالیت کوي، چې د ښځو پر کار، زده‌کړو او ازاد تګ راتګ یې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

هرات کې د اقتصادي کړکېچ ژوره څپه؛ ځینې اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل پښتورګي پلوري

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې اوسېدونکي د سختې بېوزلۍ او ژور اقتصادي بحران له امله د ژوند د بقا لپاره د خپل بدن غړو، په ځانګړي ډول پښتورګو، پلور ته اړ شوي دي.

دغه سیمه چې اوس د ځینو راپورونو له مخې په غیررسمي ډول د «یو پښتورګي کلي» په نوم هم یادیږي، په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له هغه د نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړاوه چې څرګنده شوه یو شمېر کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله د بدن غړي پلورلي دي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ زیاتوالی، د عاید نشتوالی او د خوړو کمښت هغه اصلي عوامل دي چې خلک یې دې ته اړ کړي څو سختې او ناچارې پرېکړې وکړي.

ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د خپلو ماشومانو د ژغورنې او د پورونو د ادا کولو لپاره یې د بدن غړي پلورلي دي. د راپورونو له مخې، په ځینو پېښو کې د یو پښتورګي بیه شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي، او دغه بهیر ډېری وخت د غیرقانوني لارو له لارې ترسره کېږي.

که څه هم د افغانستان په قانون کې د انساني غړو پلور منع دی، خو شنونکي وايي د کمزوري نظارت او پراخ اقتصادي سقوط له امله دغه پدیده لا هم په ځینو سیمو کې دوام لري.

هغه کسان چې خپل پښتورګي یې پلورلي، وایي که څه هم لنډمهاله مالي مرسته یې ترلاسه کړې، خو وروسته له جدي روغتیايي ستونزو او دوامداره فزیکي دردونو سره مخ شوي دي.

کارپوهان دا وضعیت د افغانستان د روان اقتصادي او بشري بحران له تر ټولو سختو او بحث‌برانګیزو نښو څخه ګڼي.

طالبان: افغانستان کې د چاپ صنعت د پانګونې فرصتونه د عماني پانګوالې سره مطرح شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د طالبانو تر چترلاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دې خونې مشرتابه د یوه عماني پانګوالې سره لیدلي، چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د چاپ په سکتور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.

یادې خونې په خپل ایکس پیغام کې ویلي، دواړو لورو د بهرنیو پانګونو د جلب، د اسانتیاوو د برابرولو او اړوندو خدماتو د پراختیا پر همکاریو ټینګار کړی دی.

د افغانستان پانګونکې خوندې ددغه سوداګرې په اړه جزیات ندي خپاره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، ویلي چې دا ډول لیدنې کولی شي د بهرنیو پانګوالو لپاره په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو د پراخېدو زمینه برابره کړي.

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي. په دغه ولایت کې طالب چارواکو ویلي چې پېښه د یو ۴۰۴ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود حسيني ویلي چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې ټول ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده، چې ډېرې یې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۴زرو ډیر کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۵۹۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا، او د نیمروز د ورېښمو پلهله لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۷۶۶ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۶کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳۵ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۲۲کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

ازبکستان او جایکا د افغانستان لپاره د ګډو پراختیايي او بشري پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱

ازبکستان او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «جایکا» د افغانستان لپاره د ګډو بشري او پراختیايي پروژو د عملي کولو په اړه خبرې کړې دي، چې موخه یې د افغانانو د ژوند د شرایطو ښه کول او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو ملاتړ بلل شوی دی.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان لپارهعصمت‌الله ارګاشېف د جایکا د جنوبي اسیا له عمومي رییستېڅویا یامادا سره په تاشکند کې لیدنه کړې ده.

په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان لپاره پر بشري مرستو، د اقتصاد د مهمو برخو د پراختیا او د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا پر موضوعاتو تمرکز کړی دی.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «JICA» د افغانستان په اړه د ازبکستان «عمل‌محوره او ثبات‌محوره» تګلاره ستایلې او ویلي یې دي چې د ترمذ ښار زیربناوې کولی شي د نړیوالو بشري او ټولنیزو پروګرامونو لپاره مهم مرکز وګرځي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د ترمذ ښار د لوژستیکي او همغږۍ مرکز په توګه د کارولو پر امکاناتو هم خبرې کړې، څو د پوهنې، روغتیا، کرنې، خصوصي سکتور او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخو کې پروژې عملي شي.

جاپان همداراز د ترمذ له لارې د افغانستان لپاره د پراختیايي مرستو د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره د همکاریو د پراخولو لېوالتیا ښودلې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی چې دغه نوښتونه کولی شي د افغانانو د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په ښه والي، د ژوند د کچې په لوړولو او همداراز د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.