طالبان وايي ترکي کمپنیو په افغانستان کې د برېښنايي تجهیزاتو تولید ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس د ترکي کمپنیو له مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنايي ټوربینونو، ټرانسفارمرونو او عصري تجهیزاتو د تولید په اړه خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، چې ترکی پانګهوالو په دغو برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
