په افغانستان کې څه باندې ۱۲ زره کسان په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲۷۶۰ کسان په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي. د یادو ناروغانو له ډلې څخه ۶۸۷۳ یې یوازې ښځې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲۷۶۰ کسان په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي. د یادو ناروغانو له ډلې څخه ۶۸۷۳ یې یوازې ښځې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن په کابل کې د تلسیمیا ناروغۍ د عامه پوهاوي په اړه غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک امر نیازګل نیازمند ویلي، چې له یاد وزارت اړوند د وینې ملي بانک سره په ټول هېواد کې په تلسیمیا ناروغۍ اخته ۱۲۷۶۰ کسان ثبت دي.
د نوموړي په خبره د یادو ناروغۍ له ډلې څخه ۶۸۷۳ یې یوازې ښځې دي.
تر ډېره ماشومان د دغه ناروغۍ ښکار دي.
د عامې روغتیا وزارت یاد چارواکي ویلي، د ناروغانو د تګراتګ او لګښتونو د راکمولو لپاره هڅه کوي، چې د وینې ملي بانک کې د تلسیمیا څانګه او یو ځانګړی لابراتوار هم جوړ کړي.
نوموړي، پر نړۍوالو، کورنیو او بهرنیو موسسو غږ وکړ، چې د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې په برخه کې خپلې همکارۍ او مرستې زیاتي کړي.
پر همدغه مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني ویلي، چې د تلسیمیا ناروغانو درملنې ته یې ځانګړې پاملرنه کړي او د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې یې د تلسیمیا په ناروغۍ اخته کسانو درمنلې لپاره یې ځانګړي خدمات چمتو کړي دي.