• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان لاریونونه؛ طالبانو په ارګو ولسوالۍ کې د دوو کسانو وژنه تایید کړه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ تایید کړه، چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې له طالبانو سره په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې شخړه د ارګو ولسوالۍ د اتن‌جلو په کلي کې د تریاکو د کروندو د له‌منځه وړلو پرمهال د مخالفت له امله رامنځته شوې وه.

د بدخشان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یو شمېر بزګران او ځايي اوسېدونکي د «مجرمینو او قاچاق وړونکو» له لوري هڅول شوي وو، ترڅو د تریاکو د اړولو مخه ونیسي. د نوموړي په وینا، د دغه تاوتریخوالي په پایله کې د جمعې په ورځ، یو ماشوم او نن شنبه د لاریونونو پر مهال یو بل کس وژل شوی دی.

طالبان ادعا کوي چې په سیمه کې وضعیت اوس عادي دی او حالات یې تر کنټرول لاندې دي

سیمه ایزو سرچینو د شنبې په ورځ، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په اړه د ارګو ولسوالۍ له خلکو سره د طالبانو شخړه لاهم روانه ده.

په ارګو ولسوالۍ کې سیمه ایزو سرچینو وویل، چې دوه سیمه‌یز اوسیدونکي د طالبانو د ډزو له امله وژل شوي دي.

په هغه ویډیو کې چې د افغانستان انټرنیشنل لخوا د ارګو ولسوالۍ څخه ترلاسه شوې، ځایي اوسیدونکي د طالبانو پر ضد لاریون ته دوام ورکوي.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو لیږلو سره ویلي، چې د طالب ځواکونو او سیمه‌ییزو لاریون کونکو ترمنځ شخړه لاهم روانه ده.

تېر کال هم د بدخشان یو شمیر اوسېدونکو د طالبانو له لوري د تریاکو د اړولو پرضد لاریونونه کړي وو.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني نظامیانو له لوري پر افغانانو د نظامي او اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته په اشارې، له طالبانو وغوښتل چې د وروستیو تړونونو په اړه ولس ته روښانه وضاحت ورکړي. کرزي دغه کړنې د ډیورنډ کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري پر سرحدي کلیو او ولسونو فشارونه ډېر شوي دي. د هغه په وینا، د دغو فشارونو هدف دا دی چې د سیمې خلک اړ شي ترڅو د خپلو امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د همدې وضعیت په پایله کې په دې وروستیو کې د کرښې د دواړو غاړو د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.

حامد کرزي دا پرمختګونه د ډیورنډ فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر خلاف عمل بللی دی او ټینګار یې کړی چې مسوول چارواکي باید د یادو انکشافاتو په اړه ولس ته ځواب ووایي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې نورستان او کونړ ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو په اجازه د دواړو لورو قومي مشرانو ترمنځ تړونونه شوي دي.
دا تړونونه له هغه وروسته وشول، چې پاکستان پر نورستان او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل او وروسته قومي مشرانو سره په جرګه شول او تړونونه یې وکړل.

طالبانو له بې‌کیفیته ودانیزو توکو او بېټریو بار دوه محمولې بېرته ایران ته وګرځولې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې ۱۰ ټنه ودانیزو توکو او د ۱۹۲۵ کیلوګرامه بېټریو دوه محمولې یې له کورنیو معیارونو سره د سمون نه درلودلو له امله له ارزونې او د کیفیت تر کنټرول وروسته د اسلام‌کلا له لارې بېرته ایران ته وګرځولې.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې نن شنبه، د غويي پر ۱۹ نېټه په اېکس کې لیکلي، چې ایران ګرځول شویو توکو کې ۱۰ ټنه نبشي ډوله اوسپنه او ۱۹۲۵ کلیوګرامه بېټرۍ شاملې وي.

یادې ویلي، چې دا پروسه د معیار او کیفیت اداری له‌خوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، چې د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو د ننوتلو مخنیوی وشي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې په ټینګار سره ویلي، چې په ټولو بندرونو کې داخلي معیارونه پلي کېږي.

په پکتیا کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو نشرات پیل کړل

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو له‌خوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په ګردیز کې د «پکتیا جرګه» په نوم یوې خصوصي راډیو پر اېف اېم څپو خپل نشران پیل کړل.

د «پکتیا جرګه» راډیو مسولین وايي، چې د نشراتو پیل یوازې دد یوې راديويي څپې اضافه کېدل نه، بلکې د یوې باوري او پوهاوي محوره غږ راڅرګندېدل او د ټولنې د اړتیاوو انعکاسول دي.

د یادې راډیو نشراتو مسول وايي:« دغه راډیو به هره ورځ ۱۸ ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي، چې په دغو خپرونو کې به د اوسنۍ ادارې لاسته راوړنو رسنیز کولو ترڅنګ، دیني، سیاسي، فرهنګي، روغتیايي، ښوونیزې او ټولنیزې خپرونې وړاندې کړي».

د پکتیا جرګه راډیو مسوولان وايي، هڅه کوي، چې د دولس غوښتونو ته په اصولي بڼه انعکاس ورکړي او د رسنیو له لارې د خلکو او مسولینو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي.

پر همدغه مهال په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د رسنیو پرراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي او د یادې راډیو له فعالیت سره، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې دا پنځه راډیو ده، چې په یاد ولایت کې خپل نشرات پیلوي.

یادې خصوصي راډیو پر داسې مهال پر فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوي او تړل شوې دي.

طالبان: ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ۲۵ سلنه بشپړه شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ننګرهار ولایت په شیخ مصري پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ۲۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژې پاتې چارې به د روان میلادي کال تر پایه بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لپاره شاوخوا ۲۸ میلیونه امریکايي ډالر د خصوصي سکتور له لوري پانګونه شوې ده. د بشپړېدو وروسته به دا پروژه نږدې ۲۹ زره کورنیو ترڅنګ یو شمېر صنعتي فابریکو ته هم برېښنا برابره کړي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا نورې پروژې هم د پرمختګ په حال کې دي، چې پکې د لغمان ولایت د ۱۰ مېګاواټه پروژه، د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د ۴۰ مېګاواټه پروژه او د لوګر ولایت د ۴۰ مېګاواټه د برېښنا پروژې شاملې دي.

هرات کې د اقتصادي کړکېچ ژوره څپه؛ ځینې اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل پښتورګي پلوري

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې اوسېدونکي د سختې بېوزلۍ او ژور اقتصادي بحران له امله د ژوند د بقا لپاره د خپل بدن غړو، په ځانګړي ډول پښتورګو، پلور ته اړ شوي دي.

دغه سیمه چې اوس د ځینو راپورونو له مخې په غیررسمي ډول د «یو پښتورګي کلي» په نوم هم یادیږي، په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له هغه د نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړاوه چې څرګنده شوه یو شمېر کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله د بدن غړي پلورلي دي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ زیاتوالی، د عاید نشتوالی او د خوړو کمښت هغه اصلي عوامل دي چې خلک یې دې ته اړ کړي څو سختې او ناچارې پرېکړې وکړي.

ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د خپلو ماشومانو د ژغورنې او د پورونو د ادا کولو لپاره یې د بدن غړي پلورلي دي. د راپورونو له مخې، په ځینو پېښو کې د یو پښتورګي بیه شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي، او دغه بهیر ډېری وخت د غیرقانوني لارو له لارې ترسره کېږي.

که څه هم د افغانستان په قانون کې د انساني غړو پلور منع دی، خو شنونکي وايي د کمزوري نظارت او پراخ اقتصادي سقوط له امله دغه پدیده لا هم په ځینو سیمو کې دوام لري.

هغه کسان چې خپل پښتورګي یې پلورلي، وایي که څه هم لنډمهاله مالي مرسته یې ترلاسه کړې، خو وروسته له جدي روغتیايي ستونزو او دوامداره فزیکي دردونو سره مخ شوي دي.

کارپوهان دا وضعیت د افغانستان د روان اقتصادي او بشري بحران له تر ټولو سختو او بحث‌برانګیزو نښو څخه ګڼي.