اصف علي زرداري: افغانستان باید هېچا ته اجازه ورنهکړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان او هند تر منځ له جګړې وروسته د «معرکه حق» د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي، افغانستان باید هېچا ته اجازه ورنهکړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروي. طالبانو تر دې مخکې په وار وار ویلي، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي.
