• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو قاضي القضات: هیچاته اجازه نشته چې په خپل سري ډول کوم مجرم ته سزا ورکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۴ GMT+۱

د طالبان قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په بلخ کې له امنیتي او ملکي طالب چارواکو سره په غونډه کې ویلي، هېچا ته اجازه نشته چې په خپل سر کوم مجرم ته سزا ورکړي. په داسې حال کې چې هره ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې د دغه ډلې د وسله والو له لوري د خپل سري نیونو او سزاوو راپورونه خپرېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې تورن کسان باید اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي، څو د اسلامي شریعت له مخې ورته سزا وټاکل شي. هغه همداراز ویلي چې له بندیانو او مجرمینو سره هر ډول ظلم او ناوړه چلند د منلو وړ نه دی.

خو د حقاني دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له بېلابېلو ښارونو او ولسوالیو څخه د طالبانو د غړو له لوري د خلکو د وهلو، سپکاوي، خپل‌سرو نیونو او عامه سزاوو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې څو ځله داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې طالب ځواکونه خلک په واټونو، بازارونو او امنیتي پوستو کې وهي او یا یې له قانوني بهیر پرته مجازات کوي. په ځینو مواردو کې شکمن کسان د خلکو مخې ته د درو په سزا هم وهل شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د بشري حقونو فعالان او د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د عدلي او قضايي بهیر روڼتیا کمه شوې او ډېری نیونې او سزاوې د قانوني مدافع وکیل، علني محاکمې او خپلواکې څارنې پرته ترسره کېږي.

منتقدان وایي، که څه هم طالب چارواکي وخت ناوخت د خپل‌سرو کړنو د مخنیوي خبرې کوي، خو په عملي ډګر کې د طالب امنیتي ځواکونو له لوري د تاوتریخوالي، زور زیاتي او سپکاوي پېښې لا هم دوام لري او تر اوسه د دغو مواردو د جدي حساب‌ورکونې څرک نه لیدل کېږي.

د طالبانو قاضي القضات په خپلو خبرو کې همداراز له چارواکو غوښتي چې له خلکو سره نرم او اسلامي چلند وکړي او د بیت‌المال په ساتنه کې امانتداري مراعت کړي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

یوناما: د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د میندو رول بنسټیز دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د مور نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان او نړۍ کې د میندو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د هغوی ونډه اساسي او مهمه ده.

یوناما د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، پر خواله رسنیو کې لیکلي چې نن او د کال په نورو ټولو ورځو کې په افغانستان او ټوله نړۍ کې له میندو د هغوی د «بې‌قیده مینې، ځواک او قربانیو» له امله مننه کوي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د میندو پاملرنه، زغم او ژمنتیا د سوله‌ییزو ټولنو د جوړېدو بنسټ جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼې میندې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کورني تاوتریخوالي په ګډون له بېلابېلو فشارونو سره ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر ښځې او میندې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي او مناسبو روغتیايي خدمتونو ته محدود یا هېڅ لاسرسی نه لري.

همداراز بې‌وزلي، لوږه او د راتلونکي په اړه اندېښنو د ډېرو میندو ورځنی ژوند لا سخت کړی او هغوی یې له رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړې دي.

طالبان وايي تر اوسه یې پر څه باندې ۲۰ زره راستنو شویو کورنیو د استوکنې نمرې وېشلي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱

د میلیونونو کډوالو د ستنېدو او محدود شمېر کسانو ته د استوګنې د نمرو د وېش په تړاو د افغانستان انټرنشنل - پښتو له راپور وروسته د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، راستنو شویو د ملاتړ په موخه د ځمکو ورکړې بهیر چټک شوی او تر اوسه یې په څه باندې ۲۰ زره راستنو شویو ځمکې وېشلي.

د شاوخوا ۵ میلیونه کډوالو د ستنېدو او محدود شمېر کسانو ته د استوګنې د نمرو د وېش په تړاو ۱۱ ورځې مخکې (چهارشنبه - د غويي ۹مه) د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور خپرېدو وروسته له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د استوګنې د نمرو وېش بهیر یو څه چټک شوی دی. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، له راستنو شویو د ملاتړ په موخه د ځمکو ورکړې بهیر پراخ او چټک شوی دی.

د میلیونونو کډوالو ستنېدنه؛ طالبانو یوازې پر ۱۰ زره کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هرې راستنې شوې کورنۍ ته د استوګنې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ بسوه‌يي نمره ځمکې ورکړل شوي او دا بهیر همداراز دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، یوازې پرون یې په ۶ ولایتونو کې ۱۱۸۵ کورنیو ته د استوګنې نمرې سپارلي او زیاتوي: «په ننګرهار ولایت کې ۲۹۰، لغمان ولایت کې ۲۸۵، زابل ولایت کې ۱۶۰، فراه ولایت کې ۱۰۲، سرپل ولایت کې ۸۳ او کندز ولایت کې ۱۶۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې».

خبرپاڼه زیاتوي: «تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو شمېر ۲۰۰۹۷ نمرو ته ورسېد او دغه لړۍ به لا پراخه او چټکه شي».

یاد وزارت ډاډ ورکړی، چې د استوګنې ځمکو د وېش دغه بهیر د شفافو اصولو له مخې ترسره کېږي او هڅه کېږي چې راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو مناسب فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده، چې ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوال بنسټونه هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نه‌شي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو تصفیوي کمېسیون: د تصفیې فورمې لغوه شوي نه‌دي بلکې د تصفیې بهیر پایته رسېدلی دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د تصفیې فورمې د بندېدو په تړاو د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته طالبانو ویلي، د تصفیې فورمې لغوه شوي نه‌دي، بلکې د تصفیې بهیر پایته رسېدلی دی. د طالبانو تصفيوي کمېسیون ویلي، تر دې وروسته د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د تصفیې فورمه د سند په توګه اعتبار نه‌لري.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالب او غیر طالب د معلومولو لپاره د «امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون» جوړ کړ او د دغه کمېسیون په وینا، د طالبانو مشر شاوخوا ۳ کاله مخکې یاد کمېسیون ته دنده وسپارله چې په ټول هېواد کې د طالبانو د ثبت او پېژندنې لړۍ پيل کړي.

طالبان وايي، د دغې چارې له بشپړېدو وروسته د طالبانو د تصفیې یا تصدیق‌پاڼو د کره کتنې بهیر هم ترسره شو او د طالبانو په وینا، د تصفیې فورمې لغوه شوي نه‌دي، بلکې د تصفيې او کره کتنې بهیر پایته رسېدلی او د طالبانو ټول سوابق د یاد کمېسیون په ډيټابېس کې ثبت شوي دي.

سرچینې: طالبانو خپلو جنګیالیو ته د تصفیې فورمې د ور کولو لړۍ بنده کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي، له یادې نېټې وروسته د طالبانو تصدیق‌پاڼې د اعتبار وړ نه‌دي او همداراز د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د سند په توګه نه‌شي کارېدلی.

په مکتوب کې راغلي: «ټولو محترمو وزارتونو مستقلو ریاستونو او ادارو ته خبر ورکول کېږي چې د دې مکتوب د صدور له نېټې وروسته د مجاهدینو په لاسونو کې موجودې فورمی (تصدیق پاڼې) د اعتبار وړ نه‌دي. همدغه راز د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د سند په توګه نشي کاربدلی».

په مکتوب کې سپارښتنه شوې، که چېرې کوم وزارت یا اداره د یوه شخص د جهادي سابقې په اړه د معلوماتو اړتيا ولري، كولاى شي له امنيتي او تصفيوي كمېسيون څخه د رسمي مكتوب له لارې معلومات ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون د دې ډلې له ناندریزو ادارو ګڼل کیږي او په دې اړه د طالبانو خپلو جنکیالیو هم نیوکې کړي، چې «غیر طالب کسانو ته یې هم د طالبانو د غړیتوب فورمې ورکړې دي».

جلاوطنه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ای بي سي نیوز د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوه راپور کې لیکلي چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.

دوی د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي چې دفیفا بېلګه تعقیب کړي او افغان ښځینه کرکټ لوبډله د افغانستان د استازې ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې څه موده وړاندې فیفا اعلان وکړ، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله یې په رسمیت پېژندلې او دا لوبډله کولی شي د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زده‌کړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.

طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې دچې د سکالېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.

تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان: په کندهار کې مو د ۴۷ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره مرسته کړې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱

په کندهار کې طالب مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند، ژېړۍ، پنجوايي او سپن‌بولدک ولسوالیو کې د ۴۷ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې دي. ځانمرګي بریدګر په افغانستان کې د تېر جمهوري دولت پر وړاندې د طالبانو تر ټولو مرګونې وسیله وه چې تر ډېره یې ولسي وګړي قربانیان وو.

طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د بهرنیانو په ګډون د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر وړاندې تر ډېره له ځانمرګو بریدګرو او بوشکه‌يي ماینونو استفاده کوله. په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکي خلک قربانیان کېدل.

دغه ډله چې په همدې تکتیکونو سره بیا ځلي واکمنه شوه، نو د ځانمرګو بریدګرو کورنیو شکایت درلود، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هیر شوي، خو د کندهار د شهیدانو او معلولینو ریاست لپاره د طالبانو رييس د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د دغه ولایت په میوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د ۱۷ ځانمرګو بریدګرو او په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د ۳۰ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره تر کتنې وروسته له هغوی سره یوه اندازه نغدي مرستې هم کړې دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو نغدي مرستو د اندازې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وزارت په کندهار کې له ۳۹۶ وژل شویو مجرد طالبانو له کورنیو سره هم مرستې کړي، خو د اندازې په تړاو یې څه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه ولسي وګړي وژل شوي او دوی هم له طالبانو سربېره له نړۍوالو بنسټونو د عدالت غوښتنه لري.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ هم د طالبانو په ځينو نظامي قطعاتو کې د ځانمرګو ځانګړې قطعې لا هم فعالې دي.