هراتي تولیدات نړیوال بازار ته؛ عراق ته د جامو د صادراتو لومړۍ جوپه ولېږدول شوه

د هرات ولایت د سوداګرۍ خونه وایي، چې د هرات د جامو تولیدوونکو د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د ۲۰زره جوړو جامو یوه سوداګریزه جوپه صادره کړې ده.

د هرات ولایت د سوداګرۍ خونه وایي، چې د هرات د جامو تولیدوونکو د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د ۲۰زره جوړو جامو یوه سوداګریزه جوپه صادره کړې ده.
د جامو جوړونې د یوې کمپنۍ مسوول عزیزالله نورزي ویلي، د دې صادراتي چوپې ټولیز ارزښت ۱۰۰زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.
هغه زیاته کړې چې دغه جامې په هرات کې د خیاطۍ په یوه کارخونه کې تولید شوې او د یوې ایراني کمپنۍ په همکارۍ عراق ته صادرې شوې دي.
ایراني سوداګر جاوید حکیمي چې د عراق بازار لپاره یې دا چوپه وړاندیز کړې، ویلي چې لومړۍ جوپه په ازمایښتي ډول صادره شوې ده.
د نوموړي په وینا، په راتلونکي پړاو کې پلان لري چې عراق ته ۲۰۰زره جوړې جامې صادرې کړي.
عزیزالله نورزی ویلي، د ښځو او ماشومانو د دغو جامو برابرول او تولید شاوخوا ۲۰ورځې وخت نیولی او د هرات تولیدي شرکتونه ګاونډیو هېوادونو ته د جامو د صادراتو لوړ ظرفیت لري.
د هرات د کسبګرو او دوکاندارانو خونې مشر عبدالقدیر اکبري هم ویلي، د دې ولایت کوچنۍ صنایع، په ځانګړي ډول د بوټونو، بیک او جامو تولید، د سیمې په بازارونو کې د سیالۍ وړتیا لري.

د افغانستان د ازادۍ لپاره د متحده ښځو غورځنګ په یوې اعتراضي ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې پر تاوتریخوالي او جنایتونو چوپتیا، ظلم ته لا اسانتیا او لار برابروي. دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د ښځو د بشري حقونو د جدي ملاتړ غوښتنه کړې.
د دغه غورځنګ غړو د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوې اعتراضي غونډه کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو زیاتوالی وغنده.
دوی ویلي، د ښځو وژنه او پر هغوی تاوتریخوالی غیرانساني او نه توجیه کېدونکی عمل دی او په انساني ټولنه کې هېڅ ځای نه لري.
معترضو ښځو د طالبان له لوري پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې «هېڅ پلمه د یوه انسان د ژوند اخیستل نه شي توجیه کولی.»
دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو، د عدالت د تامین او د ښځو د بشري حقونو د جدي ملاتړ غوښتنه کړې ده
د راپورونو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د وژنې پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو زیاتوالي د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو ملاتړي او بشري بنسټونه اندېښمن کړي دي.
افغانې شاعرې او خبریالې شمیم فروتن د ایټالیا په نړیوال ادبي فستیوال «فرانکو لوی» کې د اوولسم پړاو جایزه ګټلې ده. د راپورونو له مخې، د دې ادبي فستیوال ګټونکي په دې وروستیو کې د ګروتاماره په ښار کې وستایل شول.
شمیم فروتن د ایټالوي ژبې په یوه شعر سره د دغه نړیوال ادبي فستیوال افتخاري ډیپلوم ترلاسه کړی دی.
د نوموړې خاوند رفع وفایي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې شمیم فروتن د سلګونو ګډونوالو ترمنځ د دې ادبي جایزې په ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده.
وفایي لیکلي: «دا مهمه لاستهراوړنه دې تاته او زموږ د ګران هېواد ټولو ښځو او نجونو ته مبارک وي؛ هغه ښځې چې نن له ډېرو بشري او اساسي حقونو محرومې دي، خو بیا هم ځلېږي.»
د «فرانکو لوی» ادبي فستیوال یو نړیوال ادبي پروګرام دی چې د ایټالوي او غیر ایټالوي لیکوالانو لپاره جوړېږي او موخه یې د معاصر ادب، شعر او کیسهلیکنې ملاتړ بلل کېږي.
شمیم فروتن د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبان له بیا واکمنېدو مخکې په کابل کې د خبریالې په توګه کار کاوه.
هغې ایټالیا ته له کډوالېدو وروسته هم خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
طالبانو تېر لمریز کال د «مشاعرې تنظیم» قانون توشیح کړی و، چې له مخې یې د مینې، انتقاد او د طالبانو د مشرملا هبت الله په اړه انتقادي شعرونه منع شوي دي.
په دې قانون کې راغلي چې د نجونو او هلکانو په اړه عاشقانه شعرونه او د هغوی ستاینه باید ونه شي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر هم د کندهار په «انار ګل مشاعره» کې له شاعرانو غوښتي وو چې د طالبانو د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره شعرونه ولیکي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د طلوعنیوز د ۲ خبریالانو د نیول کېدو په تړاو د طلوعنیوز په ټولنیزو شبکو کې د خبر له خپرېدو وروسته، نن موبيګروپ او په ځانګړې توګه طلوعنیوز د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره شو. سرچینې د ورغلو طالب وسلوالو شمېر له ۴۰ تر ۵۰ تنو ښودلی.
سرچینه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، طلوعنیوز په خپلو ټولنیزو شبکو کې نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه (یکشنبه د غويي۲۰مه) د طالبانو له لوري د دغې خبري شبکې د دوو خبریالانو د نیول کېدو خبر خپور کړ. د دغه خبر له خپرېدو شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته د طالبانو د استخباراتو ګڼ شمېر وسله وال پر موبيګروپ (طلوعنیوز) ورمات شول او د موبي ګروپ ټول دفتر یې کلابند کړ. ویل کېږي د دغو ځواکونو شمېر د ۴۰ تر ۵۰ تنه وو.
طلوع نیوز په لومړي سر کې دا خبر د «نیولو» کلمې په کارولو خپور کړ، خو وروسته یې لرې کړ او د «نیول کېدو» کلمې پر ځای یې د «توقیف» کلمه وکاروله.
د طلوعنیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د تېرې پنجنشبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) څخه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی او د طلوع نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش بیا پرون ماښام (شنبه د غويي ۱۹مه) د طلوعنیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
ویل کېږي د طالبانو د استخباراتو له لوري له دغو دواړو نیول شویو څخه د منصور نیازي د اېکسپاڼه د طالبانو په کنټرول کې ده او ۱۴ ساعته مخکې په یوه اېکس پوسټ کې لیکل شوي: «ټولنیزو رسنیو کې زما اړوند هر څه چې روان دي حقیقت نه لري زه کور يم».
د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو په لومړي ګام کې د موبيګروپ (طلوعنیوز، طلوع، لمر، ارمان راډیو او ارکوزیا راډیو او همداراز لاپس دفتر) د ټولو کارکوونکو موبایلونه ټول او ټول کارکوونکي یې نظر بند کړل.
سرچینه زیاتوي: «طالبانو په دې ۶ ساعته کلابندۍ کې له ځینو کارکوونو سره بد چلند کړی او ځینې یې لا وهلي او ښځینه کارکوونکې یې رټل شوې هم دي».
د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو د ماښام په ۷ بجو یوازې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړه، چې خپلو کورونو ته لاړې شي او نارینه کارکوونکي یو ساعت نور هم نظر بند پاتې وو او ویل کېږي، د طالبانو د استخباراتو له لوري د دغې کلابندۍ پر مهال عمران دانش هم دفتر ته راوستل شوی او بیا د کلابندۍ له ختمېدو وروسته طالبانو بېرته له ځانه سره بیولی دی.
د موبيګروپ او طلوعنیوز مسوولینو او طالبانو لا تر اوسه پر موبيګروپ د دغې چاپې د لامل په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
موبيګروپ او په ځانګړې توګه د طلوعنیوز ټولنیزو شبکو بیا د کلابندۍ له ختمېدو وروسته د نن شپې په ۸ بجو (یکشنبه د غويي ۲۰مه) بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
د تېرې پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسوول احمد جاوېد نیازی هم نیولی او لا تر اوسه یې د برخلیک په تړاو هېڅ ډول معلومات نشته.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طلوعنیوز مسوول فریدالله محمدي په ارګ کې د طالبانو په یوې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د رسنیو «نسبي ازادي» په سیمه کې بې سارې ده.
بل لور ته طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، ۵ نور خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي.
په دغو پنځو خبریالانو کې حمید فرهادي، عزیز وطنوال، شکېب احمد نظري، محمد بشیر هاتف، ابوذر صارم سرپلی شامل دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو لهمخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه اته خبریالان د طالبان له لوري په بند کې ساتل کېږي.
امسو د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خبریالانو د کورنیو د غړو د تایید له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ (طلوع نیوز) خبریال منصور نیازی او تېره شپه د همدې رسنۍ بل خبریال عمران دانش په کابل کې نیول شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره روښانه قانوني چوکاټ نه شته او د خبریالانو نیول ډېری وخت د طالبانو د استخباراتي ادارو د خپلسرو اقداماتو پر بنسټ ترسره کېږي.
امسو ویلي، د دغه دوو خبریالانو نیول ښيي چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت لپاره هېڅ تضمین نشته، او حتا هغه رسنۍ چې هڅه کوي خپل فعالیتونه له اوسنیو شرایطو سره برابر کړي، هم له دې وضعیت څخه خوندي نه دي.
د امسو په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي د هېواد رسنیز چاپېریال له لا سختو محدودیتونو سره مخ کړي او د ازادو رسنیو فعالیتونه لا ډېر زیانمن کړي.
دغه بنسټ له نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وروستیو نیونو او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني چوکاټ د نشتوالي پر وړاندې غبرګون وښيي.
د یادولو وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، ۵ نور خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي.
په دغه پنځو خبریالانو کې حمید فرهادي، عزیز وطنوال، شکېب احمد نظري، محمد بشیر هاتف، ابوذر صارم پسرلی شامل دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو لهمخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.
د طالبان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د تالنده برېښنا او سخت توپان له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې ورځې په ماښام د ننګرهار د مومندرې په ولسوالۍ کې په یوه کور تالنده برېښنا لګېدلی، چې له امله یې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه له دوو نورو ماشومانو سره ټپیان شوي دي.
د یاد دفتر په وینا، په یوه بله جلا پېښه کې په بټيکوټ ولسوالۍ کې د سخت توپان له کبله یوه لویه ونه راپرېوتې او یوه مېرمن یې لاندې کړې چې له امله یې نوموړې ښځه مړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او توپانونو له امله د ننګرهار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د کوټ په ولسوالۍ کرنیزو ځمکو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.