• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې د تالنده برېښنا او سخت توپان له امله دوه کسان مړه او درې ټپیان شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د طالبان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د تالنده برېښنا او سخت توپان له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې ورځې په ماښام د ننګرهار د مومندرې په ولسوالۍ کې په یوه کور تالنده برېښنا لګېدلی، چې له امله یې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه له دوو نورو ماشومانو سره ټپیان شوي دي.

د یاد دفتر په وینا، په یوه بله جلا پېښه کې په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د سخت توپان له کبله یوه لویه ونه راپرېوتې او یوه مېرمن یې لاندې کړې چې له امله یې نوموړې ښځه مړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او توپانونو له امله د ننګرهار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د کوټ په ولسوالۍ کرنیزو ځمکو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم ویلي چې یوازې د دندې لپاره اطاعت مه کوئ

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې «یوازې د دندې لپاره اطاعت مه کوئ بلکې د الله رضا لپاره اطاعت کوئ».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه، د غويي پر ۲۰مه په اېکس کې لیکلي، چې ندا محمد ندیم د وزارت مسوولینو ته په وینا کې ویلي، چې د دوی اوسنی نظام د ډېرو قربانیو، «هجرتونو او شهادتونو» په پایله کې رامنځته شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، چې په اوسنۍ اداره کې په هر ریاست او اداره کې کار کول که د دین د خدمت په نیت وي، د عبادت حیثیت لري.

په دې ناسته کې نوموړي طالب چارواکو ته د چارو د سم مراقبت او د طالبانو له ادارې سره د وفادارۍ په اړه سپارښتنې کړې دي.

د طالبانو د قول اردو قوماندان د ایران او ترکمنستان پر پولو امنیتي وضعیت له نږدې څارلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان له ایران او ترکمنستان سره پر پولو له خپلو سرحدي ځواکونو لیدنه کړې ده. د طالبانو دفاع وزارت وايي، په دې سفر کې د هرات او بادغیس ولایتونو په پولو کې امنیتي وضعیت او د نویو سرحدي پوستو چارې هم ارزول شوې دي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندانۍ نن شنبه یکشنبه، د غويي پر ۲۰مه وویل، چې د یادې قول اردو قوماندان عبدالقیوم روحاني، د بالا مرغاب ولسوالۍ د موریچاق له سیمې څخه تر ذوالفقار درې پورې سیمې کتلې دي.

همدارنګه نوموړي د اسلام‌کلا او د کهسان ولسوالۍ د چاه‌ریګ سیمې په ګډون له بېلابېلو سرحدي نقطو څخه لیدنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، یاد پلاوي په دغو سیمو کې د طالبانو له مسوولینو او سرحدي ځواکونو سره کتلي او د نویو سرحدي پوستو د جوړولو چارې یې ارزولې دي.

د طالبانو د قول اردو قوماندان په دې سفر کې د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د منظم ارتباط پر ساتلو ټینګار کړی دی.

سرچینې: طالبانو خپلو جنګیالیو ته د تصفیې فورمې د ور کولو لړۍ بنده کړې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو اړوند سرچینې وايي، ددې ډلې تصفیوي کمېسیون پرېکړه کړې، چې له دې وروسته خپلو جنګیالیو ته د تصفیې فورمه نه ور کوي. د سرچینې په وینا، له دې وروسته د دندې لپاره د تصفې فورمه شرط نه ده خو که د چا په اړه معلومات غوښتل کېږي د طالبانو په رسمي ډېټابېس کې به کتل کېږي.

په کابل کې د طالبانو سرچینو نن یکشنبه، د غويي پر ۲۰مه وویل، چې د دې ډلې د دفاع وزیر ملایعقوب په مشرۍ په تصفیوي کمیسیون کې دا پرېکړه شوې ده.

په دې پرېکړه کې دا هم ویل شوي، چې د فورمې له لارې په ډېټابېس کې د ثبت شویو جنګیالیو ټول امتیازونه خوندي دي.

یاد کمیسیون همدراز ویلي، چې د دندې اخیستو پرمهال دې د طالبانو د غړو د تصفیې فورمه له یاد کمیسیون څخه تاییدیږي.

طالبانو لاتروسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د تصفیې د جعلي فورمو رپوټونه ورکړل شوي او د جعل د مخنیوي لپاره شرط کېښودل شوی، چې دولتي ادارې به یو ځل د تصفیې فورمه له اړوند کمیسیون سره شریکوي او له تایید وروسته به اړوند کس د طالبانو غړی شمېرل کېږي.

د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون ددې ډلې له ناندریزو ادارو ګڼل کیږي او په دې اړه د طالبانو خپلو جنکیالیو هم نیوکې کړې دي، چې «غیر طالب کسانو ته یې هم د طالبانو د غړیتوب فورمې ورکړې دي».

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې د خپلو جنګیالیو د ثبت لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړ، چې د امنیتي او تصفیوي کمیسیون په نامه مشهور دی.

په کاپیسا کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله څلور کسان مړه شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱

په کاپیسا کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې په تګاب ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی او د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي پکې مړه شوي دي.

یاده پېښه د یکشنبې په ورځ د تګاب ولسوالۍ د بندراب درې په مینجي کلي کې شوې.

د پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

عبدالسلام حنفي: په تېرو دریو کلونو کې د هېواد نفوس ۱۱ سلنه ډېر شوی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، په تېرو دریو کلونو کې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي او په دې سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه ډېر شوی. نوموړي په لوګر کې راستنېدونکو کډوالو ته د زر استوګنیزو نومرو د وېش په مراسمو کې وویل، چې هره ورځ له ۴ تر ۷زرو افغانان را ستنیږي.

عبدالسلام حنفي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته تللی و، د طالبانو اړوند رسنیو ته وویل، چې د کډوالو د بېرته راستنېدو مدیریت او هغوی ته د ځمکو وېش د دوی د ادارې په مهمو لومړیتوبونو کې دي.

د هغه په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې له پنځو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له امله یې د افغانستان نفوس ۱۱ سلنه ډېر شوی دی.

هغه ویلي چې هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه له څلورو تر اوو زرو پورې کسان افغانستان ته راستنېږي او ولایتي چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د کډوالو په ښارګوټو کې د څښاک اوبو، سړکونو، روغتونونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

واک ته د طالبانو له را ستنېدو وروسته په سلګونو زره افغانان له هېواده بهر وتلو ته اړ شوي او ګڼ شمېر نور افغانان د امریکا او لویدیزو هېوادونو د تخلیې په پروګرامونو کې له هېواده ووتل، خو طالبانو تراوسه ددغو افغانانو شمېرې نه دي اعلان کړې.