• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وايي چې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېراحمد حقاني د یوناما د بشري حقونو له مسوولې فیونا فریزر سره لیدنه کې د افغانستان د رسنیو پر وضعیت، د خبریالانو پر ستونزو، د بشري حقونو پر موضوعاتو او د تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

یاد وزارت پر خپل ایکس لیکلې چې د یوناما د بشري حقونو مسوولې په افغانستان کې د رسنیو یو شمېر پرمختګونه، د خبریالانو ستونزو ته «پر وخت رسېدنه ستایلې» او معلوماتو ته د لاسرسي نسبي اسانتیاوو یادونه یې کړې.

هغې ټینګار کړی چې د رسنیو ملاتړ باید دوام ومومي.

طالبانو ویلي، چې نوموړې د ملا هبت الله فرمانونه د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې مثبت ګام ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د روږدو کسانو پر روغتون د وروستي برید په اړه د هغوی څېړنې هم روانې دي.

په لیدنه کې حقاني ویلي چې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي او هڅه کوي د هغوی ستونزې حل کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه د ټولنې د خیر او پرمختګ لپاره صادرېږي او په دې فرمانونو کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو حقوق په بشپړه توګه په پام کې نیول شوي او د هغوی اسلامي حقوق تضمین شوي دي.

پر طالبانو په کوردننه او بهر نیوکې کیږي، چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار مخه یې نیولې او پر هغوی یې د ټولنیز ژوند کړۍ تنګه کړې ده.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لوی درستیز پر طالبانو غږ کړی چې «د وسله والو ملاتړ» پرېږدي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز ویلي چې اسلام اباد له افغانستان نه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې «د هند په لارښوونه د وسله والو له ملاتړه » لاس واخلي او هلته د ټي ټي پي مرکزونه له منځه یوسي. طالبان په افغانستان کې د وسله والو د مرکزونو شته والی ردوي.

عاصم منیر د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې له هند سره د جګړې د لومړۍ کالیزې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان دې په خپله خاوره کې «د وسله والو ملاتړ بند کړي او د هغوی پټنځایونه» دې له منځه یوسي.

نوموړي د طالبانو له نوم یادونې پرته وویل، چې « له افغانستان څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې په خپله خاوره کې د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهند» ملاتړ پای ته ورسوي».

د پاکستان پوځ او رسنۍ دغه اصطلاحات ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو ته کاروي.

د پاکستان د پوځ مشر هند ته هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که نوی ډیلی په راتلونکي کې د کوم بل برید هڅه وکړي، نو د جګړې پایلې به خورا پراخې او خطرناکې وي.

هغه زیاته کړه چې راتلونکې جګړې به په څو اړخیزو عملیاتو مشتملې وي او ادعا یې وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ لړۍ لا هم دوام لري.

جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او ویې ویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د پوځ او پولیسو زړورتیا په تاریخ کې ساري نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د پاکستان پوځ به د وروستي ترهګر تر وژل کېدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د پاکستان پر پوځ نیوکې دي، چې په قبایلي سیمو کې له ۲۰۰۲ یمو کلونو راهیسې واړه او ستر پوځي عملیات کوي، خو تر دې دمه په خیبر پښتونخوا او قبایلي ولسوالیو کې ناامنۍ او د ترهګرۍ پېښې نه دي ختمې شوې.

یو شمېر شنونکي او د پوځ منتقدان دا د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ د ښو او بدو جنګیالیو د سیاستونو محصول ګڼي، خو پوځ وايي، چې دوی د جنګیالیو ترمنځ د ښه او بد توپیر نه کوي.

اسلام اباد په پرله پسې ډول طالبان په پاکستان کې په جګړه کې د ښکیلو وسله والو جنګیالیو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان وايي، چې د پاکستان پوځ د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر دوی اچوي.

د پاکستان لوی درستیز په خپلو خبرو کې پر هند تور ولګاوه، چې له «دولتي ترهګرۍ» کار اخلي او دا ډول فعالیتونه له افغانستان نه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نوي ډیلي اوکابل اسلام اباد په دولتي ترهګرۍ تورناوه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې ترینګلې دي او دواړو خواوو پر ډیورنډ کرښه نښتې کړې او د پاکستان الوتکو د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ښارونه او طالبانو په ځواب کې د پاکستان ځینې پوځي اهداف په ډرونونو هدف ګرځولي دي.

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو تر واک لاندې د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ ځینې رسمي سندونه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې ښيي د طالبانو له وېرې جرمني ته یو شمېر انتقال شوي افغانان اوس له طالبانو سره په بن کونسګرۍ کې کار کوي. د سند له مخې، طالبانو تازه ۱۳ تنه په بن کونسلګرۍ کې ګومارلي دي.

د طالبانو د بن کونسلګرۍ د مکتوبونو له مخې، د دې کونسلګرۍ لپاره د طالبانو سرپرست کونسل سید مصطفی هاشمي شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته مکتوب لېږلی دی.

په مکتوب کې د طالبانو بن کونسلګرۍ بهرنیو چارو زوارت ته خبر ور کړی چې د تېر جمهوریت پرمهال ۹ کسانو بېرته له طالبانو سره کار پیل کړی دی او په دې کسانو کې د کونسلګرۍ بېلابېلو برخو کې محلي کارکوونکي شامل دي.

په همدې مکتوب کې د طالبانو بن کونسل د نورو ۱۳ محلي کارکوونکو د ګومارلو راپور ور کړی دی خو په دغو محلي کارکوونکو کې داسې نومونه هم شته چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د جرمني حکومت د تخلیې په پروسه کې دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

ددغو افغانانو د انتقال یو لامل دا و، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د بن کونسلګرۍ کې د ګومارل شويو محلي کارکوونکو معاشونه له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ یورو پورې دي.

د کونسلګرۍ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغو کارکوونکو کې داسې کسان شته چې د جرمني په ځینو ادارو کې یې د کورنۍ غړي کاري سابقه هم لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د رسمي سندونو پر بنسټ راپور ور کړی و، چې طالبانو د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې یو پاکستانی وګړی د ای ټي مسوول ګومارلی دی او دا کس هم په دغو ۱۳ محلي کارکوونکو کې شامل دی.

ځينو پخوانیو افغان ډیپلوماټانو ویلي و، چې په ځینو حالتونو کې د کوربه هېواد وګړی په سیاسي استازولیو کې ګومارل کېږي خو د درېیم هېواد وګړي ګومارل د اصولو خلاف کار دی.

د کونسلګرۍ مخکېني سرپرست حامد ننګیالي کبیري تېر کال د کونسلګرۍ د کارکوونکو له ډله ییزې استعفا وروسته وویل، چې طالبانو ته د کونسلګرۍ په واک کې اخېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی شوی دی.

برلین وايي، چې دوی له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې ساتي.

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱
•
عبدالله همیم

په کندهار کې د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت استخباراتو د قطر مذاکراتي ډلې غړی او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده سلاکار ملا جان محمد مدني د ۸۰۰ زره پاکستاني روپیو رشوت اخېستلو پرمهال نیولی دی.

په کندهار کې د طالبانو د سرچینو په ګډون لږ تر لږه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی، د کندهار د دارالافتاء غړی او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده سلاکار ملا جان محمد مدني شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دغه ولایت د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او اوس بندي دی.

سرچینو ویلي، چې نوموړی د قتل د یوې قضیې د حل لپاره له مقابل اړخ څخه د ۸۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو بډو اخېستلو په تور نیول شوی دی.

یوې سرچینې، چې له دې موضوع سره نږدې پاتې ده، وویل:« ملا جان محمد مدني ته، چې د ملا هبت‌الله سلاکار او په کندهار کې د دارالافتاء غړی و، له محکمو څخه ځینې دوسیې په دې هدف ور رسېدلې، چې روغه یې وکړي، یا به یې فتوا ورباندې ورکوله. په یوه قضیه کې چې د قتل وه، ۸۰۰ زره کالداري په رشوت تورن شوی او بندي شو».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ملا جان محمد مدني د ملا هبت‌الله له نږدې ملګرو او سلاکارانو څخه دی او د نورو کسانو په پرتله یې له هبت‌الله سره د لېدو لپاره ډېر لاسرسی درلود.

سرچینې زیاتوي، چې مدني په کندهار ښار کې یوه مدرسه او سلګونه شاګردان هم لري او هبت‌الله ته په ډېرو مهمو مسایلو کې مشورې ورکوي.

ملا جان محمد مدني په قطر کې د طالبانو د پخواني سیاسي دفتر له مهمو غړو شمېرل کېده. نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د هغه درې کسیز پلاوي غړیتوب هم درلود، چې له تېر جمهوري نظام سره له مذاکراتو مخکې یې له قطر څخه اسلام‌اباد ته سفر کړی و.

په یاد سفر کې نوموړي د شهاب الدین دلاور او عباس ستانګزي ملتیا کوله.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د ملا جان محمد مدني د کورنۍ ځینې غړي اوس هم په قطر کې اوسېږي او یو شمېر یې په کندهار کې دي.

ملا جان محمد مدني د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او لوړې دیني زده کړې یې د عربستان په مدینه ښار کې کړې دي. نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې په کندهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست پاتې شوی او وروسته یې په سعودي عربستان کې د طالبانو د شارژدافیر په توګه هم دنده کړې ده.

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د جرمني په بن ښار کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کارزده کړې یا پرکتیکم یو نوی پروګرام اعلان کړی، چې له مخې یې محصلان او نوي فارغان کولی شي په یوه ډیپلوماټیکه استازولۍ کې عملي تجربه ترلاسه کړي.

د اعلان له مخې، دغه پروګرام د هغو کسانو لپاره برابر شوی چې غواړي د کونسلي او اداري چارو په برخه کې عملي او مسلکي تجربه ترلاسه کړي.

کونسلګرۍ ویلي چې دا پروګرام هم اجباري او هم داوطلبانه کارزده کړه رانغاړي.

د غوښتنلیک حق هغو کسانو ته ورکړل شوی چې په جرمني کې د کارزده کړې قانوني اجازه ولري. په دې کې د جرمني او اروپايي اتحادیې وګړي، نړیوال محصلان او نور هغه کسان شامل دي چې د استوګنې اسناد ولري.

کونسلګرۍ په ځانګړې توګه د بن او کولن سیمې هغه کسان هڅولي چې پر جرمني سربېره په پښتو، دري یا انګلیسي ژبو هم پوهېږي، خو د افغانانو روښانه یادونه پکې نه ده شوې.

د اعلان له مخې، کارزده کوونکي په بېلابېلو برخو کې کار کولی شي، چې حقوقي چارې، د پاسپورټ خدمات، د ویزې او نړیوالو اړیکو برخه، معلوماتي ټکنالوژي او ډیجیټلي خدمتونه او همدارنګه عامه اړیکې او رسنۍ پکې شامل دي.

کونسلګرۍ ویلي چې ګډونوال به په څو ژبني او بین‌الفرهنګي چاپېریال کې د کار تجربه ترلاسه کړي، د کونسلي حقونو او عامه ادارې له چارو سره به بلد شي او د پروګرام په پای کې به د کارزده کړې رسمي تصدیق هم ورکول کېږي.

خو طالبانو دا هم ویلي، چې د کارزده کړې په برخه کې ګومارل کېدونکو کسانو ته معاش نه ور کول کیږي.

طالبانو په کندز کې له یوه اذربایجاني شرکت سره د سرو زرو کان تړون لاسلیک کړی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د کندز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج قرارداد یې له سبحان مومند او د اذربایجان اړوند یوه شرکت سره د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت ویاند، همایون افغان پر خپل ایکس لیکلي، چې د قرارداد له مخې به د اذربایجان ریف ګروپ LLC د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په ټولنیزو خدمتونو ولګوي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې له لارې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

همایون افغان زیاته کړې، چې د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د قرغیزستان او اذربایجان سفیرانو ترڅنګ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هم ګډون درلود.