دغه معلومات د جرمني پارلمان کې د زرغون ګوند د پوښتنې په ځواب کې ورکړل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت له ځواب څخه څرګندېږي چې حکومت د پاتې ۹۲۸ کسانو له ډلې ۷۸۳ کسانو ته ورکړل شوي ژمنلیکونه په بشپړه توګه لغوه کړي دي. وزارت د ډېری قضیو لپاره «د سیاسي علاقې له منځه تللو» دلیل راوړی دی.
د یوه ځانګړي فدرالي پروګرام په اړه د وزارت معلومات روښانه نه دي. د ۷۰ کسانو قضیې لا هم د لغوه کېدو په بهیر کې دي او د نورو ۷۵ کسانو د وضعیت په اړه حکومت هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله، جرمني حکومت زرګونو افغانانو ته د تخلیې او منلو ژمنې ورکړې وې. په دغو کسانو کې د جرمني پوځ او نورو ادارو پخواني همکاران، د ښځو د حقونو فعالان او د بشري حقونو مدافعین شامل وو. د همدې لپاره بېلابېل بشري پروګرامونه جوړ شوي وو.
اوس حکومت غواړي دغه پروګرامونه پای ته ورسوي. له همدې امله نورې نوې ژمنې نه ورکول کېږي او پخوانۍ ژمنې هم بېرته اخیستل کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، اوس هم ۱۰۵۴ کسان په پاکستان او افغانستان کې د جرمني د ملاتړ په تمه دي. ډېری انتظار اېستونکي کسان په پاکستان کې دي، خو ۱۸۱ کسان افغانستان ته بېرته شړل شوي دي. پاکستاني چارواکو هغوی څو میاشتې مخکې اخراج کړي وو. د جرمني حکومت ویلي چې د دغو کسانو ژمنې نور اعتبار نه لري.
د ۲۰۲۵ کال له می میاشتې راهیسې د جرمني حکومت د۲۸۸ افغانانو ژمنلیکونه لغوه کړي دي. دغه پروګرام د پخوانیو وزیرانو له خوا جوړ شوی و، څو قاضیان، خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او نور زیانمن افغانان جرمني ته ولېږدوي.
اوس مهال ۴۹۸ کسان د جرمني په اداري محکمو کې د حکومت پر ضد دعوې لري. همداراز ۹ قضیې د اساسي قانون تر سترې محکمې رسېدلې دي.
د جرمني د کوریکټیو رسنۍ د رپوټ له مخې، د زرغون ګوند سیاستوالې شاهین ګمبیر د حکومت پر پرېکړه نیوکې کړې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، د۲۵ هغو کسانو ته ژمنلیکونه هم لغوه شوي دي چې ډېر زیانمن ګڼل کېدل. په دغو کسانو کې یوازې ښځې او هغه کسان شامل دي چې د خپل جنسیت یا هویت له امله له خطر سره مخ دي.
ګمبیر له حکومته غوښتي چې ټول اغېزمن کسان ژر تر ژره جرمني ته ولېږدول شي. د هغې په وینا، دغو کسانو کلونه د جرمني پر ژمنو باور کړی او اوس په جدي خطر کې دي. هغې ویلي: «له دوی څخه ملاتړ اخیستل او د اخراج له لارې یې د مرګ له خطر سره مخ کول، غیر مسوولانه او غیر انساني عمل دی».