• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اندونیزیا ژغورونکي د سختو اورغورځونو ترمنځ د دوو سنګاپوریانو په لټه کې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د اندونیزیا چارواکي وایي، د «دوکونو» اورغورځونکو له چاودنې وروسته د دوو ورکو شوو سنګاپوري غرختونکو د لټون عملیات د پرله‌پسې اورغورځونو او سخت باران له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ژغورنې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۵۰ ژغورونکي او دوه حرارتي ډرونونه د پلټنې په عملیاتو کې بوخت دي، خو د اورغورځنګ دوامداره فعالیت د عملیاتو مخه ټکنۍ کړې ده.

چارواکو ویلي، ژغورونکو د ورکو شوو کسانو شکمن بکسونه موندلي او وېره شته چې هغوی مړه شوي وي.

په دې پېښه کې تر دې دمه د یوه اندونیزیايي غرختونکي مړینه تایید شوې او ۱۷ نور کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان د قره‌قالپاقستان پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له افغان لوري سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه پلاوی چې مشري یې امان‌بای اورین‌بایوف کوي، د دې وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراخېدو یې بحث کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې چې د ازبکستان دغه پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز اتصال په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

همداراز ویل شوي چې پلاوی به د سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته هم ولاړ شي، چیرې چې د ازبکستاني تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شي.

روبيو له قطري لومړي وزیر سره پر امنیتي همکاریو او د منځني ختیځ پر ثبات خبرې کړې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، دفاعي همکاریو او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه کې روبيو د بېلابېلو مسایلو په برخه کې د قطر له همکارۍ مننه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو د قطر د دفاعي ملاتړ، د ګډو امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د نږدې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې واشنګټن او دوحه غواړي د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.

پوتین وايي فکر کوي چې له اوکراین سره یې جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۷ GMT+۱

د روسیې ولسمشر د شنبې په ورځ وویل، دی فکر کوي چې د اوکراین جګړه پای ته رسېدونکې ده. دغه څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې نوموړي په مسکو کې د «بریا ورځې» په مراسمو کې په اوکراین کې د بریا ژمنه وکړه؛ دا مراسم د تېرو څو کلونو پر تله په محدود ډول ترسره شول.

د رویټرز د راپور له‌مخې، پوتین خبریالانو ته د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ شخړه ده، وویل: «زه فکر کوم چې دا موضوع (جګړه) پای ته رسېدونکې ده.» هغه دا هم وویل، چې چمتو دی د اروپا لپاره پر نویو امنیتي ترتیباتو خبرې وکړي او زیاته یې کړه، چې د ده د خوښې خبرو اترو شریک به د جرمني پخوانی لومړی وزیر ګرهارډ شرودر وي.

کرملین ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې په منځګړیتوب له اوکراین سره د سولې خبرې اترې ځنډول شوې دي. پوتین په وار وار ژمنه کړې، چې تر هغه وخته به جګړې ته دوام ورکړي، چې د روسیې بېلابېل جنګي اهداف ترلاسه شوي نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ د دواړو لورو تر منځ لنډ مهالی اوربند د بندیانو د تبادلې لپاره عملي شوی دی.

محمود خان اڅکزي د پاکستان د ژغورنې لپاره د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ژغورنې لپاره د «اڅکزي فورمول» په وړاندې کولو سره په دغه هېواد کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو له ټينګار سربېره ویلی، چې وسله‌وال ځواکونه باید له سیاسي چارو واېستل شي.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې ورځې په ناوخته (د غويي ۱۹مه) د پاکستان ژغورلو لپاره د «اڅکزي فورمول» په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړ.

اڅکزي په دې فورمول کې څرګنده کړې: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام وي. باید روښانه اساسي قانوني نظام ولري. عدالت باید په خپل چوکاټ کې خپلواک وي. مطبوعات باید له سانسور څخه ازاد وي. ډاډ دې ورکړل شي چې وسله‌وال ځواکونه به له سیاسي بهیره جلا او یوازې په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې به فعالیت کوي او همداراز یوازې به پر ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز لري».

هغه زیاته کړې، منتخب پارلمان باید د ټول واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب شي او همداراز یې د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو ټينګار کړی دی.

محمود خان اڅکزي په خپل یاد فورمول کې وړانديز کړی: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې شي او لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، څو یو ولسواک پاکستان بېرته جوړ کړي. د ټاکنو یو شفاف او خپلواک کمېسیون باید جوړ شي څو د یوه کال په موده کې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».

هغه په خپل وړاندیز شوي فورمول کې څرګنده کړې، که بل څوک تر دې غوره وړاندیزونه لري، نوی دوی به یې هرکلی وکړي.

د پاکستان اوسني حکومت لا تر اوسه د اپوزیسیون د مشرتابه یاد فورمول ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د امریکا په هنري کاونټي کې د پلاستیک په یوې فابریکې کې لویه اور لګېدنه رامنځته شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱

د امریکا د جورجیا ایالت د هنري کاونټي سیمې د پلاستیک په یوې فابریکه کې د جمعې ماسپښین لویه اورلګېدنه رامنځته شوې او د اطفایې ټیمونو یې د شنبې تر سهاره د مړه کولو لپاره کار کړی دی.

د هنري اطفایې ادارې ویلي، چې اور د «سیګما رینیو» په تولیدي تاسیساتو کې بل شوی وو او د اطفایې څو ډلو په ګډه د هغه د بشپړ مړه کېدو لپاره پرله‌پسې کار وکړ.

د اطفایې مسوولینو په وینا، د ایالت د اورلګېدنې څېړونکي د پېښې لاملونه پلټي. چارواکو د جمعې ماښام خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې د بیړنیو موټرو د تګ راتګ له امله له یادې سیمې لرې پاتې شي. یو شمېر اور وژونکي واحدونه د ماښام تر ناوخته د پېښې ځای کې پاتې شول څو د اور پاتې لمبې مړې کړي.

چارواکي وایي، د فابریکې له ودانۍ خپرېدونکی لوګی به شاوخوا تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوام وکړي او کېدای شي د سیمې د هوا کیفیت هم خراب کړي.

تر اوسه په دغې اور لګېدنه کې د هېڅ مرګ ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی او د اوښتو مالي زیانونو په تړاو هم رسمي جزییات نه‌دي خپاره شوي.