ډونالډ ټرامپ: ایران له ۴۷ کلونو راهیسې له امریکا او نړۍ سره لوبې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې ایران له تېرو ۴۷کلونو راهیسې له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره «لوبې» کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې ایران له تېرو ۴۷کلونو راهیسې له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره «لوبې» کړې دي.
ټرامپ په ټروت سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي: «جمهوري اسلامي ۴۷کاله امریکا او نور هېوادونه معطل ساتلي او زموږ خلک یې د سړک غاړې بمونو په بریدونو کې وژلي دي.»
هغه د پخواني ولسمشر بارک اوبامه د واکمنۍ پر مهال د لاسلیک شوي اټومي تړون په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ایراني چارواکو کلونه کلونه امریکا «سرګردانه» ساتلې ده.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت اعتراضونه ځپلي او «۴۲زره بېګناه او بېوسلې معترضان» یې وژلي دي.
نوموړي زیاته کړې: «هغوی پر هغه امریکا خندل چې اوس یو ځل بیا ستره شوې ده، خو نور به ونه خاندي.»
د هغه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا لا هم دوام لري.

د طالبان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د تالنده برېښنا او سخت توپان له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې ورځې په ماښام د ننګرهار د مومندرې په ولسوالۍ کې په یوه کور تالنده برېښنا لګېدلی، چې له امله یې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه له دوو نورو ماشومانو سره ټپیان شوي دي.
د یاد دفتر په وینا، په یوه بله جلا پېښه کې په بټيکوټ ولسوالۍ کې د سخت توپان له کبله یوه لویه ونه راپرېوتې او یوه مېرمن یې لاندې کړې چې له امله یې نوموړې ښځه مړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او توپانونو له امله د ننګرهار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د کوټ په ولسوالۍ کرنیزو ځمکو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.
د نړیوالو ورځپاڼو د خپروونکو ټولنې (WAN-IFRA) د اعلامیې له مخې، د منځني ختیځ د ډیجیټلي رسنیو د۲۰۲۶ کال سیالیو کې د ایراناینټرنشنل بېلابېلې پروژې بریالۍ اعلان شوې. په دغو پروژو کې «میډیا بات»، د «ښځه، ژوند، ازادي» کمپاین او نورو په بېلابېلو برخو کې جایزې ګټلې.
د «زن، زنده ګی، ازادي» کمپاین د یوې خبري نښې لپاره د غوره بازارموندنې جایزه ترلاسه کړې ده. د پرېکړه کوونکو په وینا، دا پروژه دنوښت ، اغېز او پراخو مخاطبینو له امله ستایل شوې.
«۱۲ ورځنۍ جګړه کې د اسراییل د اهدافو تعاملي نقشه» پروژې بیا د «غوره ډیټا ویژوالیزېشن» په برخه کې جایزه ګټلې ده. دا پروژه د بیلابیلو سرچینو د معلوماتو په کارولو سره پېښې په متقابل ډول په نقشه کې ښيي.
«میډیا بات» چې د ایرانانټرنشنل ټیلیګرام رباټ دی، په دوو برخو کې «نوښتګر ډیجیټلي جوړښت» او «د لیدونکو سره غوره تعامل» جایزې ګټلې دي. دغه ربات د کاروونکو لپاره د خبرونو او څو رسنیزو محتواوو د لاسرسي د اسانتیا لپاره جوړ شوی چې دا پروژه هم د نړیوالې سیالۍ مرحلې ته رسېدلې ده.
د WAN-IFRA نړیوالو جایزو وروستۍ پایلې به روان زیږدیز کال په جون په میاشت کې د فرانسې په مارسی ښار کې د نړیوالې رسنیزې غونډې پر مهال اعلان شي.
یاد سازمان د نړۍ له سترو او معتبرو رسنیزو بنسټونو څخه ګڼل کېږي چې زرګونه خپرندویان او خبري ادارې یې په نړیواله کچه استازیتوب کوي.
د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي، چې د حماس تر ادارې لاندې د پولیسو د جنايي څانګې یو لوړپوړی مسوول او د هغه مرستیال هم پکې شامل دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند د نازک وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتوي، ځکه په غزه کې له اوربند سره سره تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
روغتیايي سرچینو ویلي، یو برید د غزې د المغازي کډوالو په کمپ کې شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی، او بل برید د خانیونس په ښار کې د حماس تر ادارې لاندې د جنايي پولیسو مشر وسام عبدالهادي او د هغه مرستیال په نښه کړي دي.
تر اوسه د اسراییلو پوځ د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې اسراییلو په وروستیو کې د غزې د حماس تر ادارې لاندې د پولیسو پر مرکزونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې که څه هم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اوربند اعلان شوی، خو اسراییلي بریدونه نږدې هره ورځ دوام لري.
د غزې د روغتیايي ادارو د معلوماتو له مخې، د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۸۵۰ فلسطینیان وژل شوي، په داسې حال کې چې اسراییل وایي په همدې موده کې وسلهوالو د دوی څلور سرتېري وژلي دي.
اسراییل او حماس دواړه یو بل د اوربند په نقض تورنوي. د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې راهیسې تر اوسه له ۷۲ زرو او ۵۰۰څخه زیات فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت له پلاوي سره یې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه تړونونه د قرهقالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف د سفر پر مهال په کابل کې د سوداګریز اتصال او تجارتي همکاریو د کنفرانس په پای کې لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د چارواکو په خبره، دا هوکړې د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ له پراخو خبرو او بحثونو وروسته نهايي شوې دي.
په دغه تړونونو کې د اوړو د فابریکو جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردات شامل دي، همداراز د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو لکه مڼو، انارو، کچالو او زیرې صادرات هم په کې ځای لري.
د اندونیزیا چارواکي وایي، د «دوکونو» اورغورځونکو له چاودنې وروسته د دوو ورکو شوو سنګاپوري غرختونکو د لټون عملیات د پرلهپسې اورغورځونو او سخت باران له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د ژغورنې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۵۰ ژغورونکي او دوه حرارتي ډرونونه د پلټنې په عملیاتو کې بوخت دي، خو د اورغورځنګ دوامداره فعالیت د عملیاتو مخه ټکنۍ کړې ده.
چارواکو ویلي، ژغورونکو د ورکو شوو کسانو شکمن بکسونه موندلي او وېره شته چې هغوی مړه شوي وي.
په دې پېښه کې تر دې دمه د یوه اندونیزیايي غرختونکي مړینه تایید شوې او ۱۷ نور کسان ژوندي ژغورل شوي دي.