کراچۍ کې ښځې اوس هم د تاوتریخوالي ښکار دي؛ په څلورو میاشتو کې سلګونه پېښې ثبت شوي

د سند ایالت مرکزي ښار کراچۍ د پولیسو د ښځو او ماشومانو د ساتنې مرکز د تازه راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ تر اپرېل پورې لږ تر لږه ۳۸۸ ښځې او ۱۰ ماشومان د کورني تاوتریخوالي، ځورونې او جنسي تېري قرباني شوي دي.
