سراج الحق: بنو کې پر پولیسو برید د حکومت او امنیتي ادارو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، په بنو کې پر پولیس چیک پوسټ په برید کې د ۱۵ پولیسو وژل کېدل د خېبرپښتونخوا د صوبایي حکومت او امنیتي ادارو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی.
سراج الحق د ایکس په پوسټ کې لیکلي، خېبرپښتونخوا د ناامنۍ، ترهګرۍ او وینې تویېدنې له جدي وضعیت سره مخ ده، خو د ده په وینا حکومتي چارواکي د بېپروايۍ او بېحسۍ چلند کوي.
هغه زیاته کړې چې عام خلک او امنیتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي، خو حکومت د امن د ټینګښت په برخه کې په بشپړه توګه ناکام شوی دی.
