• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د میندو رول بنسټیز دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د مور نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان او نړۍ کې د میندو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د هغوی ونډه اساسي او مهمه ده.

یوناما د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، پر خواله رسنیو کې لیکلي چې نن او د کال په نورو ټولو ورځو کې په افغانستان او ټوله نړۍ کې له میندو د هغوی د «بې‌قیده مینې، ځواک او قربانیو» له امله مننه کوي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د میندو پاملرنه، زغم او ژمنتیا د سوله‌ییزو ټولنو د جوړېدو بنسټ جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼې میندې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کورني تاوتریخوالي په ګډون له بېلابېلو فشارونو سره ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر ښځې او میندې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي او مناسبو روغتیايي خدمتونو ته محدود یا هېڅ لاسرسی نه لري.

همداراز بې‌وزلي، لوږه او د راتلونکي په اړه اندېښنو د ډېرو میندو ورځنی ژوند لا سخت کړی او هغوی یې له رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړې دي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي تر اوسه یې پر څه باندې ۲۰ زره راستنو شویو کورنیو د استوکنې نمرې وېشلي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱

د میلیونونو کډوالو د ستنېدو او محدود شمېر کسانو ته د استوګنې د نمرو د وېش په تړاو د افغانستان انټرنشنل - پښتو له راپور وروسته د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، راستنو شویو د ملاتړ په موخه د ځمکو ورکړې بهیر چټک شوی او تر اوسه یې په څه باندې ۲۰ زره راستنو شویو ځمکې وېشلي.

د شاوخوا ۵ میلیونه کډوالو د ستنېدو او محدود شمېر کسانو ته د استوګنې د نمرو د وېش په تړاو ۱۱ ورځې مخکې (چهارشنبه - د غويي ۹مه) د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور خپرېدو وروسته له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د استوګنې د نمرو وېش بهیر یو څه چټک شوی دی. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، له راستنو شویو د ملاتړ په موخه د ځمکو ورکړې بهیر پراخ او چټک شوی دی.

د میلیونونو کډوالو ستنېدنه؛ طالبانو یوازې پر ۱۰ زره کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هرې راستنې شوې کورنۍ ته د استوګنې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ بسوه‌يي نمره ځمکې ورکړل شوي او دا بهیر همداراز دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، یوازې پرون یې په ۶ ولایتونو کې ۱۱۸۵ کورنیو ته د استوګنې نمرې سپارلي او زیاتوي: «په ننګرهار ولایت کې ۲۹۰، لغمان ولایت کې ۲۸۵، زابل ولایت کې ۱۶۰، فراه ولایت کې ۱۰۲، سرپل ولایت کې ۸۳ او کندز ولایت کې ۱۶۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې».

خبرپاڼه زیاتوي: «تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو شمېر ۲۰۰۹۷ نمرو ته ورسېد او دغه لړۍ به لا پراخه او چټکه شي».

یاد وزارت ډاډ ورکړی، چې د استوګنې ځمکو د وېش دغه بهیر د شفافو اصولو له مخې ترسره کېږي او هڅه کېږي چې راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو مناسب فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده، چې ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوال بنسټونه هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نه‌شي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.

سعودي عربستان پر اماراتو، قطر او کویټ بریدونه وغندل

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر متحده عرب امارات، قطر او کویټ د بریدونو غندنه کړې او دا یې د دغو هېوادونو د خاورې او ځمکنيو اوبو پر ضد «خیانت‌کارانه هدف ګرځول» بللي دي.

د اماراتو دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ریاض د خلیج د «وروڼو هېوادونو» له ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د خپل امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره یې ترسره کوي.

سعودي عربستان همداراز د خلیج هېوادونو پر خاورې او ځمکنيو اوبو د «ښکاره تېریو» د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګی د تړلو یا په نړیوالو اوبیزو لارو کې د ګډوډۍ هر ډول هڅې باید ودرول شي.

ریاض په ورته وخت کې د نړیوالو سمندري لارو د خوندیتوب پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د سمندري تګ‌راتګ ازادي خوندي پاتې شي.

د طالبانو تصفیوي کمېسیون: د تصفیې فورمې لغوه شوي نه‌دي بلکې د تصفیې بهیر پایته رسېدلی دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د تصفیې فورمې د بندېدو په تړاو د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته طالبانو ویلي، د تصفیې فورمې لغوه شوي نه‌دي، بلکې د تصفیې بهیر پایته رسېدلی دی. د طالبانو تصفيوي کمېسیون ویلي، تر دې وروسته د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د تصفیې فورمه د سند په توګه اعتبار نه‌لري.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالب او غیر طالب د معلومولو لپاره د «امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون» جوړ کړ او د دغه کمېسیون په وینا، د طالبانو مشر شاوخوا ۳ کاله مخکې یاد کمېسیون ته دنده وسپارله چې په ټول هېواد کې د طالبانو د ثبت او پېژندنې لړۍ پيل کړي.

طالبان وايي، د دغې چارې له بشپړېدو وروسته د طالبانو د تصفیې یا تصدیق‌پاڼو د کره کتنې بهیر هم ترسره شو او د طالبانو په وینا، د تصفیې فورمې لغوه شوي نه‌دي، بلکې د تصفيې او کره کتنې بهیر پایته رسېدلی او د طالبانو ټول سوابق د یاد کمېسیون په ډيټابېس کې ثبت شوي دي.

سرچینې: طالبانو خپلو جنګیالیو ته د تصفیې فورمې د ور کولو لړۍ بنده کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي، له یادې نېټې وروسته د طالبانو تصدیق‌پاڼې د اعتبار وړ نه‌دي او همداراز د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د سند په توګه نه‌شي کارېدلی.

په مکتوب کې راغلي: «ټولو محترمو وزارتونو مستقلو ریاستونو او ادارو ته خبر ورکول کېږي چې د دې مکتوب د صدور له نېټې وروسته د مجاهدینو په لاسونو کې موجودې فورمی (تصدیق پاڼې) د اعتبار وړ نه‌دي. همدغه راز د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د سند په توګه نشي کاربدلی».

په مکتوب کې سپارښتنه شوې، که چېرې کوم وزارت یا اداره د یوه شخص د جهادي سابقې په اړه د معلوماتو اړتيا ولري، كولاى شي له امنيتي او تصفيوي كمېسيون څخه د رسمي مكتوب له لارې معلومات ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون د دې ډلې له ناندریزو ادارو ګڼل کیږي او په دې اړه د طالبانو خپلو جنکیالیو هم نیوکې کړي، چې «غیر طالب کسانو ته یې هم د طالبانو د غړیتوب فورمې ورکړې دي».

العربیه: د مذاکراتو د بریا په صورت کې به غني شوي یورانیم له ایران څخه ولېږدول شي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

العربیه شبکې د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران له لوري امریکا ته په ورکړل شوي ځواب کې د غني شویو یورانیمو برخلیک د مذاکراتو له بریا سره تړل شوی او که د تهران او امریکا ترمنځ خبرې بریالۍ شي، نو غني شوي یورانیم به له ایران څخه بهر ولېږدول شي.

د راپور له مخې، «د ایران د غني شویو یورانیمو ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي.»

العربیه د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د ایران د اټومي تاسیساتو د ړنګولو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی، خو دغه تاسیسات به داټومي انرژۍ نړیوال اژانس تر څار لاندې وي.

د سرچینو په وینا، د ایران د یورانیمو د امریکا پرته بل هېواد ته د لېږد احتمال ډېر دی، خو له هېواده بهر د غني شوي یورانیم لېږد د باور جوړونې لپاره وخت او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

العربیه همداراز راپور ورکړی چې تر اوسه د پاکستاني منځګړي له لارې امریکا کوم رسمي ځواب نه دی سپارلی.

بل‌خوا دایران دولتي اژانس تسنیم، چې سپاه پاسداران ته نږدې بلل کېږي، د یوه باخبره سرچینې له قوله ویلي، هغه راپورونه چې د ایران او امریکا د مذاکراتو د وړاندیز شوي متن په اړه خپاره شوي، «له واقعیت سره سمون نه لري» او د اټومي موادو اړوند ادعاوې یې رد کړې دي.

جلاوطنه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ای بي سي نیوز د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوه راپور کې لیکلي چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.

دوی د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي چې دفیفا بېلګه تعقیب کړي او افغان ښځینه کرکټ لوبډله د افغانستان د استازې ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې څه موده وړاندې فیفا اعلان وکړ، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله یې په رسمیت پېژندلې او دا لوبډله کولی شي د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زده‌کړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.

طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې دچې د سکالېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.

تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.