امسو: دا مهال لږ تر لږه اته خبریالان د طالبانو په بند کې دي

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه اته خبریالان د طالبان له لوري په بند کې ساتل کېږي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه اته خبریالان د طالبان له لوري په بند کې ساتل کېږي.
امسو د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خبریالانو د کورنیو د غړو د تایید له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ (طلوع نیوز) خبریال منصور نیازی او تېره شپه د همدې رسنۍ بل خبریال عمران دانش په کابل کې نیول شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره روښانه قانوني چوکاټ نه شته او د خبریالانو نیول ډېری وخت د طالبانو د استخباراتي ادارو د خپلسرو اقداماتو پر بنسټ ترسره کېږي.
امسو ویلي، د دغه دوو خبریالانو نیول ښيي چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت لپاره هېڅ تضمین نشته، او حتا هغه رسنۍ چې هڅه کوي خپل فعالیتونه له اوسنیو شرایطو سره برابر کړي، هم له دې وضعیت څخه خوندي نه دي.
د امسو په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي د هېواد رسنیز چاپېریال له لا سختو محدودیتونو سره مخ کړي او د ازادو رسنیو فعالیتونه لا ډېر زیانمن کړي.
دغه بنسټ له نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وروستیو نیونو او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني چوکاټ د نشتوالي پر وړاندې غبرګون وښيي.
د یادولو وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، ۵ نور خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي.
په دغه پنځو خبریالانو کې حمید فرهادي، عزیز وطنوال، شکېب احمد نظري، محمد بشیر هاتف، ابوذر صارم پسرلی شامل دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو لهمخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.