جلاوطنه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.
ای بي سي نیوز د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوه راپور کې لیکلي چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.
دوی د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي چې دفیفا بېلګه تعقیب کړي او افغان ښځینه کرکټ لوبډله د افغانستان د استازې ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.
دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې څه موده وړاندې فیفا اعلان وکړ، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله یې په رسمیت پېژندلې او دا لوبډله کولی شي د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زدهکړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.
طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.
د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې دچې د سکالېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.
تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.