د ازبکستان د قرهقالپاقستان پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی

د ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له افغان لوري سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
