طالبانو د قرهقالپاقستان له پلاوي سره د سل میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه کړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت له پلاوي سره یې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت له پلاوي سره یې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه تړونونه د قرهقالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف د سفر پر مهال په کابل کې د سوداګریز اتصال او تجارتي همکاریو د کنفرانس په پای کې لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د چارواکو په خبره، دا هوکړې د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ له پراخو خبرو او بحثونو وروسته نهايي شوې دي.
په دغه تړونونو کې د اوړو د فابریکو جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردات شامل دي، همداراز د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو لکه مڼو، انارو، کچالو او زیرې صادرات هم په کې ځای لري.

سیاسي شنونکی بهارات دوګرا په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، افغانستان چې لسیزو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او کورنیو شخړو سخت ځپلی، یوازې د لنډمهاله سیاسي تړونونو له لارې نه شي کولای رښتینې او دوامداره سولې ته ورسېږي.
د دوګرا په وینا، د افغانستان ترڅنګ د سوډان، سویلي سوډان، روانډا او کانګو تجربې ښيي چې پرته له هر اړخیزې شخړههوارۍ، اوربندونه او سیاسي توافقونه ډېر ژر له منځه تللي او جګړې بیا بله بڼه خپله کړې ده.
دغه شنونکی زیاتوي، د تېرو څو لسیزو جګړو، د بهرنیو ځواکونو حضور او وتلو او د کورنیو اختلافاتو پایله دا وه چې که څه هم د سولې بېلابېل اعلانونه شوي، خو جګړې بیا هم دوام موندلی دی.
نوموړی ټینګار کوي چې رښتینی اوربند د سولې لومړنی او اساسي شرط دی، څو خلک د جګړې له روان فشار څخه خلاص شي او د باور جوړونې لپاره زمینه برابره شي. خو د دې په باور، اوربند باید یوازې لومړی ګام وي، نه وروستۍ موخه.
بهارات وایي، په جګړه ځپلو هېوادونو کې هغه سوله دوام موندلی شي چې ټولې خواوې د یو بل لیدلورو ته درناوی وکړي، د تېرو دښمنیو پر ځای د ګډ راتلونکي پر جوړولو تمرکز وکړي او د هغو کورنیو او بهرنیو عواملو پر وړاندې ودرېږي چې جګړه د خپلو ګټو لپاره ژوندۍ ساتي.
همداراز نوموړی د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د رسنیو، ځوانانو، ښځو، دیني عالمانو، هنرمندانو او مدني فعالانو رول مهم بولي، څو د جګړې پر ځای د سولې، زغم او ګډ ژوند پیغام پیاوړی کړي.
په افغانستان کې د ولسي سولې د غورځنګونو د پیاوړتیا غوښتنه هم کېږي. د شنونکي په باور، تر هغو چې ولس خپله د سولې غوښتونکی او ساتونکی نه شي، هر ډول سیاسي توافق به له ګواښ سره مخ وي.
نوموړی زیاتوي، که څه هم ځینې ژور اختلافات ښايي ژر حل نه شي، خو جګړه ځپلي هېوادونه کولای شي د عملي سولې پر لور حرکت وکړي، داسې سوله چې خلک یې د خپل وجدان له مخې ومني، ملاتړ یې وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې وساتي.
د روزګان ولایت د امر بالمعروف ریاست وایي، محتسبینو یې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د هغه اجباري نکاح مخه نیولې چې غوښتل کېده د کورنۍ له خوښې پرته له یوه ۵۰ کلن سپینږیري ته د پیسو په بدل کې واده کړل شي.
د یاد ریاست مسوولین وایي، دا قضیه د قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې او د نجلۍ د کورنۍ هغه هڅه ناکامه شوې چې غوښتل یې د پېسو په مقابل کې دغه نکاح ترسره کړي.
د امر بالمعروف مسوولینو ویلي، هېڅوک حق نه لري یو انسان د پیسو په بدل کې وپلوري او یا یې د خوښې پرته نکاح وکړي.
خو په سیمه کې ځینې ټولنیز فعالان او د بشري حقونو څارونکي وایي، د ماشومانو د اجباري ودونو پېښې په ډېرو مواردو کې د سخت اقتصادي فشار او بېوزلۍ له امله رامنځته کېږي، چې د کورنیو د ژوند د تامین نشتوالی یې یو مهم لامل بلل کېږي.
دوی زیاتوي، په داسې حال کې چې د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه دوام لري او د ښځو پر عامه ژوند سخت قوانین وضع شوي، د ټولنیز پوهاوي پروګرامونه هم کمزوري پاتې دي، چې له امله یې د ورته پېښو د مخنیوي هڅې محدودې ګڼل کېږي.
بلخوا ځینې اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله کورنۍ کله ناکله سختو پرېکړو ته اړ کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۷۴ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۰۳۰ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۶۱ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۵کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۴۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۶کورنۍد اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال بنسټ(ریفیوجيز انټرنشنل) ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۱۴۶ زرو ډېر افغانان په جبري توګه ایستلي دي. دغه بنسټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې دغه بهیر سملاسي ودروي.
د اندونیزیا چارواکي وایي، د «دوکونو» اورغورځونکو له چاودنې وروسته د دوو ورکو شوو سنګاپوري غرختونکو د لټون عملیات د پرلهپسې اورغورځونو او سخت باران له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د ژغورنې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۵۰ ژغورونکي او دوه حرارتي ډرونونه د پلټنې په عملیاتو کې بوخت دي، خو د اورغورځنګ دوامداره فعالیت د عملیاتو مخه ټکنۍ کړې ده.
چارواکو ویلي، ژغورونکو د ورکو شوو کسانو شکمن بکسونه موندلي او وېره شته چې هغوی مړه شوي وي.
په دې پېښه کې تر دې دمه د یوه اندونیزیايي غرختونکي مړینه تایید شوې او ۱۷ نور کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
د ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له افغان لوري سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه پلاوی چې مشري یې امانبای اورینبایوف کوي، د دې وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراخېدو یې بحث کړی دی.
د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې چې د ازبکستان دغه پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز اتصال په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
همداراز ویل شوي چې پلاوی به د سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته هم ولاړ شي، چیرې چې د ازبکستاني تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شي.