د طالبانو تصفیوي کمېسیون: د تصفیې فورمې لغوه شوي نهدي بلکې د تصفیې بهیر پایته رسېدلی دی

د طالبانو د تصفیې فورمې د بندېدو په تړاو د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته طالبانو ویلي، د تصفیې فورمې لغوه شوي نهدي، بلکې د تصفیې بهیر پایته رسېدلی دی. د طالبانو تصفيوي کمېسیون ویلي، تر دې وروسته د تقرر او نورو امتیازاتو لپاره د تصفیې فورمه د سند په توګه اعتبار نهلري.
