• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د پاکستان په بریدونو کې د کونړ ۱۴ تعلیمي مرکزونه ویجاړ شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۱

طالبانو پوهنې وزارت یو پلاوی چې کونړ ولایت ته د پاکستان د بریدونو د ارزونې لپاره تللی وایي چې د پاکستان د بریدونو له امله د کونړ ولایت پر ډيورنډ کرښه پرتو ولسوالیو کې ۱۴ تعلیمي مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د راپور له مخې، د کونړ ولایت په دانګام، ناړۍ، شلتن، منوره، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې ښوونځي، دیني مدرسې او نور تعلیمي مرکزونه زیانمن شوي او په بشپړه توګه یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د یاد وزارت چاوراکي د زیانمنو سیمو د لیدنې پر مهال ویلي چې د انجینرۍ یوه ډله هم له پلاوي سره مل ده، څو د ویجاړو شویو ودانیو تخنیکي ارزونه ترسره او د ترمیم لپاره منظم پلان جوړ کړي.

د طالبانو له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې پاکستان د نښتو پر مهال تر ډېره پر عامه ځایونو، استوګنیزو سیمو، روغتونونو او تعلیمي مرکزونو ځمکني او هوايي بریدونه کړي دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

اندېشه: د حساب ورکونې بهیر د افغانستان د سیاسي راتلونکي، بشري حقونو او سولې لپاره مهم دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام، ولسي حاکمیت، د اساسي قانون د پلي کېدو، بشري حقونو او تلپاتې سولې په برخه کې د حساب ورکونې رول له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

اندېشه د ایکس په خپل تازه پوسټ کې د «حساب ورکونې، حقیقت موندنې او پخلاینې» هغه ورکشاپ ته اشاره کړې چې ټاکل شوې سبا او بله ورځ په جینوا کې ترسره شي.

هغه ویلي، د دې غونډې اصلي موخه دا ده چې په افغانستان کې د حساب ورکونې رول د سیاسي راتلونکي، ملي پخلاینې او د دوامدارې سولې له بهیر سره په پراخه توګه وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړې، ګډونوال به د نورو هېوادونو د انتقالي عدالت تجربې هم وارزوي او د حقیقت موندنې د راتلونکو بهیرونو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د سیاسي مشروعیت د بیا رغونې پر لارو چارو به بحث وکړي.

طالبانو د قره‌قالپاقستان له پلاوي سره د سل میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت له پلاوي سره یې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه تړونونه د قره‌قالپاقستان د عالي شورا د رییس امان‌بای اورین‌بایوف د سفر پر مهال په کابل کې د سوداګریز اتصال او تجارتي همکاریو د کنفرانس په پای کې لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د چارواکو په خبره، دا هوکړې د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ له پراخو خبرو او بحثونو وروسته نهايي شوې دي.

په دغه تړونونو کې د اوړو د فابریکو جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردات شامل دي، همداراز د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو لکه مڼو، انارو، کچالو او زیرې صادرات هم په کې ځای لري.

تحلیل: یوازې سیاسي تړونونه نه، بلکې باور او عملي اوربند د افغانستان د تلپاتې سولې شرط دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱

سیاسي شنونکی بهارات دوګرا په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، افغانستان چې لسیزو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او کورنیو شخړو سخت ځپلی، یوازې د لنډمهاله سیاسي تړونونو له لارې نه شي کولای رښتینې او دوامداره سولې ته ورسېږي.

د دوګرا په وینا، د افغانستان ترڅنګ د سوډان، سویلي سوډان، روانډا او کانګو تجربې ښيي چې پرته له هر اړخیزې شخړه‌هوارۍ، اوربندونه او سیاسي توافقونه ډېر ژر له منځه تللي او جګړې بیا بله بڼه خپله کړې ده.

دغه شنونکی زیاتوي، د تېرو څو لسیزو جګړو، د بهرنیو ځواکونو حضور او وتلو او د کورنیو اختلافاتو پایله دا وه چې که څه هم د سولې بېلابېل اعلانونه شوي، خو جګړې بیا هم دوام موندلی دی.

نوموړی ټینګار کوي چې رښتینی اوربند د سولې لومړنی او اساسي شرط دی، څو خلک د جګړې له روان فشار څخه خلاص شي او د باور جوړونې لپاره زمینه برابره شي. خو د دې په باور، اوربند باید یوازې لومړی ګام وي، نه وروستۍ موخه.

بهارات وایي، په جګړه ځپلو هېوادونو کې هغه سوله دوام موندلی شي چې ټولې خواوې د یو بل لیدلورو ته درناوی وکړي، د تېرو دښمنیو پر ځای د ګډ راتلونکي پر جوړولو تمرکز وکړي او د هغو کورنیو او بهرنیو عواملو پر وړاندې ودرېږي چې جګړه د خپلو ګټو لپاره ژوندۍ ساتي.

همداراز نوموړی د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د رسنیو، ځوانانو، ښځو، دیني عالمانو، هنرمندانو او مدني فعالانو رول مهم بولي، څو د جګړې پر ځای د سولې، زغم او ګډ ژوند پیغام پیاوړی کړي.

په افغانستان کې د ولسي سولې د غورځنګونو د پیاوړتیا غوښتنه هم کېږي. د شنونکي په باور، تر هغو چې ولس خپله د سولې غوښتونکی او ساتونکی نه شي، هر ډول سیاسي توافق به له ګواښ سره مخ وي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم ځینې ژور اختلافات ښايي ژر حل نه شي، خو جګړه ځپلي هېوادونه کولای شي د عملي سولې پر لور حرکت وکړي، داسې سوله چې خلک یې د خپل وجدان له مخې ومني، ملاتړ یې وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې وساتي.

طالبان: روزګان کې د ۱۲ کلنې نجلۍ ۵۰ کلن سړي ته د اجباري نکاح مخه نیول شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱

د روزګان ولایت د امر بالمعروف ریاست وایي، محتسبینو یې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د هغه اجباري نکاح مخه نیولې چې غوښتل کېده د کورنۍ له خوښې پرته له یوه ۵۰ کلن سپین‌ږیري ته د پیسو په بدل کې واده کړل شي.

د یاد ریاست مسوولین وایي، دا قضیه د قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې او د نجلۍ د کورنۍ هغه هڅه ناکامه شوې چې غوښتل یې د پېسو په مقابل کې دغه نکاح ترسره کړي.

د امر بالمعروف مسوولینو ویلي، هېڅوک حق نه لري یو انسان د پیسو په بدل کې وپلوري او یا یې د خوښې پرته نکاح وکړي.

خو په سیمه کې ځینې ټولنیز فعالان او د بشري حقونو څارونکي وایي، د ماشومانو د اجباري ودونو پېښې په ډېرو مواردو کې د سخت اقتصادي فشار او بې‌وزلۍ له امله رامنځته کېږي، چې د کورنیو د ژوند د تامین نشتوالی یې یو مهم لامل بلل کېږي.

دوی زیاتوي، په داسې حال کې چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام لري او د ښځو پر عامه ژوند سخت قوانین وضع شوي، د ټولنیز پوهاوي پروګرامونه هم کمزوري پاتې دي، چې له امله یې د ورته پېښو د مخنیوي هڅې محدودې ګڼل کېږي.

بلخوا ځینې اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله کورنۍ کله ناکله سختو پرېکړو ته اړ کېږي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۴زرو ډیر کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۷۴ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۰۳۰ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۶۱ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۵کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۴۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۶کورنۍد اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال بنسټ(ریفیوجيز انټرنشنل) ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۱۴۶ زرو ډېر افغانان په جبري توګه ایستلي دي. دغه بنسټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې دغه بهیر سملاسي ودروي.