ایران وایي د سولې لپاره یې د امریکا وړاندیز ته ځواب استولی

ایران ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا د سولې وړاندیز ته خپل ځواب استولی دی. د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران خپل ځواب پاکستان ته سپارلی، ځکه دغه هېواد د منځګړي رول ترسره کوي.
