• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې تر ۸۰سلنه ډېر پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د خوړو له ناورین سره مخ دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق او د تغذیې نړیوالې شبکې په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۸۳ سلنه هغه ماشومان چې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، په هغو کورنیو کې ژوند کوي، چې د خوړو له ناامنۍ او کمښت سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، چې سرحدي محدودیتونه او د بودجې کمښت د دې وضعیت د مهارولو پر وړاندې اساسي ستونزې بلل کېږي.

په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) خپور شوی راغلی، د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تغذیې نړیوالې شبکې او شریکانو یې په افغانستان کې تر ۹۴۵ زره ډېرو کسانو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته، خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دغو خدمتونو کې د لومړنۍ، منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ درملنه، د ماشومانو د پالنې اړوند سلا مشورې او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د غذایي مکملونو وېش شامل دي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې د بودجې د کمښت او نورو ستونزو له امله لا هم شاوخوا ۲۴۰ ولسوالۍ د تغذیې د پروګرامونو تر پوښښ لاندې نه‌دي راغلې.

د دغه راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د ډنګرۍ کچه د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو له ۹،۶ سلنې څخه د روان کال په همدې موده کې ۸،۵ سلنې ته راکمه شوې ده.

په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه لا هم په ۱۰ ولایتونو کې تر ۱۰ سلنې لوړه ښودل شوې، چې ډېری پېښې یې په هلمند او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې په دولتي ادارو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز ولګاوه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۱

په هرات کې یو شمېر دولتي کارکوونکو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ځايي چارواکو له تېرو دوو اونیو راهیسې په دولتي ادارو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دی. د دوی په وینا، دا پرېکړه رسنیو ته د رسمي اسنادو او معلوماتو د وتلو د مخنیوي په موخه شوې ده.

لږ تر لږه د هرات درېیو دولتي کارکوونکو د دې موضوع په تایید سره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب چارواکو لاس لاندې کارمندانو ته امر کړی، چې په ادارو کې د ځیرک موبایلونو پر ځای له ساده او بې کمرې موبایلونو استفاده وکړي.

د یوه کارمند په وینا، په داسې حال کې چې طالب چارواکي په همدغو ادارو کې له ځیرک موبایلونو کار اخلي، خو نورو کارکوونکو ته د داسې کار اجازه نه‌ورکول کېږي.

د هرات یوه بل دولتي کارکوونکي د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه محدودیت اداري خدماتي چارې ټکنۍ کړي او په وینا یې، د دغه بندیز له امله، د ګاونډیو ولایتونو مراجعین هم د اداري چارو په بهیر کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

درېیمې سرچینې ویلي، که څه هم تر اوسه په هرات کې د طالبانو د والي له‌خوا په دې تړاو رسمي مکتوب نه‌دی صادر شوی، خو دا امر د ځايي چارواکو له خوا په غیر رسمي ډول پلی کېږي.

د طالبانو مشرهبت‌الله اخوندزاده، د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د دې ډلې له غړو غوښتي وو، چې د ځیرک موبایلونو کارول کم کړي او همدارنګه، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر په خپله یوه وینا کې ځیرک موبایلونه «د مسلمانانو له درېیو اصلي دښمنانو څخه یو» بللی وو.

نوموړي د تېر کال د تلې میاشتې پر ۱۳مه د افغانستان پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو ته خبر ورکړی وو، چې له دې وروسته په کاري ساعتونو او د پوهنتونونو او د دې وزارت اړوندو ادارو په ساحو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع دي او د پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو له رییسانو پرته، هېڅوک حق نه‌لري چې خپل ځیرک موبایل کارځای ته راوړي.

امسو پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې په تړاو ملګرو ملتونو ته یو مستند راپور سپارلی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان او د شکنجې پر وړاندې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې ته یو رسمي راپور وړاندې کړی، چې په کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د سیستماتیک ناوړه چلند پېښې مستند شوې دي.

دا راپور له ۴۱ افغانانو سره چې په کې خبریالان، د ښځو د حقونو مدافعینې او ثبت شوي کډوال شامل دي، د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. د موندنو له‌مخې، په پاکستان کې د نیول شویو افغانانو ۹۶ اعشاریه ۴ سلنه برخه په توقیف کې له بېلابېلو شکنجو او ناوړه چلند سره مخ شوې ده. همدارنګه، له ۸۵ اعشاریه ۷ سلنه کسانو څخه د نیول کېدو د مخنیوي او یا د خوشې کېدو په بدل کې پیسې او باج اخیستل شوی دی.

په دې راپور کې زیاته شوې، چې ۷۵ اعشاریه ۶ سلنه افغان کډوالو رواني شکنجه، ګواښونه او سپکاوی زغملی او ۷۲ اعشاریه ۴ سلنه نور بیا له ۴۸ ساعتونو څخه زیات له کومې قضایي څېړنې پرته په بند کې ساتل شوي دي.

یادو سازمانونو ویلي، چې هېڅ یوه افغان کډوال د اېستلو پر مهال د انفرادي خطر ارزونه نه‌ده ترلاسه کړې او زرګونه کسان تر داسې شرایطو لاندې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړای شوي، چې د نړیوالو معیارونو له‌مخې داوطلبانه نه‌شي ګڼل کېدای.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د اسنادو پر بنسټ تایید شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د وروستیو ارقامو له‌مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه تر ۳٫۴ میلیونه زیات افغانان ستانه شوي يا اېستل شوي دي.

یاد راپور د خپل سپارښت سند د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۳مه ملګرو ملتونو ته لېږدولی او په کې د خپل‌سري نیونې، فزیکي او رواني بد چلند، اخاذۍ او جبري اېستنې د نمونو او اسنادو پر بنسټ تشریح شوي دي.

طالبانو په ننګرهار کې د خښتو بټیو ټولنې مشر له نرخنامې د سرغړونې په تور نیولی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د خښتو بټیو د ټولنې مشر یې د ټاکل شوې نرخنامې د سرغړونې په تور نیولی دی. د معلوماتو له‌مخې، نوموړی د بیو د کنټرول پرېکړو ته د نه‌پاملرنې له امله نیول شوی دی.

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو د بیو کنټرول کمېسیون د زر اوله درجه خښتو بیه ۳۳۰۰ افغانۍ ټاکلې، خو د خښتو د ټولنې مشر سلیم احمدزي او د بټیو نورو مالکانو د ټاکل شوي نرخ پر خلاف پر خلکو خښتې په لوړه بیه پلورلې او بالاخره سلیم احمدزی له همدې امله نیول شوی دی.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د طالبانو د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون مشر عبدالله ساجد د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه کې له بټیو څارنه وکړه. د دې کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، تر هغې چې ټاکل شوې نرخنامه پلې نه‌شي، په لوړه بیه به د خښتو پېر او پلور او بټیو ته د لویو موټرو تګ راتګ هم منع وي.

طالب چارواکي وایي، چې د خښتو بټیو مالکانو وروسته له هغې خپل نرخونه لوړ کړل، چې په ګڼ شمېر ښارګوټو کې زرګونه کسانو ته د ځمکو نمرې ووېشل شوې. د معلوماتو له مخې، د ځمکو له وېش سره د ابادۍ شرایط اسانه شوي، خو د بټیو مالکانو له دې وضعیت څخه په ګټې اخیستنې د خښتو بیې په خپلسري ډول لوړې کړې وې.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیره وايي افغانانو سره مو کړې ژمنې پر خپل ځای دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوکوویچ پوهار د اروپا د ورځې په مناسبت ویلي، چې دا ټولنه د افغانانو ملاتړ ته په بشپړه توګه ژمنه ده. هغې ټینګار کړی، چې اروپایي ټولنه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

مېرمن بوکوویچ پوهار د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه د افغانانو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې اروپایي ټولنه د افغانستان د خلکو درناوي، زغم او راتلونکي ته ژمنه پاتې کېږي. هغې د افغانانو پر مقاومت او راتلونکي ژوند هم ټینګار کړی دی.

د اروپایي ټولنې دې استازې په خپل پیغام کې زیاته کړې: «د هر نوي کار رامنځته کول، د هر ماشوم روزنه او د هرې کورنۍ ملاتړ په اصل کې پر سولې او ثبات پانګونه ده».

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې په دې پیغام کې د افغانانو لپاره د کارموندنې، ښوونې او روزنې او د کورنیو د ملاتړ پر اهمیت هم څرګندنې کړې دي

امریکایۍ سناتوره: خپل هېواد ته د افغان متحدانو ستنول د طالبانو له ګواښ سره مخامخ کېدل دي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۱

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مخکښې غړې جین شاهین په یوه لیک کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي، چې افغان متحدان په امریکا کې مېشت کړي. دې سناتورې خبرداری ورکړی، که افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي، نو د طالبانو له جدي تعقیب او ځورونې سره به مخ شي.

جین شاهین د جمعې په ورځ (د غویي ۱۸مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په استول شوي لیک کې، په قطر کې د افغان کډوالو د کمپ د احتمالي تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې امریکايي سناتورې د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې له هغو افغانانو سره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی. هغې ټینګار کړی، چې واشنګټن باید ارزول شوي کسان د کډوالو د منلو پروګرام یا بشري اجازې له لارې امریکا ته ولېږدوي.

مېرمن شاهین خبرداری ورکړی، چې د دغو کسانو او د هغوی د کورنیو پرېښودل د امریکا د ژمنو ماتول دي او دا کار به د واشنګټن او د هغه د متحدانو ترمنځ راتلونکی باور کمزوری کړي.

د مېرمن شاهین د لیک له مخې، په قطر کې د السیلیه کمپ د څه باندې ۱۱۰۰ افغان متحدانو د اوسېدو ځای دی، چې شاوخوا ۸۰۰ کسان یې امریکا ته د لېږد شرایط پوره کړي دي. د دغو کډوالو نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. همدارنګه شاوخوا ۱۵۰ کسان یې د امریکا د دفاع وزارت د کارکوونکو د کورنیو غړي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر ښځینه افسرانې دي.

مېرمن شاهین ټینګار کړی، که درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو پروګرام ناکام شي او دا کسان افغانستان ته وشړل شي، نو له جدي طالباني تعقیب سره به مخ شي.

هغې همدارنګه پر دې هم نیوکه کړې، چې د ټرمپ حکومت سپین‌پوستو سویلي افریقايي کډوالو ته لومړیتوب ورکړی، په داسې حال کې چې د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو هغوی د بېړنۍ پناه غوښتنې مستحق نه‌دي بللي.

د افغان کډوالو د لېږد ملاتړي وایي، چې د قطر د السیلیه کمپ څخه د افغانانو اېستل د هغوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

تر دې وړاندې هم له سلو زیاتو بنسټونو او ۶۰۰ پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي وو، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه لغوه کړي.