• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانې شاعرې شمیم فروتن په ایټالیا کې نړیواله ادبي جایزه ګټلې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

افغانې شاعرې او خبریالې شمیم فروتن د ایټالیا په نړیوال ادبي فستیوال «فرانکو لوی» کې د اوولسم پړاو جایزه ګټلې ده. د راپورونو له مخې، د دې ادبي فستیوال ګټونکي په دې وروستیو کې د ګروتاماره په ښار کې وستایل شول.

شمیم فروتن د ایټالوي ژبې په یوه شعر سره د دغه نړیوال ادبي فستیوال افتخاري ډیپلوم ترلاسه کړی دی.

د نوموړې خاوند رفع وفایي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې شمیم فروتن د سلګونو ګډونوالو ترمنځ د دې ادبي جایزې په ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده.

وفایي لیکلي: «دا مهمه لاسته‌راوړنه دې تاته او زموږ د ګران هېواد ټولو ښځو او نجونو ته مبارک وي؛ هغه ښځې چې نن له ډېرو بشري او اساسي حقونو محرومې دي، خو بیا هم ځلېږي.»

د «فرانکو لوی» ادبي فستیوال یو نړیوال ادبي پروګرام دی چې د ایټالوي او غیر ایټالوي لیکوالانو لپاره جوړېږي او موخه یې د معاصر ادب، شعر او کیسه‌لیکنې ملاتړ بلل کېږي.

شمیم فروتن د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبان له بیا واکمنېدو مخکې په کابل کې د خبریالې په توګه کار کاوه.

هغې ایټالیا ته له کډوالېدو وروسته هم خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو تېر لمریز کال د «مشاعرې تنظیم» قانون توشیح کړی و، چې له مخې یې د مینې، انتقاد او د طالبانو د مشرملا هبت الله په اړه انتقادي شعرونه منع شوي دي.

په دې قانون کې راغلي چې د نجونو او هلکانو په اړه عاشقانه شعرونه او د هغوی ستاینه باید ونه شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر هم د کندهار په «انار ګل مشاعره» کې له شاعرانو غوښتي وو چې د طالبانو د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره شعرونه ولیکي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د طلوع‌نیوز د ۲ خبریالانو د نیول کېدو په تړاو د طلوع‌نیوز په ټولنیزو شبکو کې د خبر له خپرېدو وروسته، نن موبي‌ګروپ او په ځانګړې توګه طلوع‌نیوز د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره شو. سرچینې د ورغلو طالب وسلوالو شمېر له ۴۰ تر ۵۰ تنو ښودلی.

سرچینه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، طلوع‌نیوز په خپلو ټولنیزو شبکو کې نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه (یکشنبه د غويي۲۰مه) د طالبانو له لوري د دغې خبري شبکې د دوو خبریالانو د نیول کېدو خبر خپور کړ. د دغه خبر له خپرېدو شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته د طالبانو د استخباراتو ګڼ شمېر وسله وال پر موبي‌ګروپ (طلوع‌نیوز) ورمات شول او د موبي ګروپ ټول دفتر یې کلابند کړ. ویل کېږي د دغو ځواکونو شمېر د ۴۰ تر ۵۰ تنه وو.

طلوع نیوز په لومړي سر کې دا خبر د «نیولو» کلمې په کارولو خپور کړ، خو وروسته یې لرې کړ او د «نیول کېدو» کلمې پر ځای یې د «توقیف» کلمه وکاروله.

نیول او توقیف
100%
نیول او توقیف

د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د تېرې پنجنشبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) څخه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی او د طلوع نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش بیا پرون ماښام (شنبه د غويي ۱۹مه) د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

ویل کېږي د طالبانو د استخباراتو له لوري له دغو دواړو نیول شویو څخه د منصور نیازي د اېکس‌پاڼه د طالبانو په کنټرول کې ده او ۱۴ ساعته مخکې په یوه اېکس پوسټ کې لیکل شوي: «ټولنیزو رسنیو کې زما اړوند هر څه چې روان دي حقیقت نه لري زه کور يم».

100%

د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو په لومړي ګام کې د موبي‌ګروپ (طلوع‌نیوز، طلوع، لمر، ارمان راډیو او ارکوزیا راډیو او همداراز لاپس دفتر) د ټولو کارکوونکو موبایلونه ټول او ټول کارکوونکي یې نظر بند کړل.

سرچینه زیاتوي: «طالبانو په دې ۶ ساعته کلابندۍ کې له ځینو کارکوونو سره بد چلند کړی او ځینې یې لا وهلي او ښځینه کارکوونکې یې رټل شوې هم دي».

د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو د ماښام په ۷ بجو یوازې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړه، چې خپلو کورونو ته لاړې شي او نارینه کارکوونکي یو ساعت نور هم نظر بند پاتې وو او ویل کېږي، د طالبانو د استخباراتو له لوري د دغې کلابندۍ پر مهال عمران دانش هم دفتر ته راوستل شوی او بیا د کلابندۍ له ختمېدو وروسته طالبانو بېرته له ځانه سره بیولی دی.

د موبي‌ګروپ او طلوع‌نیوز مسوولینو او طالبانو لا تر اوسه پر موبي‌ګروپ د دغې چاپې د لامل په تړاو څه‌ سپیناوی نه‌دی کړی.

موبي‌ګروپ او په ځانګړې توګه د طلوع‌نیوز ټولنیزو شبکو بیا د کلابندۍ له ختمېدو وروسته د نن شپې په ۸ بجو (یکشنبه د غويي ۲۰مه) بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسوول احمد جاوېد نیازی هم نیولی او لا تر اوسه یې د برخلیک په تړاو هېڅ ډول معلومات نشته.

د یادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طلوع‌نیوز مسوول فرید‌الله محمدي په ارګ کې د طالبانو په یوې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د رسنیو «نسبي ازادي» په سیمه کې بې سارې ده.

بل لور ته طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، ۵ نور خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي.

په دغو پنځو خبریالانو کې حمید فرهادي، عزیز وطنوال، شکېب احمد نظري، محمد بشیر هاتف، ابوذر صارم سرپلی شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو له‌مخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.

امسو: دا مهال لږ تر لږه اته خبریالان د طالبانو په بند کې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه اته خبریالان د طالبان له لوري په بند کې ساتل کېږي.

امسو د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خبریالانو د کورنیو د غړو د تایید له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ (طلوع نیوز) خبریال منصور نیازی او تېره شپه د همدې رسنۍ بل خبریال عمران دانش په کابل کې نیول شوي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره روښانه قانوني چوکاټ نه شته او د خبریالانو نیول ډېری وخت د طالبانو د استخباراتي ادارو د خپل‌سرو اقداماتو پر بنسټ ترسره کېږي.

امسو ویلي، د دغه دوو خبریالانو نیول ښيي چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت لپاره هېڅ تضمین نشته، او حتا هغه رسنۍ چې هڅه کوي خپل فعالیتونه له اوسنیو شرایطو سره برابر کړي، هم له دې وضعیت څخه خوندي نه دي.

د امسو په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي د هېواد رسنیز چاپېریال له لا سختو محدودیتونو سره مخ کړي او د ازادو رسنیو فعالیتونه لا ډېر زیانمن کړي.

دغه بنسټ له نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وروستیو نیونو او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني چوکاټ د نشتوالي پر وړاندې غبرګون وښيي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، ۵ نور خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي.

په دغه پنځو خبریالانو کې حمید فرهادي، عزیز وطنوال، شکېب احمد نظري، محمد بشیر هاتف، ابوذر صارم پسرلی شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو له‌مخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.

په ننګرهار کې د تالنده برېښنا او سخت توپان له امله دوه کسان مړه او درې ټپیان شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د طالبان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د تالنده برېښنا او سخت توپان له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې ورځې په ماښام د ننګرهار د مومندرې په ولسوالۍ کې په یوه کور تالنده برېښنا لګېدلی، چې له امله یې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه له دوو نورو ماشومانو سره ټپیان شوي دي.

د یاد دفتر په وینا، په یوه بله جلا پېښه کې په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د سخت توپان له کبله یوه لویه ونه راپرېوتې او یوه مېرمن یې لاندې کړې چې له امله یې نوموړې ښځه مړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او توپانونو له امله د ننګرهار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د کوټ په ولسوالۍ کرنیزو ځمکو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

ندا محمد ندیم ویلي چې یوازې د دندې لپاره اطاعت مه کوئ

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې «یوازې د دندې لپاره اطاعت مه کوئ بلکې د الله رضا لپاره اطاعت کوئ».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه، د غويي پر ۲۰مه په اېکس کې لیکلي، چې ندا محمد ندیم د وزارت مسوولینو ته په وینا کې ویلي، چې د دوی اوسنی نظام د ډېرو قربانیو، «هجرتونو او شهادتونو» په پایله کې رامنځته شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، چې په اوسنۍ اداره کې په هر ریاست او اداره کې کار کول که د دین د خدمت په نیت وي، د عبادت حیثیت لري.

په دې ناسته کې نوموړي طالب چارواکو ته د چارو د سم مراقبت او د طالبانو له ادارې سره د وفادارۍ په اړه سپارښتنې کړې دي.

د طالبانو د قول اردو قوماندان د ایران او ترکمنستان پر پولو امنیتي وضعیت له نږدې څارلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان له ایران او ترکمنستان سره پر پولو له خپلو سرحدي ځواکونو لیدنه کړې ده. د طالبانو دفاع وزارت وايي، په دې سفر کې د هرات او بادغیس ولایتونو په پولو کې امنیتي وضعیت او د نویو سرحدي پوستو چارې هم ارزول شوې دي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندانۍ نن شنبه یکشنبه، د غويي پر ۲۰مه وویل، چې د یادې قول اردو قوماندان عبدالقیوم روحاني، د بالا مرغاب ولسوالۍ د موریچاق له سیمې څخه تر ذوالفقار درې پورې سیمې کتلې دي.

همدارنګه نوموړي د اسلام‌کلا او د کهسان ولسوالۍ د چاه‌ریګ سیمې په ګډون له بېلابېلو سرحدي نقطو څخه لیدنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، یاد پلاوي په دغو سیمو کې د طالبانو له مسوولینو او سرحدي ځواکونو سره کتلي او د نویو سرحدي پوستو د جوړولو چارې یې ارزولې دي.

د طالبانو د قول اردو قوماندان په دې سفر کې د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د منظم ارتباط پر ساتلو ټینګار کړی دی.