• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبر پښتونخوا کې له دولتي زېرمو زر ټنه غنم ورک شوي دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د خوراک ادارې په زېرمو کې د غنمو د ورکېدو تازه پېښو د احتمالي فساد او جدي بې‌نظمیو اندېښنې راپارولي دي. حکومتي پلټنې او رسمي اسناد ښيي چې د بنو او سوات له دولتي زېرمو څخه تر زر مېټريک ټنو زیات غنم ورک شوي دي.

د اسنادو له مخې، په بنو کې ۳۹۱ اعشاریه ۱۷۶ مېټريک ټنه او په سوات کې ۶۳۳ اعشاریه ۲۰۰ مېټريک ټنه غنم نه دي موندل شوي، هغه موضوع چې د زېرمو د ساتنې، څارنې او امنیت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

د خېبر پښتونخوا د خوراک ادارې ویلي، د پېښې د څېړنې لپاره به ځانګړې کمېټې وټاکل شي او د هر ډول بې‌نظمۍ او احتمالي فساد پر ضد به جدي اقدامات ترسره کړي.

په تازه پلټنو کې د بنو د نار حافظ‌اباد له ګودامونو نور ۱۲۳ مېټريک ټنه غنم هم ورک موندل شوي دي. چارواکي وایي، دا پنځم ځل دی چې له همدې مرکز څخه د غنمو د کموالي راپور ورکول کېږي.

د خوراک ادارې یوه چارواکي ویلي، پرله‌پسې کمښتونه د ادارې لپاره د سختې اندېښنې وړ دي او د احتمالي فساد شکونه نور هم پیاوړي کوي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

بنو کې موټر بم او وسله‌وال برید؛ درې پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم او وسله‌وال برید له امله لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې چارواکي د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال نه ردوي.

امنیتي چارواکو ویلي، بریدګرو د شنبې په ماښام لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د پولیسو پوستې سره نږدې وچاودنه ورکړه، چې له امله یې د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه ونړېده او شاوخوا سیمو ته هم درانه زیانونه واوښتل.

د بنو د پولیسو په وینا، د پېښې پر مهال په پوسته کې ۱۵ پولیسو دنده ترسره کوله.

امنیتي سرچینو ویلي، د چاودنې وروسته بریدګر پوستې ته ننوتل او پر پولیسو یې نږدې جګړه پیل کړه. سرچینې زیاتوي چې وسله‌والو په دې برید کې له ډرون الوتکو څخه هم کار اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې نور امنیتي ځواکونه د مرستې لپاره سیمې ته ورسېدل، بریدګرو هغوی ته کمین نیولی وو چې په پایله کې نور سرتېري هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

سیمې ته د ژغورنې ډلې او امبولانسونه رسېدلي او د بنو په دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د دغه برید مسوولیت د «اتحادالمجاهدین» په نوم یوې وسله‌والې ډلې منلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دغه ډله په افغانستان کې فعالیت لري او د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ورته بریدونو پړه هم پر غاړه اخلي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته، د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

سهیل اپريدی: د مې ۹مه د پاکستان د تاريخ توره ورځ ده

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د ۲۰۲۳ کال د مې ۹مې د پېښو په تړاو ويلي، دا د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ ده او دغه ورځ به هېڅکله هم هېره نه‌شي. د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۹مه د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د غبن په قضیه کې ونیول شو او بیا په ټول هېوا کې تاوتریخجن لاریونونه وشول.

د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۹مه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د القادر بنسټ د غبن په قضيه کې ونیول شو او بيا یې په غبرګون کې پلویانو په ټول هېواد کې تاوتریخجن لاريونونه وکړل، چې په ترڅ کې یې پر حکومتي او پوځي ودانیو هم بریدونه وشول.

حکومت او امنیتي ادارو د دغو بريدونو پړه د تحریک انصاف پر مشرانو او فعالانو واچوله، خو عمران خان او د ګوند نورو مشرانو یې یاد تورونه رد کړل او په ډاګه یې کړه، چې حاکم حکومت د دوی د ګوند د ختمولو لپاره په دغه ډول «منظم پلان» جوړ کړی وو.

په همدې تړاو د تحریک انصاف پاکستان غړي او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) ویلي، د مې له ۹مې وروسته پر هېواد «جعلي حکمران مسلط کړل شول، چې د پاکستان او د پاکستاني ولس په تباهۍ کې یې هېڅ کسر پرېنښود. دغو حکمرانانو نه یوازې ملي اقتصاد ته زیان ورساوه، بلکې دولتي ادارې یې هم کمزورې کړې او د ولس او ادارو ترمنځ یې واټنونه زیات کړل».

هغه زياته کړه، «د مې د ۹مې په پېښه کې پرېکړه‌کوونکي او دولتي ادارې ککړ وو او همدې مسالې جدي پوښتنې راپورته کړي دي. تر نن ورځې د پېښې په تړاو د امنيتي کامرو ويډیوګانې نه‌دي خپرې شوي».

د پاکستان حکومت د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د دغو ادعاو په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لا هم د یادو پېښو د کره پلټنې غوښتونکی دی.

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته روانه ده

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې له يو نيم ساعت راهیسې د وسله‌والو او ځايي پوليسو ترمنځ نښته روانه ده. تراوسه چارواکو په دغې نښته کې د درېیو پولیسو وژل کېدل تایید کړي دي. د چارواکو په وینا، دغه نښته د یادې ولسوالۍ د فتح‌خېل پر پوستې له یوه موټر بم برید وروسته پیل شوې ده.

له بنو څخه د خيبرپښتونخوا د ولایتي اسمبلۍ غړي پښتون يار خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، دغه نښته د شنبې په ماخوستن نږدې ۹ بجې د فتح‌خېل پر پوستې د وسله‌والو له لوري له یوه موټر بم وروسته پیل شوې او لا هم روانه ده.

د نوموړي په وینا، یاده چادونه دومره زوروره وه، چې تر لرې ځایونو یې غږ اورېدل شوی دی.

پښتون يار زياته کړه، نښته اوس هم روانه ده او هغه ته تراوسه د درېیو پولیسو وژنه تاييد کړل شوې ده.

د بنو پوليس وايي، د پېښې ځای ته نور پوليس او امنيتي سرتيري روان دي او سیمه کلابنده شوې ده.

له دې سره سم، د يادې پېښې ترڅنګ پر کنګر پُل نومې پوستې هم برید شوی، خو له امله د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

په پښتونخوا کې د ډرون څرخکې په برید کې ۸ کسان ټپیان شوي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا سويلي ولسوالۍ بنو کې په يو ډرون بريد کې د څلورو ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي. پېښه د جمعې په شپه رامنځته شوې ده.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، پېښه د منډان پوليسو مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې او په پېښه کې ټپي شوي کسان د بنو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون چارواکو وويل، ټپيانو کې د شپږو او څلورو کالونو عمر لرونکو ماشومانو په ګډون دوه نورې ښځې او څلور تنه نارینه شامل دي.

امنیتي سرچینو وويل، د پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او د لټون عمليات یې پيل کړي دي.

په دې وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په جنوبي ولسواليو او قبايلي سيمو کې دغه ډول ډرون بريدونه ډیر شوي، او اکثر له پکې عام ملکي وګړي هدف ګرځي.

د جمعيت علمای اسلام سناتور عطاالرحمان: په خيبر پښتونخوا کې خوندي نه يو

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د جمعيت علمای اسلام «ف» ګوند سناتور عطاالرحمان د پاکستان سنا کې وویل، په خيبر پښتونخوا کې «موږ ځانونه خوندي نه ګڼو». هغه د تحريک انصاف ګوند پر ایالتي حکومت نيوکې وکړې، چې «نااهله» دی او د «واکمنۍ حق» یې له لاسه ورکړی دی.

د جمعيت علمای اسلام «ف» ګوند سناتور عطاالرحمان د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د دغه هېواد په سنا کې وويل: «په رڼا ورځ په چارسده کې مولانا ادريس وويشتل شو. هغه دومره ماهره کسانو ووېشتو، چې په ګاډي کې ناستو څلورو کسانو کې نور ټپيان شوي خو يوازې مولانا ادریس په‌کې ووژل شو».

هغه وويل، د پېښې په بله ورځ «موږ لاريون کولو، خو انتظامیې هڅه کوله چې موږ منع کړي».

هغه زياته کړه، هره اونۍ له داسې خواشينونکو پېښې سره مخ کيږو، «دا هيواد په کوم لور روان کړل شوی دی، موږ په خيبرپښتونخوا کې هره ورځ جنازې اوچتوو او اوس له دغه کار سره اموخته شوي يو».

سناتور عطاالرحمان زیاته کړه: «که زموږ ځواکونه موږ خوندي نه‌شي ساتلی نو بيا دوی اجازه لري چې پر مونږ مسلط پاتې شي»؟

هغه په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت هم نيوکې وکړې، چې په خپله ۱۳ کلنه دوره کې د مصونیت پر امنځته کولو نه‌دی بریالی شوی او په باور یې، یوازنی کار یې دا دی چې پر «فدرالي حکومت» پړه واچوي.

د خیبرپښتونخوا حکومت لا تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.