افراسیاب خټک: په بنو کې وروستۍ خونړۍ پېښه د پاکستان د ناکامې امنیتي تګلارې پایله ده

د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وایي، په بنو کې وروستۍ خونړۍ برید او د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې نورې مرګژوبلې د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلارې ناکامي په ډاګه کوي.
