بنو کې موټر بم او وسلهوال برید؛ درې پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم او وسلهوال برید له امله لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې چارواکي د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال نه ردوي.
