• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: روزګان کې د ۱۲ کلنې نجلۍ ۵۰ کلن سړي ته د اجباري نکاح مخه نیول شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱

د روزګان ولایت د امر بالمعروف ریاست وایي، محتسبینو یې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د هغه اجباري نکاح مخه نیولې چې غوښتل کېده د کورنۍ له خوښې پرته له یوه ۵۰ کلن سپین‌ږیري ته د پیسو په بدل کې واده کړل شي.

د یاد ریاست مسوولین وایي، دا قضیه د قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې او د نجلۍ د کورنۍ هغه هڅه ناکامه شوې چې غوښتل یې د پېسو په مقابل کې دغه نکاح ترسره کړي.

د امر بالمعروف مسوولینو ویلي، هېڅوک حق نه لري یو انسان د پیسو په بدل کې وپلوري او یا یې د خوښې پرته نکاح وکړي.

خو په سیمه کې ځینې ټولنیز فعالان او د بشري حقونو څارونکي وایي، د ماشومانو د اجباري ودونو پېښې په ډېرو مواردو کې د سخت اقتصادي فشار او بې‌وزلۍ له امله رامنځته کېږي، چې د کورنیو د ژوند د تامین نشتوالی یې یو مهم لامل بلل کېږي.

دوی زیاتوي، په داسې حال کې چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام لري او د ښځو پر عامه ژوند سخت قوانین وضع شوي، د ټولنیز پوهاوي پروګرامونه هم کمزوري پاتې دي، چې له امله یې د ورته پېښو د مخنیوي هڅې محدودې ګڼل کېږي.

بلخوا ځینې اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله کورنۍ کله ناکله سختو پرېکړو ته اړ کېږي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۴زرو ډیر کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۷۴ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۰۳۰ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۶۱ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۵کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۴۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۶کورنۍد اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال بنسټ(ریفیوجيز انټرنشنل) ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۱۴۶ زرو ډېر افغانان په جبري توګه ایستلي دي. دغه بنسټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې دغه بهیر سملاسي ودروي.

د ازبکستان د قره‌قالپاقستان پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له افغان لوري سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه پلاوی چې مشري یې امان‌بای اورین‌بایوف کوي، د دې وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراخېدو یې بحث کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې چې د ازبکستان دغه پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز اتصال په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

همداراز ویل شوي چې پلاوی به د سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته هم ولاړ شي، چیرې چې د ازبکستاني تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شي.

طالبان: له هلمند څخه ازبکستان او ایران ته د مالوچو صادرات پراخ شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، له هلمند ولایت څخه ازبکستان او ایران ته د مالوچو صادرات د پام وړ زیات شوي او تازه یې له ازبکستان سره د نږدې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د شاوخوا ۱۰ټنه مالوچو د صادراتو تړونونه لاسلیک شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عطا محمد اخلاقي ویلي، دغه تړونونه د هغه سفر پر مهال لاسلیک شوي چې نوموړي ازبکستان ته کړی و. د هغه په وینا، ازبکستان له افغانستان څخه د پنبې واردولو لپاره زیاته لیوالتیا ښودلې ده.

اخلاقي همداراز ویلي چې په هلمند کې د ایران له قونسل سره د سوداګرو له لیدنې وروسته تر دې دمه شاوخوا ۴۰ موټر پنبه ایران ته صادر شوې ده.

دا پرمختګ په داسې حال کې یاد شوی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام حنفي مخکې ویلي وو، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته له ۱۰۴ زره ټنو څخه زیات مالوچ صادر شوي دي.

د هغه په وینا، دغه صادرات پاکستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان، چین، هند، متحده عربي اماراتو، عراق، ترکیې او استرالیا ته ترسره شوي دي.

د کډوالو اداره: افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د بشري ناورین دوام ته لار هواروي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د کډوالو او بې‌ځایه شویو خلکو ملاتړې ادارې «ډیسپلېسټ انټرنېشنل» ویلي، د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز له پیلېدو ۱۶۹۴ ورځې تېرې شوې، خو لا هم میلیونونه نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې دي.

یادې ادارې د ایکس په خپل تازه پوسټ کې ویلي، «جنسیتي اپارتاید» په افغانستان کې د جبري کډوالۍ، اوږدمهاله بې‌وزلۍ، د ځوانانو د افراطیت، اقتصادي سقوط او دوامداره بشري ناورین له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

ادارې ټینګار کړی چې هېڅ هېواد نه شي کولی د خپل نفوس نیمایي برخه له ټولنې ګوښه کړي او بیا هم تلپاتې سوله او سوکالي ترلاسه کړي.

ډیسپلېسټ انټرنېشنل ویلي، افغان نجونې باید په ټولګیو کې وي، نه دا چې په چوپتیا، وېرې او انزوا کې ژوند ته اړې کړل شي.

دغه ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «جنسیتي اپارتاید» د نړیوالو قوانینو له مخې په رسمیت وپېژني او د پای ته رسولو لپاره یې بېړني اقدامات وکړي.

په افغانستان کې تر ۸۰سلنه ډېر پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د خوړو له ناورین سره مخ دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق او د تغذیې نړیوالې شبکې په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۸۳ سلنه هغه ماشومان چې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، په هغو کورنیو کې ژوند کوي، چې د خوړو له ناامنۍ او کمښت سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، چې سرحدي محدودیتونه او د بودجې کمښت د دې وضعیت د مهارولو پر وړاندې اساسي ستونزې بلل کېږي.

په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) خپور شوی راغلی، د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تغذیې نړیوالې شبکې او شریکانو یې په افغانستان کې تر ۹۴۵ زره ډېرو کسانو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته، خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دغو خدمتونو کې د لومړنۍ، منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ درملنه، د ماشومانو د پالنې اړوند سلا مشورې او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د غذایي مکملونو وېش شامل دي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې د بودجې د کمښت او نورو ستونزو له امله لا هم شاوخوا ۲۴۰ ولسوالۍ د تغذیې د پروګرامونو تر پوښښ لاندې نه‌دي راغلې.

د دغه راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د ډنګرۍ کچه د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو له ۹،۶ سلنې څخه د روان کال په همدې موده کې ۸،۵ سلنې ته راکمه شوې ده.

په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه لا هم په ۱۰ ولایتونو کې تر ۱۰ سلنې لوړه ښودل شوې، چې ډېری پېښې یې په هلمند او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.