په کندهار کې د یو شمېر سیمهییزو رسنیو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د لاسوهنو او محدودیتونو لهامله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، خو پر دې سربیره طالبانو پر هرې سیمهییزې راډیو «د باج په ډول» تبلیغاتي خپرونې چمتو کوي.
د دوی په وینا، طالبان د یاد کار په بدل کې هېڅ مالي امتیاز هم نه ورکوي.
په کندهار کې د یوې سیمهییزې رسنۍ مسوول د نوم نه اخېستلو په شرط ویلي، چې د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لهخوا په هره راډیو کې د ملا هبتالله د فرمانونو لپاره خپرونې ځانګړې شوې دي او د راډیو مسوولان مجبور دي چې له کوم قرارداد یا مالي امتیاز ترلاسه کولو پرته دغه خپرونې خپرې کړي.
د راډیو دغه مسوول وايي:«زموږ عاید مخکې د ځینو موسسو له اعلاناتو و، هغوی به د عامه پوهاوې لپاره ځینې خپرونې یا اعلانات راکول، بیا پر موسسو هم محدودیت ولګید، چې ورسره سم له دې لارې زموږ عایدات صفر شول. طالبان د خپل دولتي سیستم اعلانات په خپلو اړوندو رسنیو کې کوي او په موږ باندې هغه اعلانات په مفته کوي».
د سیمهییزو رسنیو مسوولان وايي، چې د عوایدو یوازینۍ سرچینه یې د ازاد بازار د اعلاناتو ده، خو د دغو اعلاناتو پر سر د طالبانو مالیه ملا ماتوونکې ده.
پر همدغه مهال په کندهار کې یو شمېر سیمهییز خبریالان وايي، چې رسمي دندې نه لري او یو شمېر یې د ځینو رسنیو سره په فریلانس ډول کار کوي.
یاد خبریالان وايي، چې طالبانو کاري ساحه پرې تنګه کړي ده او دوی اړ دي چې د هرې موضوع د راپور کولو لپاره لومړی د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه اجازه واخلي.
د یادو خبریالانو د معلوماتو لهمخې، طالبان په هر ولایت کې د خبریالانو، یوټیوب چینلونو او د ټولنیزو رسنیو د مشهورو کسانو کړۍ لري، چې له مسلکي او کارپوهو خبریالانو څخه طالبانو ته ډېر د ارزښت وړ دي.
پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه یوازې تر کندهار ولایت پورې نه دې محدود، بلکې په زابل، هلمند او ارزګان کې هم سیمهییزې رسنۍ او خبریالان له ورته ستونزو سره مخ دي.
دوی اندېښنه لري او وايي، چې که د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام پیدا کړي، ښايي مسلک ته تغیر ورکړي.
طالبانو تر دې دمه ددغو خبریالانو او رسنوالو د ادعاوو او شکایتونو په اړه څه نه دي ویلي.