په کندهار کې طالب مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند، ژېړۍ، پنجوايي او سپنبولدک ولسوالیو کې د ۴۷ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې دي. ځانمرګي بریدګر په افغانستان کې د تېر جمهوري دولت پر وړاندې د طالبانو تر ټولو مرګونې وسیله وه چې تر ډېره یې ولسي وګړي قربانیان وو.
طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د بهرنیانو په ګډون د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر وړاندې تر ډېره له ځانمرګو بریدګرو او بوشکهيي ماینونو استفاده کوله. په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکي خلک قربانیان کېدل.
دغه ډله چې په همدې تکتیکونو سره بیا ځلي واکمنه شوه، نو د ځانمرګو بریدګرو کورنیو شکایت درلود، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هیر شوي، خو د کندهار د شهیدانو او معلولینو ریاست لپاره د طالبانو رييس د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د دغه ولایت په میوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د ۱۷ ځانمرګو بریدګرو او په سپینبولدک ولسوالۍ کې د ۳۰ ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره تر کتنې وروسته له هغوی سره یوه اندازه نغدي مرستې هم کړې دي.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو نغدي مرستو د اندازې په تړاو څه نهدي ویل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وزارت په کندهار کې له ۳۹۶ وژل شویو مجرد طالبانو له کورنیو سره هم مرستې کړي، خو د اندازې په تړاو یې څه جزییات نهدي ورکړل شوي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه ولسي وګړي وژل شوي او دوی هم له طالبانو سربېره له نړۍوالو بنسټونو د عدالت غوښتنه لري.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ هم د طالبانو په ځينو نظامي قطعاتو کې د ځانمرګو ځانګړې قطعې لا هم فعالې دي.
بل لور ته طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، ۵ نور خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي.
په دغو پنځو خبریالانو کې حمید فرهادي، عزیز وطنوال، شکېب احمد نظري، محمد بشیر هاتف، ابوذر صارم سرپلی شامل دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو لهمخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.