بنو کې پر امنيتي پوستې خونړی بريد؛ د وژل شو سرتیرو شمېر ۱۲ ته ورسېد

د خيبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتحخېل سيمه کې د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې په خونړي موټربم بريد کې لږ تر لږه ۱۲ پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. چارواکي وايي، د زورورې چاودنې له امله ټوله پوسته نړېدلې او يو شمېر سرتېري تر ملبې لاندې بند پاتې دي.
