• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران‌انټرنشنل د نړیوالو ډیجیټلي رسنیو په جایزو کې څلور مهمې جایزې وګټلې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د نړیوالو ورځپاڼو د خپروونکو ټولنې (WAN-IFRA) د اعلامیې له مخې، د منځني ختیځ د ډیجیټلي رسنیو د۲۰۲۶ کال سیالیو کې د ایران‌اینټرنشنل بېلابېلې پروژې بریالۍ اعلان شوې. په دغو پروژو کې «میډیا بات»، د «ښځه، ژوند، ازادي» کمپاین او نورو په بېلابېلو برخو کې جایزې ګټلې.

د «زن، زنده ګی، ازادي» کمپاین د یوې خبري نښې لپاره د غوره بازارموندنې جایزه ترلاسه کړې ده. د پرېکړه کوونکو په وینا، دا پروژه دنوښت ، اغېز او پراخو مخاطبینو له امله ستایل شوې.

«۱۲ ورځنۍ جګړه کې د اسراییل د اهدافو تعاملي نقشه» پروژې بیا د «غوره ډیټا ویژوالیزېشن» په برخه کې جایزه ګټلې ده. دا پروژه د بیلابیلو سرچینو د معلوماتو په کارولو سره پېښې په متقابل ډول په نقشه کې ښيي.

«میډیا بات» چې د ایران‌انټرنشنل ټیلیګرام رباټ دی، په دوو برخو کې «نوښتګر ډیجیټلي جوړښت» او «د لیدونکو سره غوره تعامل» جایزې ګټلې دي. دغه ربات د کاروونکو لپاره د خبرونو او څو رسنیزو محتواوو د لاسرسي د اسانتیا لپاره جوړ شوی چې دا پروژه هم د نړیوالې سیالۍ مرحلې ته رسېدلې ده.

د WAN-IFRA نړیوالو جایزو وروستۍ پایلې به روان زیږدیز کال په جون په میاشت کې د فرانسې په مارسی ښار کې د نړیوالې رسنیزې غونډې پر مهال اعلان شي.

یاد سازمان د نړۍ له سترو او معتبرو رسنیزو بنسټونو څخه ګڼل کېږي چې زرګونه خپرندویان او خبري ادارې یې په نړیواله کچه استازیتوب کوي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

•
•
•

نور کیسې

خان‌یونس او المغازي کې اسراییلي بریدونه؛ درې فلسطینیان وژل شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
خان‌یونس او المغازي کې اسراییلي بریدونه؛ درې فلسطینیان وژل شوي
100%

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي، چې د حماس تر ادارې لاندې د پولیسو د جنايي څانګې یو لوړپوړی مسوول او د هغه مرستیال هم پکې شامل دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند د نازک وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتوي، ځکه په غزه کې له اوربند سره سره تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

روغتیايي سرچینو ویلي، یو برید د غزې د المغازي کډوالو په کمپ کې شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی، او بل برید د خان‌یونس په ښار کې د حماس تر ادارې لاندې د جنايي پولیسو مشر وسام عبدالهادي او د هغه مرستیال په نښه کړي دي.

تر اوسه د اسراییلو پوځ د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې اسراییلو په وروستیو کې د غزې د حماس تر ادارې لاندې د پولیسو پر مرکزونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې که څه هم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اوربند اعلان شوی، خو اسراییلي بریدونه نږدې هره ورځ دوام لري.

د غزې د روغتیايي ادارو د معلوماتو له مخې، د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۸۵۰ فلسطینیان وژل شوي، په داسې حال کې چې اسراییل وایي په همدې موده کې وسله‌والو د دوی څلور سرتېري وژلي دي.

اسراییل او حماس دواړه یو بل د اوربند په نقض تورنوي. د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې راهیسې تر اوسه له ۷۲ زرو او ۵۰۰څخه زیات فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

طالبانو د قره‌قالپاقستان له پلاوي سره د سل میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
طالبانو د قره‌قالپاقستان له پلاوي سره د سل میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه کړي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت له پلاوي سره یې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه تړونونه د قره‌قالپاقستان د عالي شورا د رییس امان‌بای اورین‌بایوف د سفر پر مهال په کابل کې د سوداګریز اتصال او تجارتي همکاریو د کنفرانس په پای کې لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د چارواکو په خبره، دا هوکړې د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ له پراخو خبرو او بحثونو وروسته نهايي شوې دي.

په دغه تړونونو کې د اوړو د فابریکو جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردات شامل دي، همداراز د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو لکه مڼو، انارو، کچالو او زیرې صادرات هم په کې ځای لري.

د اندونیزیا ژغورونکي د سختو اورغورځونو ترمنځ د دوو سنګاپوریانو په لټه کې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
د اندونیزیا ژغورونکي د سختو اورغورځونو ترمنځ د دوو سنګاپوریانو په لټه کې دي
100%

د اندونیزیا چارواکي وایي، د «دوکونو» اورغورځونکو له چاودنې وروسته د دوو ورکو شوو سنګاپوري غرختونکو د لټون عملیات د پرله‌پسې اورغورځونو او سخت باران له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ژغورنې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۵۰ ژغورونکي او دوه حرارتي ډرونونه د پلټنې په عملیاتو کې بوخت دي، خو د اورغورځنګ دوامداره فعالیت د عملیاتو مخه ټکنۍ کړې ده.

چارواکو ویلي، ژغورونکو د ورکو شوو کسانو شکمن بکسونه موندلي او وېره شته چې هغوی مړه شوي وي.

په دې پېښه کې تر دې دمه د یوه اندونیزیايي غرختونکي مړینه تایید شوې او ۱۷ نور کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

د ازبکستان د قره‌قالپاقستان پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۱
د ازبکستان د قره‌قالپاقستان پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی
100%

د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له افغان لوري سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه پلاوی چې مشري یې امان‌بای اورین‌بایوف کوي، د دې وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراخېدو یې بحث کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې چې د ازبکستان دغه پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز اتصال په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

همداراز ویل شوي چې پلاوی به د سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته هم ولاړ شي، چیرې چې د ازبکستاني تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شي.

روبيو له قطري لومړي وزیر سره پر امنیتي همکاریو او د منځني ختیځ پر ثبات خبرې کړې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱
روبيو له قطري لومړي وزیر سره پر امنیتي همکاریو او د منځني ختیځ پر ثبات خبرې کړې دي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، دفاعي همکاریو او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه کې روبيو د بېلابېلو مسایلو په برخه کې د قطر له همکارۍ مننه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو د قطر د دفاعي ملاتړ، د ګډو امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د نږدې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې واشنګټن او دوحه غواړي د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.