خانیونس او المغازي کې اسراییلي بریدونه؛ درې فلسطینیان وژل شوي

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي، چې د حماس تر ادارې لاندې د پولیسو د جنايي څانګې یو لوړپوړی مسوول او د هغه مرستیال هم پکې شامل دي.
