• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د خبریالانو د نیولو په نوې څپه کې د رسنیو درې کارکوونکي نیولي او یوشمېر نور یې ګواښلي دي. یاد مرکز پر دغه پېښو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د پیګرد خبري‌اژانس خبریال جاوید نیازی، د طلوع‌نیوز خبریال منصور نیازی او عمران دانش د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوي او تراوسه یې برخلیک ناروښانه دی.

یاد مرکز دا هم ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې درې نور خبریالان د طالبانو له‌خوا ګواښل شوي؛ خو دوی یې د امنیتي اندېښنو له امله جزییات نه‌دي‌ ورکړي. یاد مرکز په افغانستان کې د خبریالانو د نیونې او ګواښونو د نوې څپې په اړه اندېښنه ښودلې او له واکمنو یې غوښتي، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.

یاد مرکز زیاته کړې: «موږ غوښتنه کوو، چې تازه نیول شوي او نور زنداني خبریالان خوشې او اجازه ورکړل شي چې هغوی له خپلو حقونو په سمه توګه او د نیولو او ګواښ له وېرې پرته ګټه واخلي».

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

روغتیايي مرکزونو ته د طالبانو خبرداری: په خپلو مرکزونو کې له «اختلاط» څخه ډډه وکړئ

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښار له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره په «اصلاحي» کتنو کې هغوی ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو مرکزونو له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي. دغه وزارت د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله لیکلي،چې هېڅ چاته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنه‌کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابل د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست محتسبینو د کابل ښار د ۵۰ روغتیايي مرکزونو له مسوولینو سره «اصلاحي» ناسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، محتسبینو دیادو روغتیایي مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې په خپلو چارو کې له شته منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شویو سپارښتنو په پلي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، چې له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي او همداراز یې ویلي: « دغه راز مسوولینو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیول شي او د داسې کړنو له کولو ډډه وشي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي».

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په خبرپاڼه کې د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې هېچا ته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنه‌کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د روغتیایي برخې مسوولینو د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه همغږي او د محتسبینو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې په یاده برخه کې غیر شرعي کړنې تر سره کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو منع شوې او په دې سره له نږدې پنځو کلونو راهیسې هېڅ ښځينه ډاکټره له پوهنتون او طبي انسټیټیوټ څخه نه‌ده فارغه شوې او په دې موده کې د طبي شورا له لوري له طبي پوهنتونونو له یوې ښځینه فارغې ازموینه نه‌ده اخیستل شوې، څو په عملي او رسمي توګه د درملنې چارې پر مخ یوسي.

د چارو د شنونکو په وینا، د طالبانو دغو پالیسیو ته په کتو یونېسف خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د شنونکو په باور، په داسې شرایطو او د طالبانو پالیسیو ته په کتو ښځينه ناروغه اړه ده، چې نارینه ډاکټر ته مراجعه وکړي او نارینه ډاکټر هم باید د خپلې وجیبې له‌مخې، له ښځينه ناروغې سره د ناروغۍ د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي او په وینا یې، که دا «اختلاط» وي، خو دغه اختلاط ته طالبانو په خپله زمینه برابره کړې ده.

په دیني او ټولنیزو بحثونو کې د «اختلاط» اصطلاح د نارینه او ښځو ترمنځ د شرعي یا قانوني حجاب او پولو پرته ناستې ولاړې ته ویل کېږي.

که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه‌وای اوس به ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو پر بنسټ، که طالبان نه‌وای نو په تېرو پنځو کلونو کې به د طبي پوهنتونونو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې.

افغانه کډواله سوک‌وهونکې فاطمه جعفري د «بلوچستان لپاره سوله» سیالیو اتله شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سوک‌وهنې افغانه کډواله لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک‌وهنې په څانګه کې د «بلوچستان لپاره سوله» په نوم سیالیو کې د اتلولۍ لقب خپل کړ.

دغه سیالۍ د پاکستان د کویټې په ښار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ټاکل شوې وه چې فاطمه جعفري د اتلولۍ د ملابند لپاره له یوې پاکستانۍ سیالې سره لوبه وکړي، خو د هغې د نه حاضرېدو له امله سیالي ترسره نه شوه.

لوبڅارانو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه ګډون له امله بریا افغانې لوبغاړې ته ورکړه او د اتلولۍ ملا‌بند یې د فاطمې جعفري په نوم اعلان کړ.

فاطمه جعفري تر دې دمه په خپلو مسلکي سیالیو کې دوه بریاوې لري او دا یې دوهم د اتلولۍ ملا‌بند بلل کېږي. هغه د پاکستان مېشت افغان روزونکي بسم‌الله تاصیح تر روزنې لاندې د «فجر سوک وهنې اکاډمۍ» کې تمرین کوي.

نوموړې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا بریا یې د سختو تمرینونو، ستړیا او رواني فشارونو له لارې ترلاسه کړې او ویلي یې دي چې دا اتلولۍ د هغې د اوږدې مبارزې پایله ده.

فاطمه جعفري زیاتوي چې دا لاسته راوړنه یې د سوک‌وهنې کور «فجر» ته ډالۍ کړې ده.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د ښځو پر سپورتي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او ښځینه ورزشکاران له ډېرو رسمي لوبو او ملي لوبډلو څخه بې‌برخې شوي دي.

طالبان له ترکمنستاني پلاوي سره کتنه کې: د تورغونډۍ بندر د ۲۴ ساعته کېدو طرحه باید عملي شي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار له یوه ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې ویلي، د تور غونډۍ بندر د ۲۴ ساعته کېدو طرحه باید ژر تر ژره عملي شي. طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ له پرېکون وروسته د منځنۍ اسیا پر هېوادونو او ایران تکیه ډېره کړې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نوراحمد اسلام‌جار له یوه ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې د تورغونډۍ بندر د ۲۴ ساعته کېدو د بهیر پر پیاوړتیا، په دغه بندر کې د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ۱۲۵۰ مترو اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو او د تخنیکي مانورونو ترسره کولو لپاره د دوو لوکوموتیفونو پر لېږد خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: «هڅې باید لا ګړندۍ شي څو د تورغونډۍ بندر ۲۴ ساعته کېدل ژر عملي بڼه خپله کړي».

د طالبانو یاد والي همداراز غوښتنه وکړه، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او ټرانزیټي چارې پراخې او پیاوړي شي او په دې برخه کې یې د هرات د ولایتي ادارې بشپړ چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له پاکستان سره د شخړو او نښتو له امله د هر ډول سوداګرۍ له پریکون وروسته پر منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران سوداګریزه تکیه ډېره کړې ده.

د طالبانو قاضي القضات: هیچاته اجازه نشته چې په خپل سري ډول کوم مجرم ته سزا ورکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د طالبان قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په بلخ کې له امنیتي او ملکي طالب چارواکو سره په غونډه کې ویلي، هېچا ته اجازه نشته چې په خپل سر کوم مجرم ته سزا ورکړي. په داسې حال کې چې هره ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې د دغه ډلې د وسله والو له لوري د خپل سري نیونو او سزاوو راپورونه خپرېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې تورن کسان باید اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي، څو د اسلامي شریعت له مخې ورته سزا وټاکل شي. هغه همداراز ویلي چې له بندیانو او مجرمینو سره هر ډول ظلم او ناوړه چلند د منلو وړ نه دی.

خو د حقاني دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له بېلابېلو ښارونو او ولسوالیو څخه د طالبانو د غړو له لوري د خلکو د وهلو، سپکاوي، خپل‌سرو نیونو او عامه سزاوو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې څو ځله داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې طالب ځواکونه خلک په واټونو، بازارونو او امنیتي پوستو کې وهي او یا یې له قانوني بهیر پرته مجازات کوي. په ځینو مواردو کې شکمن کسان د خلکو مخې ته د درو په سزا هم وهل شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د بشري حقونو فعالان او د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د عدلي او قضايي بهیر روڼتیا کمه شوې او ډېری نیونې او سزاوې د قانوني مدافع وکیل، علني محاکمې او خپلواکې څارنې پرته ترسره کېږي.

منتقدان وایي، که څه هم طالب چارواکي وخت ناوخت د خپل‌سرو کړنو د مخنیوي خبرې کوي، خو په عملي ډګر کې د طالب امنیتي ځواکونو له لوري د تاوتریخوالي، زور زیاتي او سپکاوي پېښې لا هم دوام لري او تر اوسه د دغو مواردو د جدي حساب‌ورکونې څرک نه لیدل کېږي.

د طالبانو قاضي القضات په خپلو خبرو کې همداراز له چارواکو غوښتي چې له خلکو سره نرم او اسلامي چلند وکړي او د بیت‌المال په ساتنه کې امانتداري مراعت کړي.

یوناما: د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د میندو رول بنسټیز دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د مور نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان او نړۍ کې د میندو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د هغوی ونډه اساسي او مهمه ده.

یوناما د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، پر خواله رسنیو کې لیکلي چې نن او د کال په نورو ټولو ورځو کې په افغانستان او ټوله نړۍ کې له میندو د هغوی د «بې‌قیده مینې، ځواک او قربانیو» له امله مننه کوي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د میندو پاملرنه، زغم او ژمنتیا د سوله‌ییزو ټولنو د جوړېدو بنسټ جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼې میندې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کورني تاوتریخوالي په ګډون له بېلابېلو فشارونو سره ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر ښځې او میندې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي او مناسبو روغتیايي خدمتونو ته محدود یا هېڅ لاسرسی نه لري.

همداراز بې‌وزلي، لوږه او د راتلونکي په اړه اندېښنو د ډېرو میندو ورځنی ژوند لا سخت کړی او هغوی یې له رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړې دي.