• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي چې د پنبې سوداګري د کوکنارو د کر ښه بدیل کیدای شي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر ویلي چې د (جیکا) ادارې په ملاتړ یې د افغانستان د سوداګرو یو پلاوی ازبکستان ته لېږلی، چې د پنبې صنعت په برخه کې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر ځای د پنبې کرنه د دوامدار بدیل په توګه وده وکړي.

یو اېن او ډي سي په خپل راپور کې ویلي چې په دغه سفر کې افغان سوداګرو او متخصصینو د ازبکستان له حکومتي ادارو، د پنبې له بزګرانو، د ټوکرانو دصنعت ټولنو، سوداګرۍ خونې او خصوصي شرکتونو سره لیدنې وکړې او د پنبې د تولید، پروسس او سوداګرۍ د پراختیا پر امکاناتو وغږېدل.

ازبکستاني شرکتونو د افغان سوداګرو له خوا وړاندې شوي نمونې مثبتې بللې دي او د افغان پنبې کیفیت یې ستایلی دی.

د یاد دفتر په وینا، د دواړو لوریو د سوداګرو تر منځ په لومړیو کې د ۱۰۰ تر ۳۰۰ ټنو پورې پنبې د پېرلو احتمال یاد شوی، خو د راتلونکي لپاره لسګونو زرو ټنو ته ددې کچې د لوړولو امکان هم مطرح شوی دی.

همداراز ازبک لوري د تخنیکي همکارۍ ژمنه کړې، چې د تخمونو اصلاح، د بزګرانو روزنه، د لابراتوار ازموینې او د اوبو لګولو عصري لارې پکې شامل دي.

د جیکا استازي ویلي چې پنبه به په افغانستان کې د قانوني عاید یوه مهمه سرچینه وګرځي او د کوکنارو د بدیل په توګه مهم رول لري.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د بنو برید په تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر ته رسمي اعتراض لیک سپارلی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت شارژدافیر ته د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسوپر یوې پوستې د برید په اړه خپل احتجاح لیک سپارلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسله‌والو له خوا پلان شوی چې ددوی په وینا، «په افغانستان کې مېشت دي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو شارژدافیر ته ویلي، چې «د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو حضور او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو دوام د جدي اندېښنې وړ دی او اسلام اباد خپل حق ګڼي چې د دې برید د عاملانو پر ضد غوڅ ګام واخلي».

یاد وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې او نورو نړیوالو ادارو راپورونه هم تاییدوي چې «په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې موجودې دي او هلته د فعالیت نسبي ازادي لري».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسلام اباد یو ځل بیا له افغان طالبانو غوښتي چې د وسله والو ډلو پر ضد «عملي، واضح او د تایید وړ» اقدامات وکړي.

اسلام اباد دغه راز په خپله اعلامیه کې ویلي چې له څو پړاوونو خبرو او د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب له هڅو سره سره، افغان طالبانو تر اوسه د دې ډلو پر ضد عملی اقدام نه دی کړی.

پاکستان په پای کې خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي او ددوی په وینا، ترهګرې ډلې په افغان خاوره کې پناه ولري، نو اسلام اباد به د خپل ملي امنیت او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره لازم او قاطع اقدامات وکړي.

طالبانو په رسمي ډول ددې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو کابل د پاکستاني وسله والو مساله د اسلام اباد کورنۍ ستونزه ګڼي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور او د نورو خلاف د افغان خاورې کارول ردوي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او سره له دې چې دواړو خواوو په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو دغو خبرو تراوسه پاموړ پایله نه ده ور کړې.

ذبیح الله مجاهد: پاکستان دې په خپله خاوره کې د وسله والو عملیاتو او تحرکاتو مخه ونیسي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کاریږي. نوموړي له پاکستان غوښتي، چې په خپله خاوره کې دې د وسله والو عملیاتو او تحرکاتو مخنیوی وکړي.

طالبانو ته نژدې رسنیو نن دوشنبه، د غويي پر ۲۰مه ددې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو غږېږ کلیپ خپور کړی دی.

مجاهد په دې غږیږ پیغام کې د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د تېرې ورځې څرګندونې رد کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

نوموړي وویل:« اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد پر ضد وکارول شي او دا د امارت د ستراتیژۍ یوه برخه ده.»

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د پاکستان او هند ترمنځ د څلور ورځنۍ جګړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت وویل چې ترهګري د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیږي او طالبان باید "د ترهګرۍ مرکزونه" له منځه یوسي.

هغه په ​​راولپنډۍ کې د خبرو پر مهال وویل چې "هند، د جګړې په ډګر کې له ناکامۍ وروسته، د ترهګرۍ د ملاتړ خپلې زړې پالیسۍ ته راستون شوی دی."

اندېشه: د حساب ورکونې له لارې د افغانستان د راتلونکې سولې او پخلاینې بنسټ اېښودل کېږي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وایي، په افغانستان کې حساب ورکول باید یوازې د عدالت د ترلاسه کولو وسیله ونه ګڼل شي، بلکې دا د حقیقت منلو، د تېرو پېښو د ثبت او د ملي پخلاینې لپاره یو اساسي شرط دی.

اندېشه زیاتوي، چې د تېر سیاسي انتقال په پړاوونو کې، په ځانګړي ډول د ۲۰۰۱م کال وروسته، یوه مهمه نیمګړتیا دا وه چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د ثبت او څېړنې لپاره یو خپلواک او باوري میکانیزم موجود نه و.

دده په باور، له همدې امله قربانیانو ته د پېژندنې حق ورنه کړل شو او ټولنه له یو ګډ تاریخي او واقعي ثبت څخه بې برخې پاتې شوه.

هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د خپلواک څېړنیز میکانیزم (IIM A) جوړېدل د همدې تشې د ډکولو لپاره یو مستقیم او مهم ګام دی. دده په وینا، دا میکانیزم کولی شي د بشري حقونو د سرغړونو هر اړخیز، بېطرفه ثبت او تحلیل وکړي.

اندېشه د مې ۱۱–۱۲، ۲۰۲۶ نېټه په جنیوا کې د «حساب ورکونې، حقیقت او ملي پخلاینې د بنسټونو په توګه د افغانستان د اساسي قانون د حاکمیت د بیا رغولو» تر سرلیک لاندې د جوړ شوي ورکشاپ یادونه کړې ده او دا یې یو لومړنی خو مهم ګام بللی چې حساب ورکول د عدالت، سولې او اساسي قانون د حاکمیت له پراخ چوکاټ سره تړي.

اندیشه وایې موخه دا ده چې یو باوري او هر اړخیز بحث فورم رامنځته شي، څو بېلابېل نظرونه په رغنده ډول وڅېړل شي او د دوامدارې همکارۍ او راتلونکو خبرو لپاره زمینه برابره شي.

طالبان د ازبکستان پولې ته نږدې ځانګړې اقتصادي زون جوړوي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۱

طالبانو د ازبکستان له پولې سره نږدې په حیرتان سرحدي بندر کې د ځانګړې اقتصادي زون د جوړولو لپاره دوه زره هکټاره ځمکه بېله کړې ده. طالب چارواکي وايي، دغه اقتصادي زون به د پانګونې د پروژو د پراختیا، صنعتي فعالیتونو د ودې او د سرحدي سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.

دا اقدام د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د قره‌قلپاقستان د عالي شورا د مشر امان بای اورینبایف ترمنځ په مزار شریف کې د یوې ناستې پر مهال اعلان شوی دی.

د راپور له مخې، دا پلان شوی اقتصادي زون به د پانګونې د پروژو د پراختیا، صنعتي فعالیتونو د ودې او د سرحدي سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.

طالب چارواکو ازبک پانګوالو ته هم بلنه ورکړې چې په دې پروژه کې ګډون وکړي او د هغې په پراختیا کې ونډه واخلي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ازبکستان د قره‌قالپاقستان خودمختاره جمهوریت له پلاوي سره د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه تړونونه د قره‌قالپاقستان د عالي شورا د رییس امان‌بای اورین‌بایوف د سفر پر مهال په کابل کې د سوداګریز اتصال او تجارتي همکاریو د کنفرانس په پای کې لاسلیک شول.

د طالبانو د چارواکو په وینا، دا هوکړې د دواړو لوریو د خصوصي سکتورونو ترمنځ له پراخو خبرو او بحثونو وروسته شوې دي.

په دغه تړونونو کې د اوړو د فابریکو جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردات شامل دي.

همداراز د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو لکه مڼو، انارو، کچالو او ځیرې صادرات هم پکې دي.

طالبانو له پاکستان سره د اړیکو له ترینګلتیا او د سوداګریزو لارو تر بندېدو وروسته له ازبکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

ایران: له طالبانو سره د «محلي ډیپلوماسۍ» په پایله کې د هلمند سیند د اوبو جریان باثباته شوی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان چارواکي وايي، چې د «محلي دیپلوماسۍ» له لارې او د افغانستان په نیمروز ولایت کې له طالبانو سره د سرحدي خبرو په پایله کې د هلمند سیند د اوبو جریان باثباته شوی او د سیستان سیمې ته اوبه ور روانې دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د ودانیزو چارو د همغږۍ مرستیال عطاءالله اکبري ویلي، چې له افغانستان سره د محلي خبرو او سرحدي تعامل له لارې داسې یو مثبت تفاهم رامنځته شوی چې د اوبو جریان یې منظم کړی او اوس دا اوبه د سیستان خواجه غر سیمې ته هم رسېږي.

د نوموړي په وینا، دا اوبه به د څاه ګانو، کرنیزو ځمکو او وچکالۍ ځپلو سیمو د بیا رغونې په برخه کې وکاریږي.

هغه زیاته کړه چې له تېر کال راهیسې له نیمروز ولایت سره اوږدې خبرې شوې دي او د طالبانو د محلي چارواکو مثبت دریځ د دې لامل شوی چې د روان کال په پیل کې اوبه سیستان ته داخلې شي او بهیر یې دوام ومومي.

د هغه په وینا، که څه هم شته اوبه اوږدمهاله وچکالي بشپړه نه شي جبران کولای، خو روان تعامل د راتلونکي لپاره د اوبو د دوامدار جریان زمینه برابرولی شي.

اکبري وویل چې د اوبو مدیریت د یاد ولایت د چارواکو لپاره لومړیتوب لري او هره ورځ څو غونډې د دې لپاره کېږي چې اوبه په عادلانه ډول وویشل شي.

هغه همدارنګه وویل چې اوبه اوس کانالونو ته داخلې شوې او ځینې برخې یې د سیستان سیند، شیردل او ګل‌رود لور ته هم برابریږي او پلان دا دی چې دا جریان تر راتلونکو دوو تر دریو اونیو دوام وکړي، څو د کرنې او بڼوالۍ وضعیت ښه شي او د اوبو زېرمې هم لوړې شي.