• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیول: هرمز تنګي کې د سویلي کوریا په کښتۍ کې اورلګېدنه د بهرنیو بریدونو له امله وه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱

سویلي کوریا اعلان کړی، چې هرمز تنګي کې د دغه هېواد په یوې بار وړونکې کښتۍ کې اورلګېدنه د بهرنیو بریدونو له امله رامنځته شوې ده. بلومبرګ خبري شبکې لیکلي: «دا د یادې پېښې په اړه د سیول لومړنۍ څرګندونې وې؛ خو دا چې دغه برید د چا له‌خوا شوی، په دې اړه یې له څه ویلو ډډه کړې ده».

د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی څېړنو ښودلې چې توغندیو ته ورته دوه «ناپېژندل شوي هوايي شیان» د غویي په ۱۴مه د نامو کښتۍ په پورتنۍ برخه ولګېدل.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

بنیامین نتنیاهو: د ایران د حکومت سقوط ممکن دی خو تضمین شوی نه دی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې په ایران کې د حکومت کمزوري کېدل یا سقوط کولی شي په سیمه کې د دغه هېواد د نیابتي ځواکونو د شبکې د پاشل کېدو لامل شي، خو دا بدلون حتمي نه دی.

نوموړي دا څرګندونې د امریکایي ټلویزیوني خپرونې «۶۰دقیقې» سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل: «ممکنه ده؟ هو. تضمین شوی دی؟ نه.»

د هغه دا لومړنۍ تلویزیوني مرکه له یوې امریکایي رسنۍ سره وروسته له هغه کړې چې د ایران پر وړاندې وروستۍ جګړه پیل شوې وه. هغه زیاته کړه چې دغه جګړه که څه هم «سترې لاسته راوړنې» لري، خو لا پای ته نه ده رسېدلې.

د هغه په وینا، د ایران د اټومي پروګرام ځینې برخې لا هم پاتې دي چې باید له منځه یوړل شي، په ځانګړي ډول غني شوي یورانیم، د غني کولو تاسیسات، د بالستیک توغندیو پروګرام او د نیابتي ځواکونو ملاتړ.

نوموړي وویل: «موږ ډېر څه کمزوري کړي، خو ټول نه دي ختم شوي او لا هم کار ته اړتیا ده.»

نتنیاهو ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي او پوځي وړتیاوو مهارول د اسراییل لپاره لا هم اساسي هدف پاتې دی، او د هغه په وینا د جګړې پای لا نه دی معلوم.

نیویارک ټایمز: د تیلو بیې درې سلنه لوړې شوي چې نړیوال بازارونه یې اغیزمن کړي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې پر طرحې د توافق نه‌رامنځته کېدو وروسته، د تیلو نړیوالې بیې لوړې شوي او د ونډو د بازار د راتلونکو معاملو ارزښت راټیټ شوی دی.

د راپور له مخې، د برنټ خام تیل، چې د نړۍ د نفتو مهم معیار بلل کېږي، د یکشنبې په ماښام تر درې سلنه ډېر لوړ شوی او د هر بېرل بیه یې له ۱۰۴ډالرو اوښتې ده.

همداراز د امریکا د نفتو معیار «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» هم تر درې سلنه زیات لوړ شوی او د هر بېرل بیه یې له ۹۸ډالرو لوړه شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې د تیلود بیو له لوړېدو سره سره، په امریکا کې د پټرولو بیه شاوخوا یو سنټ راکمه شوې او د عادي پټرولو د هر ګیلن اوسطه بیه ۴.۵۲ډالرو ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، د ایران د جګړې له پیل راهیسې په امریکا کې د پټرولو بیې ۵۲سلنه لوړې شوې دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې د پټرولو بیې معمولاً د خامو نفتو له بازار سره هم‌مهاله بدلون نه کوي او زیاتره وخت د نرخونو د لوړېدو یا ټیټېدو اغېز څو ورځې وروسته څرګندېږي.

په ورته وخت کې د ډیزلو اوسطه بیه هم د یکشنبې په ورځ پر ۵.۶۵ډالرو ثابته پاتې شوې، خو د جګړې له پیل راهیسې یې شاوخوا ۵۰سلنه زیاتوالی کړی دی.

یوناما: د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د میندو رول بنسټیز دی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د مور نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان او نړۍ کې د میندو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د سوله ییزو ټولنو په رامنځته کولو کې د هغوی ونډه اساسي او مهمه ده.

یوناما د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، پر خواله رسنیو کې لیکلي چې نن او د کال په نورو ټولو ورځو کې په افغانستان او ټوله نړۍ کې له میندو د هغوی د «بې‌قیده مینې، ځواک او قربانیو» له امله مننه کوي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د میندو پاملرنه، زغم او ژمنتیا د سوله‌ییزو ټولنو د جوړېدو بنسټ جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼې میندې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کورني تاوتریخوالي په ګډون له بېلابېلو فشارونو سره ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر ښځې او میندې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي او مناسبو روغتیايي خدمتونو ته محدود یا هېڅ لاسرسی نه لري.

همداراز بې‌وزلي، لوږه او د راتلونکي په اړه اندېښنو د ډېرو میندو ورځنی ژوند لا سخت کړی او هغوی یې له رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړې دي.

سعودي عربستان پر اماراتو، قطر او کویټ بریدونه وغندل

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر متحده عرب امارات، قطر او کویټ د بریدونو غندنه کړې او دا یې د دغو هېوادونو د خاورې او ځمکنيو اوبو پر ضد «خیانت‌کارانه هدف ګرځول» بللي دي.

د اماراتو دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ریاض د خلیج د «وروڼو هېوادونو» له ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د خپل امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره یې ترسره کوي.

سعودي عربستان همداراز د خلیج هېوادونو پر خاورې او ځمکنيو اوبو د «ښکاره تېریو» د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګی د تړلو یا په نړیوالو اوبیزو لارو کې د ګډوډۍ هر ډول هڅې باید ودرول شي.

ریاض په ورته وخت کې د نړیوالو سمندري لارو د خوندیتوب پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د سمندري تګ‌راتګ ازادي خوندي پاتې شي.

العربیه: د مذاکراتو د بریا په صورت کې به غني شوي یورانیم له ایران څخه ولېږدول شي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

العربیه شبکې د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران له لوري امریکا ته په ورکړل شوي ځواب کې د غني شویو یورانیمو برخلیک د مذاکراتو له بریا سره تړل شوی او که د تهران او امریکا ترمنځ خبرې بریالۍ شي، نو غني شوي یورانیم به له ایران څخه بهر ولېږدول شي.

د راپور له مخې، «د ایران د غني شویو یورانیمو ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي.»

العربیه د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د ایران د اټومي تاسیساتو د ړنګولو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی، خو دغه تاسیسات به داټومي انرژۍ نړیوال اژانس تر څار لاندې وي.

د سرچینو په وینا، د ایران د یورانیمو د امریکا پرته بل هېواد ته د لېږد احتمال ډېر دی، خو له هېواده بهر د غني شوي یورانیم لېږد د باور جوړونې لپاره وخت او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

العربیه همداراز راپور ورکړی چې تر اوسه د پاکستاني منځګړي له لارې امریکا کوم رسمي ځواب نه دی سپارلی.

بل‌خوا دایران دولتي اژانس تسنیم، چې سپاه پاسداران ته نږدې بلل کېږي، د یوه باخبره سرچینې له قوله ویلي، هغه راپورونه چې د ایران او امریکا د مذاکراتو د وړاندیز شوي متن په اړه خپاره شوي، «له واقعیت سره سمون نه لري» او د اټومي موادو اړوند ادعاوې یې رد کړې دي.