دغه غونډه، چې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري تنظیم شوې، هڅه کوي د جغرافیایي نږدېوالي او تاریخي سوداګریزو لارو پر بنسټ اړیکې له سیاسي خبرو څخه عملي اقتصادي تړونونو ته واړوي.
د غونډې په اجنډا کې درې محوري موضوعات شامل دي چې د خوراکي توکو او انرژۍ منظم صادرات او واردات، د ګمرکي او فیتوسانیتاري (د نباتي روغتیا او قرنطین) کړنلارو ساده کول او د داسې مالي میکانیزمونو رامنځته کول دي، چې د دواړو خواوو سوداګرۍ ته ثبات ورکړي.
د غونډې د اجنډا له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، د دې غونډې تر ټولو مهم تمرکز افغانستان ته د یو ستراتیژیک ترانزیټي دهلېز په توګه کتل دي. په رسمي اسنادو کې افغانستان د جنوبي اسیا بازارونو ته د روسیې د توکو د رسېدو لپاره د «پل» په توګه یاد شوی.
ددغه بحث هدف د ترانسپورتي لارې جوړول او د بار وړلو منظمو میکانیزمونو رامنځته کول ښودل شوي، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګري له سیاسي شعارونو څخه عملي اقتصادي همکاریو ته واوړي.
دغه بحث د دې لپاره مهم بلل شوی چې د افغانستان له لارې د سیمهییزې سوداګرۍ لپاره یو باثباته او له سیاست څخه جلا چوکاټ رامنځته کړي، څو سوداګریزې اړیکې د لوژستیکي پرمختګونو پر بنسټ وده وکړي.
په فورم کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د ګډون کوونکو ۳۰ هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان نوم نه ترسترګو کیږي.
ددغه فورم په څنډه کې د « حلال بازار» په نامه کلنی نندارتون هم پرانېستل کیږي، چې د روسیې او اسلامي هېوادونو مختلف شرکتونه پکې خپل توکي نندارې ته ږدي.
د لوړو زده کړو په تړاو غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم ګډون کوي.
دغه راز د فورم په اډانه کې د سپورتي همکارۍ د پراختیا د کاري ډلې غونډه کېږي، چې د طالبانو په ګډون د څو هېوادونو لوړپوړي استازي پکې برخه اخلي. دا غونډه د سپورت ډیپلوماسۍ د رول، نړیوالې همکارۍ او د سیاست له اغېزو د سپورتي ډګر د خوندي کولو پر موضوع تمرکز لري.
د روسیې د سپورت وزارت په مشرۍ دې ناسته کې د افغانستان استازیتوب د طالبانو د بهرنیو اړیکو د برخې کارپوه قدرت الله زرمتی کوي.
په غونډه کې د افغانستان ترڅنګ د روسیې، سعودي عربستان، ترکیې، ایران، پاکستان، قرغیزستان، فلسطین، تاجکستان او نورو هېوادونو استازي هم ګډون لري، چې د سپورتي همکاریو د پراختیا لپاره ګډ بحثونه او نظرونه تبادله کوي.