• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولنډ څلور افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته د غیرقانوني ننوتلو په تور نیولي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې څلور افغان پناه غوښتونکي یې د دغه هېواد خاورې ته د «غیرقانوني ننوتلو» په تور نیولي دي د دوی په وینا، د دغه افغانانو ترڅنګ یې یو پولنډی وګړی د «انساني قاچاق» په شک نیول دی.

د پولنډ سرحدي ځواکونو زیاته کړې، دغه افغان پناه غوښتونکو غوښتل چې د پولنډ له لارې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. دوی لومړی سرحدي سیمو ته رسېدلي او بیا په پلي ډول د پولنډ له پوله اوښتې دي.

چارواکو ویلي، چې د پولنډ خاورې ته تر داخلېدو وروسته، دغه کسان د یوه پولنډي موټر چلوونکي له خوا په موټر کې لېږدول شوي او د اروپا نورو سیمو ته د لېږد په حال کې وو، چې ونیول شول.

تر دې وړاندې هم پولنډي سرحدي چارواکو د لږ تر لږه ۸۴پناه غوښتونکو، چې افغان وګړي هم پکې شامل وو، د نیولو خبر ورکړی و.

ډېری افغان پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د پولنډ له لارې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا لاره په وروستیو کلونو کې د اروپا او روسیې ترمنځ د سیاسي لانجې برخه هم ګرځېدلې ده.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، پولنډ ادعا کوي چې د کډوالو زیات راتګ د دې هېواد له ظرفیت څخه لوړ شوی او تور لګوي چې روسیه او متحد یې، بلاروس هڅه کوي دغه کډوال د اروپا د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي.

په همدې دلیل، پولنډ د خپل سرحد په ځینو برخو کې د پناه غوښتنې حق هم محدود کړی او د بلاروس سره په پوله کې یې د پناه غوښتنې لنډمهاله تعلیق څو ځله غځولی دی.

د نوې پالیسۍ له مخې، د پناه غوښتنې ثبت په عملي ډول د اوږدې مودې لپاره ځنډول شوی، چې دا کار د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی دی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

محمد محقق نبیل ته؛ د پاکستان او نورو هېوادونو سره اړیکې معامله نه بلکې د طالبانو ضد هڅې دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د ملي امنیت پر پخواني رییس رحمت‌الله نبیل نیوکه کړې، چې ګواکې له پاکستان سره یې د اړیکو په تړاو پرې «بې‌بنسټه تورونه» لګولي دي. محقق وایي، دوی د طالبانو لپاره له سیمه‌ییزو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او دا معامله نه، بلکې د طالبانو ضد هڅې دي.

محقق په خواله رسنیو کې د نبیل هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې له رسنیو سره یې په مرکه کې پر ده د ګاونډیو هېوادونو سره د پټو معاملو تورونه پورې کړي وو.

هغه ویلي:«پټې معاملې عموماا د امنیتي او استخباراتي کسانو کار وي، نه زما. ښاغلي نبیل ما په خپله هنداره کې لیدلی دی.»

محقق ټینګار کړی، چې دوی د مقاومت شورا او د یوه «اغېزناک سیاسي ګوند» په توګه له ټولو ښکېلو هېوادونو او د افغانستان له ګاونډیانو سره په اړیکه کې دي او د ده په وینا، د طالبانو د مسلې د حل لپاره «له سیاسي مذاکراتو نیولې تر میداني تحرکاتو» هره ممکنه لاره تعقیبوي.

هغه همداراز د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر څخه د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د منځګړیتوب په تړاو د خپل پیغام دفاع کړې او ویلي یې دي چې د غزې، فلسطین، لبنان او ایران پر وړاندې د اسراییلو او امریکا له سیاستونو سره مخالف دی.

محقق ویلي:«د غزې د ماشومانو، د لبنان او ایران د خلکو نسل‌وژنه زما وجدان دردوي.»

هغه پر رحمت‌الله نبیل تور پورې کړی، چې د جمهوري نظام پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او یو شمېر افغانان یې زندانونو ته استولي دي. هغه ادعا چې نبیل تر اوسه پرې غبرګون نه دی ښودلی.

د اسلامي وحدت ګوند مشر همداراز ویلي چې ایران او ترکیه هڅه کوي د افغانستان مسله د سیاسي خبرو له لارې حل شي، خو خبرداری یې ورکړی چې که طالبان «سخت‌دریځۍ» ته دوام ورکړي او سوله‌ییزې لارې نتیجه ور نه کړي، نو دوی به «له هرې ممکنې لارې» کار واخلي.

محقق په پای کې ویلي:«نن افغانستان یا د ټولو لپاره دی، یا د هېچا لپاره نه دی.»

تاجکستان: یوازې مو په جرمونو ککړ افغانان ستانه کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، په دغه هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې د قانوني استوګنې، کار او زده‌کړو اسناد یې لرل، له دغه هېواد څخه نه دي ایستل شوي، بلکې د جدي جرمي فعالیتونو په تور ککړ افغانان یې ستانه کړي دي.

دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نشه‌يي توکو قاچاق، د ترهګرو ډلو سره اړیکې، پر ماشومانو جنسي تېري، د قمار مرکزونو جوړول او د جعلي اسنادو کارول هغه تورونه دي چې د ځینو افغان وګړو پر وړاندې ثبت شوي دي.

په همدې اعلامیه کې ویل شوي، چې په تاجکستان کې لا هم د افغانانو لوی شمېر په قانوني ډول ژوند او کار کوي او ورته د استوګنې مناسب شرایط برابر شوي دي.

په۲۰۲۱کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان د خوندیتوب په موخه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل، چې له دې ډلې تاجکستان هم د یو محدود شمېر کډوالو د جذب یو مسیر و. په لومړیو کې دغه هېواد ډېری افغانان د بشري وضعیت او د سرحدي اړتیاوو له مخې ومنل، خو د وخت په تېرېدو سره د کډوالۍ موضوع په تدریجي ډول د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې راغله.

د سیمې د امنیتي ادارو په راپورونو کې وخت ناوخت د نشه‌يي توکو د قاچاق، سرحدي جرمي شبکو او د افراطیت د احتمالي نفوذ یادونه کېږي، چې له امله یې ځینې هېوادونه د کډوالو د کنټرول او څار سخت سیاستونه خپل کړي دي. تاجکستان هم د همدې عمومي سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو له مخې د کډوالو د حضور په اړه لا سخت مقررات پلي کوي.

له بلې خوا، د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ نړیوال بنسټونه بیا ټینګار کوي چې د کډوالو د ستونزو حل باید د انفرادي قضیو د قانوني څېړنې له لارې وشي، نه د ډله‌ییزو اقداماتو له لارې، ځکه دا ډول اقدامات کله ناکله د بې‌ځایه شویو کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز کوي.

په همدې چوکاټ کې د تاجکستان او افغان کډوالو موضوع یوازې یو امنیتي بحث نه دی، بلکې د کډوالۍ، سیمه‌ییزو سیاستونو او بشري ملاحظاتو ترمنځ یو پېچلی تعامل ګڼل کېږي، چې لا هم د حل په پړاو کې دی.

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی، چې پاکستان د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر څوکۍ د شوي برید په ځواب کې پرېکنده عمليات کولی شي. هغه زیاته کړې، چې هېواد به یې له طالبانو سره د هند په څېر چلند وکړي.

د پاکستاني رسنۍ (جيو نيوز) د راپور له مخې، خواجه اصف وویل چې د «هند په سرپرستۍ کې دا نیابتي جګړه د طالبانو له لارې روانه ده».

هغه وويل، «دومره ناشکری په بشري تاریخ کې کله چا نه ده کړې لکه څنګه چې طالبانو کړې ده»، خو په خبر کې د خواجه اصف لخوا د ناشکرۍ په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

خواجه عاصف وویل چې پاکستان هغه څه چې د «معرکه حق» په جګړه کې یې له هند سره وکړل هغه به له افغانستان سره وکړي.

همداراز هغه زياته کړه، «موږ به د دې ترهګرۍ په پايله کې د توی شوې وينې د هر څاڅکي حساب واخلو، تر ترهګرو د بشپړ له منځه تللو به نه کېنو».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت شارژدافیر ته د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د می پر ۹مه د پولیسوپر یوې پوستې د برید په اړه خپل احتجاح لیک سپارلی دی. پاکستان ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسله‌والو له خوا پلان شوی چې ددوی په وینا، «په افغانستان کې مېشت دي».

طالبانو په رسمي ډول ددې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او سره له دې چې دواړو خواوو په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو دغو خبرو تراوسه د پام وړ پایله نه ده ور کړې.

پاکستان تور لګوي چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، خو طالبانو بيا د پاکستان دغه تور تل رد کړی او پاکستان کې روانه ناامني يې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

سیما سمر: د ښځو له واقعي ګډون پرته د افغانستان د سولې هره هڅه نیمګړې ده

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر، ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پراختیا لپاره یوازې سیاسي هوکړې بسنه نه کوي، بلکې د ښځو واقعي ګډون، عدالت او انساني کرامت ته درناوی اساسي شرطونه دي.

هغې دا څرګندونې د جینوا په هغې غونډه کې کړې چې د «عدالت، حقیقت موندنې او پخلاینې په لټه کې؛ په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د بیا رغونې بنسټونه» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

سیما سمر ټینګار کړی، چې ښځې باید د سولې په بهیر کې یوازې سمبولیک حضور ونه لري، بلکې د پرېکړو په ټولو مهمو پړاوونو کې عملي او اغېزناک رول ورکړل شي.

نوموړې، د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو ته په اشارې ویلي چې هېواد څو ځله د سولې فرصتونه له لاسه ورکړي، ځکه د سولې لپاره رښتینې سیاسي اراده نه وه موجوده.

هغې د بن کنفرانس او د دوحې تړون په ګډون پر پخوانیو سیاسي هوکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو بهیرونو د بشري حقونو او د قربانیانو د عدالت غوښتنې ته کافي پام نه دی کړی.

د نوموړې په وینا، هر راتلونکی سیاسي جوړجاړی باید د بشري حقونو، د قربانیانو د حقونو او د ټولګډونه حکومتدارۍ پر بنسټ ولاړ وي، څو افغانستان د دوامداره ثبات پر لور حرکت وکړي.

طبیعي پېښې او درانه زیانونه؛ د اساسي زیربناوو نشتوالی د بحران اصلي لامل ګڼل کېږي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱

طالبان وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي. بل لور ته زیانمن شوي خلک وایي، د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د اساسي زیربناوو او وقایوي پروژو نشتوالی د دې تکراري مرګ‌ژوبلې او ویجاړیو اصلي لامل ګرځي.

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې په وینا، دغه پېښې په کاپیسا، پنجشېر، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي. په همدې موده کې ۶ کورونه په بشپړ ډول او ۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي:«د روان لمریز کال له وري میاشتې تر اوسه په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۵۷ کسان مړه شوي او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي. همداراز ۱۶۸۹ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نږدې شپږ نیم زره نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.»

هغه زیاته کړې چې د سېلابونو او توپانونو له امله سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي او په ټولیز ډول تر ۱۷ زرو زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. حماد ویلي چې له زیانمنو کورنیو سره د کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ نغدي او خوراکي مرستې هم شوې دي.

خو د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي چې د طبیعي پېښو پر مهال د مخنیوي او وقایوي کارونو نشتوالی د لویو زیانونو لامل ګرځي. د دوی په وینا، په هغو سیمو کې چې د سېلابونو خطر پکې لوړ وي، لا هم اساسي استنادي دیوالونه او نور مخنیوي تاسیسات نه دي جوړ شوي.

د جلال‌اباد د بیز اکمالاتي سیمې اوسېدونکي ابرارالله افغانستان انټرنشنل–پښتو ته ویلي:«دلته د سېلابونو مخنیوی دومره ستونزمن نه دی چې حکومت یې ونه شي کولای. یوازې یو اسنادي دیوال کولی شي سیمه له خطره وژغوري، خو دا کار نه کېږي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت او مرستندویه ادارې باید د مرستو پر ځای د مخنیوي پر پروژو تمرکز وکړي، څو خلک د هر کال له تکراري ویجاړیو وژغورل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د جغرافیایي جوړښت، غرنیو سیمو او کمزوري زیربنا له امله د طبیعي پېښو له جدي خطر سره مخ دی. په ځانګړي ډول د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سخت بارانونه او سېلابونه په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ زیانونه اړوي.

کارپوهان وایي، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د ورښتونو شدت او ناڅاپي سېلابونه زیات شوي دي. دا وضعیت په هغو ولایتونو کې لا سخت دی چې د سیندونو په غاړو او غرنیو درو کې پراته دي.

بشري مرستندویه ادارې هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو اغېزو سره مخ دی، خو د مخنیوي ظرفیتونه یې لا محدود دي.