• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

یوه کابل مېشتې ډاکټره: په پلازمېنه کې غږیزې ککړتیا د خلکو استراحت ګډوډ کړی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د کابل د یوه خصوصي زېږنتون ډاکټرې په پلازمېنه کې د غږیزې ککړتیا او شور څخه شکایت کړی. هغې په نیوکې سره ویلي، په داسې حال کې چې هر کال د غږیزې ککړتیا له امله په نړۍ کې لسګونه زره کسان مري؛ د طالبانو ادارې دې برخې ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده کړې.

هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، د شپې له‌خوا تر نوکرۍ وروسته کله چې سهار کور ته ستنېږي د ښار د شور او د لاس پلورونکو د لوړ غږ له امله استراحت نه‌شي کولی.
نوموړې وایي، چې په استوګنیزو سیمو کې د لاس پلورونکو او موټرو د غږیزې ککړتیا له امله د هغې استراحت سخت اغېزمن شوی دی. د هغې په وینا؛ دغه ځورونکي غږونه د سهار له شپږو بجو پیلېږي او د ورځې تر ناوخته دوام کوي، چې له امله یې نه یوازې د هغې خوب ګډوډېږي، بلکې د ورځې نورې چارې یې هم اغېزمنې کېږي.

هغه زیاتوي، چې د یوې روغتیايي کارکوونکې په توګه ښه استراحت ورته ډېر مهم دی؛ ځکه د شپې له‌خوا دنده ذهني او فزیکي ستړیا زیاتوي، خو د غږیزې ککړتیا له امله دغه توازن له‌منځه تللی.

یادې ډاکټرې له اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې د ښار په استوګنیزو سیمو کې د غږیزې ککړتیا د کنټرول لپاره جدي تدابیر ونیسي او د خلکو لپاره د ارام ژوند زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کوي، چې دغه ستونزه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو پر ژوند اغېز کوي؛ بلکې د عامو خلکو ورځنی ژوند او روغتیا هم زیانمنوي.

په کابل ښار کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک وخت ناوخت د غږیزې ککړتیا له امله شکایت شکایت کوي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

یو شمېر افغان کډوالو د ترکیې پر سرحدي ځواکونو تور لګولی چې «ګوتې یې ترې غوڅې کړې»

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د افغان کډوالو یوه ډله د ترکیې پر پوله ساتوځواکو تور لګوي چې د ایران او ترکیې په پوله کې یې د هغوی ګوتې پرې کړې او ټپیان کړي یې دي. دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې له پولې د اوښتو پر مهال د ترکیې سرحدي ځواکونو تاوتریخوالی ورسره کړی دی.

په ویډیو کې د څو کډوالو د لاسونو انځورونه ښودل کیږي، چې ځینې ګوتې یې سختې ټپي شوې او ځینې غوڅې شوې دي.

په ویډیو کې ځوانان ښکاري چې لاسونه یې ژوبل شوي او وایي د ترکیې پوله ساتو ځواکونو ټپیان کړي دي.

افغانستان انټرنشنل د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي لیک کې د دغو تورونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي هغه افغان وګړي چې د بې‌وزلۍ، ناامنۍ او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له امله خپل هېواد پرېږدي، د ایران او ترکیې ترمنځ د تېرېدو پرمهال له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

ځینې کډوال نه یوازې د سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ شوي، بلکې د سفر په اوږدو کې د تښتونې، غلا او سختو طبیعي شرایطو قرباني شوي هم دي.

له دې وړاندې یو شمېر افغان کډوال ویډیوګانې را استولې وې او د ترکیې پر سرحدي ځواکونو یې تور لګولی و، چې د څو کسانو «غوږونه یې پرې کړي دي».

افغانستان انټرنشنل دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید نه کړای شوې او نه د ترکیې چارواکو تراوسه ددې ادعاوو په اړه څه ویلي دي.

ترکیه د اروپا پر لور د افغان او نورو کډوالو د پټې تېرېدا مهمه لاره ګڼل کیږي، خو ترکیې او اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې قوانین سخت کړي او د کډوالو د غیر قانوني تګ او راتګ د مخنیوي هڅه کوي.

په ایران کې د یوه اعدام شوي افغان کورنۍ وايي طالبان دې له ایران څخه وضاحت وغواړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د یوه افغان کارګر محمد یوسف کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی د ایراني چارواکو له لوري په شکمن ډول اعدام شوی دی. دغه کورنۍ له طالبانو غواړي چې له ایران څخه د دغه اعدام په اړه رسمي وضاحت وغواړي او قضیه روښانه کړي.

د یاد کس د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دوی له طالبانو غواړي څو له ایراني چارواکو څخه د هغه د اعدام د لامل په اړه رسمي پوښتنه وکړي او قضیه روښانه کړي.

د قرباني کورنۍ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، محمد یوسف په ایران کې په یوه کارخانه کې کار کاوه، چې د غلو له برید سره مخ شو. د دوی په خبره، په نښته کې یو غل تښتېدلی او بل بې‌هوشه شوی و، خو پولیسو د اصلي عاملینو پر ځای محمد یوسف او د هغه یو بې‌اسناده ملګری نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یوسف کورنۍ د هغه د پاسپورټ او قانوني ویزې کاپي هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ده.

کورنۍ ادعا کوي چې په کارخانه کې ویډیويي شواهد موجود وو، خو بیا هم محمد یوسف ونیول شو او په زندان کې ورسره غیر انساني چلند وشو. دوی زیاتوي چې د اعدام هېڅ رسمي حکم نه دی ورښودل شوی او د نوموړي په جسد کې د اعدام نښې نه لیدل کېږي، بلکې له غاړې ښکته ژور ټپونه شته چې په غټو بښیو ګنډل شوي دي

د یوسف د کورنۍ په وینا، ایراني چارواکو هغه د ۱۴۰۴ کال د وري په لومړۍ نېټه نیولی و، او وروسته د همدې کال د غویي په ۲۴مه پولیسو ورته ویلي چې نوموړی په زندان کې مړ شوی، خو د مرګ د علت په اړه یې هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د قرباني کورنۍ له طالبانو یې غوښتي چې د نوموړي د قضیې په اړه باید بشپړ او شفاف معلومات وړاندې شي.

دا پېښه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو د

وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

له تاجکستان نه اېستل شوي کډوال؛ بشري فعالان وايي ژوند یې له ګواښ سره مخ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د بشري حقونو افغان فعالان چې تازه له تاجکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په پوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او ځوانانو د حقونو لپاره یې کلونه مبارزه کړې، خو اوس چې بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د بشري حقونو دغه فعالان وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د هغوی د سیاستونو پر وړاندې مبارزه وکړه، چې له امله یې له ګواښونو سره مخ او تاجکستان ته کډوال شول. د دوی په وینا، په تاجکستان کې یې د اقامت کارتونو، مالیاتو او کورونو د کرایې په بدل کې منظم لګښتونه او ټکسونه ورکول، خو بیا هم په ناڅرګنده پلمه له دوشنبې، وحدت، خجند او نورو سیمو څخه په زور وایستل شول.

د بشري حقونو یاد افغان فعالان وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو سره یې اوس ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دغه فعالانو څخه یو یې د خپلې اېستنې پر مهال د یوې بلې پېښې یادونه هم کوي او وایي چې د یو داسې کس له کورنۍ سره مخامخ شوی چې د یوې ۲۹ کلنې ښځې د وژنې په تور تورن شوی دی.

د هغه کس پلار ورته ویلي، چې دا تور ناسم دی او زوی یې بې‌ګناه دی. د هغه په وینا، دوی ۱۸ کاله په تاجکستان کې ژوند کړی، اولادونو یې هلته زده‌کړې کړې، خو اوس یې زوی بندي دی او کورنۍ یې له تاجکستان څخه اېستل شوې ده.

نوموړی وایي، چې ډېری هغه افغانان چې له تاجکستان څخه شړل شوي، اوس د سرپناه او خوړو له جدي ستونزو سره مخ دي او راتلونکی یې نامعلوم دی.

د یادونې وړ ده، چې تاجکستان د یوه افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له قتل وروسته ۲۵۰ افغانې کورنۍ د سې شنبې په ورځ، د غویي ۱۵مه، افغانستان ته اخراج کړې دي.

تر دې مخکې، د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ۲۲ کلن محمد عمر رحماني یې د اپرېل په وروستیو کې د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.

وحید عمر: محمداشرف غني عالم انسان و، اوس دی هم بندي مهاجر دی او زه هم قیدي‌ مهاجر یم

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر ویاند او سلاکار وحید عمر له پخواني‌ ولسمشر محمداشرف غني سره خپل اخیستل شوی ګډ انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي، ډاکټر غني‌ يو عالم انسان و چې افغانستان ته یې روښانه او عملي پلان لاره. د هغه په وینا؛ «اوس دی هم بندي مهاجر دی او زه هم قیدي‌ مهاجر یم».

وحید عمر پر خواله رسنۍ په یوه یادښت کې د ښاغلي غني د منزوي کېدو په اړه لیکلي:« هغه وختونه تېر شول، اوس دی هم بندي مهاجر دی، زه هم قیدي‌ مهاجر یم». د هغه په خبره؛ اوس چې پخوانی ولسمشر په تبعید کې منزوي دی ټوله دنیا یې غیبت کوي.

نوموړي‌ دا هم ویلي، چې وضعیت بدل شوی او د هره څه له لاسه وتل کورني او بهرني لاملونه لري. هغه کاږلي: «دا چې ولې شرایط داسې بدل شول، هر څه له لاسه ولاړل، مغلقه او اوږده کیسه ده چې ډېر داخلي او خارجي عوامل په‌کې دخیل دي. خو د هغه په هلو ځلو او نیت کې د شک ځای نه وینم».

نوموړي‌ هیله څرګنده کړې، داسې یو وخت به راشي چې پخوانی ولسمشر یوه ورځ خپل روایت په خپله ووايي.

د کابل یو ښوونکی: نږدې دوه میاشتې کېږي چې تنخوا مې نه‌ده اخیستې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د کابل یو ښوونکی وایي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې هیڅ ښوونکي‌ ته تنخوا نه‌ده ورکړل شوې او له همدې کبله دوی له جدي‌ اقتصادي‌ ستونزو سره مخ دي. دغه ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، چې د تنخوا ځنډېدو له امله د ژوند ورځني لګښتونه ورته ستونزمن شوي.

یاد ښوونکي ویلي، چې د کور کرایه، د برېښنا بیل او نور لګښتونه یې زیات شوي او له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې هیڅ ښوونکي‌ تنخوا نه‌ده اخیستې. نوموړي په دې برخه کې د غږ رسولو او د ستونزې د حل غوښتنه کړې.

طالبان د میاشتې د پيل په ورځو کې دولتي کارکوونکو ته تنخوا ورکوي؛ خو دغه ښوونکی وایي نږدې دوه میاشتې کېږي چې خپله تنخوا یې نه‌ده ترلاسه کړې. په تېرو میاشتو کې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو، چې د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د ځنډ یادونه په‌کې شوې وه.

لاتر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.