له دندې ګوښه شوې د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته: له څلورو میاشتو راهیسې دندې پسې لالهانده ګرځم

د طالبانو لهخوا له دندې ګوښه شوې د یوې دولتي ادارې کارکوونکې وایي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اداره په اداره کار پسې لالهانده ګرځي؛ خو لاهم د دندې په پیدا کولو نهده توانېدلې. نوموړې چې د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده وایي، د ورځنیو لګښتونو پوره کولو وس نهلري.
