• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په ګوادر کې د ډزو په پېښه کې دوه کارګر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ساحلي ولسوالۍ ګوادر کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه دوه کارګر وژل شوي او څلور نورې ټپيان دي. بل لور ته ځینو سیاسي ګوند تور لګولی، چې دغه کارګر د پاکستان د ساحلي ځواک (کوسټ ګارډ) په ډزو کې وژل شوي دي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د ډزو پېښه د دوشنبې په ورځ د ايران پولې ته څېرمه د ګوادر ولسوالۍ د جيوني په کنټاني سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې په اړه نشنل ګوند، حق دو تحريک او بلوچستان نشنل ګوند لخوا خپرو کړل شوو خبرپاڼو کې ادعا شوې، چې کارګران د کوسټ ګارډ په ډزو کې وژل شوي او دوی د پېښې شفافې، بې طرفه او سمدستي پلټنې غوښتنه کړې، او وې ويل، «پېښه کې ککړ چارواکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي».

د نشنل ګوند د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ غړي مالک بلوڅ د اسمبلۍ په غونډه کې وويل، «په کنټاني کې کارګران د ساحلي ځواک لخوا وژل شوي، زه یې په کلکه غندنه کوم».

هغه وويل، «په پوله سوداګري زموږ حق دی او څوک یې رانه نشي تروړلی، په بلوڅ او پښتنو سيمو کې په پوله سوداګري موږ غير رسمي سوداګري بولو، هیڅ قاچاق یې نه ګڼو».

خو د راپورونو له مخې، ساحلي ځواک په کارګرانو د ډزو تور رد کړی او وه یې ويل، کنټاني کې د دغه ځواک کارکوونکو او عامو وګړو باندې توندلارو وسله والو ډزې وکړې. کار کوونکي پکې خوندي پاتې شوي او د ځينې عامو وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بلوچستان کنټاني سيمه د ايراني تېلو د سوداګرۍ لپاره ياده سيمه بلل کيږي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی، چې پاکستان د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر څوکۍ د شوي برید په ځواب کې پرېکنده عمليات کولی شي. هغه زیاته کړې، چې هېواد به یې له طالبانو سره د هند په څېر چلند وکړي.

د پاکستاني رسنۍ (جيو نيوز) د راپور له مخې، خواجه اصف وویل چې د «هند په سرپرستۍ کې دا نیابتي جګړه د طالبانو له لارې روانه ده».

هغه وويل، «دومره ناشکری په بشري تاریخ کې کله چا نه ده کړې لکه څنګه چې طالبانو کړې ده»، خو په خبر کې د خواجه اصف لخوا د ناشکرۍ په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

خواجه عاصف وویل چې پاکستان هغه څه چې د «معرکه حق» په جګړه کې یې له هند سره وکړل هغه به له افغانستان سره وکړي.

همداراز هغه زياته کړه، «موږ به د دې ترهګرۍ په پايله کې د توی شوې وينې د هر څاڅکي حساب واخلو، تر ترهګرو د بشپړ له منځه تللو به نه کېنو».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت شارژدافیر ته د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د می پر ۹مه د پولیسوپر یوې پوستې د برید په اړه خپل احتجاح لیک سپارلی دی. پاکستان ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسله‌والو له خوا پلان شوی چې ددوی په وینا، «په افغانستان کې مېشت دي».

طالبانو په رسمي ډول ددې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او سره له دې چې دواړو خواوو په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو دغو خبرو تراوسه د پام وړ پایله نه ده ور کړې.

پاکستان تور لګوي چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، خو طالبانو بيا د پاکستان دغه تور تل رد کړی او پاکستان کې روانه ناامني يې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

سهيل اپريدی: د بنو ماشومان د بندو دروازو تر شا د پرېکړو له امله يتيمان شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، یو ځل بيا په پښتنه خاوره د «ډالري جګړې» خبره تکرار کړې او ويلي یې دي، د بنو په وسله وال بريد کې د وژل شوو د اولادونو د يتيمولو مسول هغه خلک دي چې په بندو کوټو کې پرېکړې کوي.

هغه د دوشنبې په ورځ بنو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته په وسله وال بريد کې د وژل شوو د کورنيو سره یې ليدلي دي. بنو کې د می د ۹مې پر شپه پر پوليس پوسته ځانمرګی وسله وال بريد شوی و، چې په کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

سهيل اپريدي د چا د نوم اخېستو پرته وويل، «وسله وال چې بيرته (خيبرپښتونخوا ته) راوستل کېده، هغه وخت مونږ چغې وهلې، امن لاريونونه مو کول، جرګې مو کولې، چې دا خلک بيا مه راولئ، د پښتنو امن بيا مه تباه کوئ، ته ډالرې ګټې، خو زما په سر یې مه ګټه چې ته د پښتون د سر قيمت لګوئ، او ته یو ځل بيا ډالري جګړه په ما راتپې».

هغه ادعا وکړه، «نن د بنو د ماشومانو د يتيمولو مسوول د رياست هغه خلک دي کوم چې په بندو کوټو کې پرېکړې کوي، د هغې په نتيجه کې زما پوليس، پوځي، عام خلک او عالمان وژل کيږي».

هغه په پښتنو غږ وکړ چې «تاسو به په خپله ودرېږئ، ستاسو لپاره به بل څوک نه راځي، د ۷۸ کالو راهيسې په پېنډۍ کې پرېکړې کيږي او په موږ راتپل کيږي، د ګډو او بیزو په رنګ وژل کېږو.»

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د پیښور سترې محکمې د پاکستان له فدرالي حکومته غوښتنه کړې، هغه پاکستانۍ ښځه، د هغې مېړه او پنځه ماشومان بېرته دغه هېواد ته ستانه کړي چې د «بې‌اسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو» روانې لړۍ پرمهال په جبري توګه افغانستان ته اېستل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه ښځه چې روزینه نومېږي د پاکستان قانوني پېژندپاڼه (CNIC) لري؛ خو د هغې مېړه ظفرخان د تابعیت اسناد نه‌لري، همداراز د دوی پنځه واړه ماشومان هم په پاکستان کې زېږېدلي دي.

یادې محکمې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د یادې کورنۍ د بېرته ستنولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او دغه کورنۍ د جون په لومړۍ نېټه محکمې ته وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، ظفرخان ادعا کوي چې په پاکستان کې زېږېدلی او ټول عمر یې هلته تېر کړی؛ خو د پاکستان د پېژندپاڼې د ترلاسه کولو غوښتنه یې څو ځلې رد شوې ده. دغه قضیه تېرکال هغه مهال ثبت شوې وه، چې دغه کورنۍ لاهم په پاکستان کې مېشته وه او د جبري ستنېدو د ګواښ له امله یې له محکمې د مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو د یادې کورنۍ وکیل وایي، چې دوی د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پرمهال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د بنو د پولیسو مشر: د هر يوه پوليس د وژنې په بدل کې به یې لس کسان ووژنو

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د تېرې شپې په وسله وال بريد کې د ۱۵ پاکستاني پوليسو د وژلو وروسته سيمه ييز پوليس مشر (‌ډي ای جي) سجاد خان ویلي، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به یې لس کسان ووژنو».

په بنو ولسوالۍ کې د می ۹مې پر شپه د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې ۱۵ سرتيري وژل شوي او درې ټپپان شوي وو.

د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر (ای جي) ذوالفقار چيمه د دوشنبې په ورځ بنو ته سفر کړی، پر پوليس پوسته د بريد بشپړ راپور یې غوښتی او په سيمه کې یې په پراخه کچه د عملياتو امر کړی دی.

هغه د پوليس افسرانو او سرتېرو ته په وينا کې وويل، «د بنو پوليسو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې تل په لومړي سر کې رول روبولی او قربانۍ یې ورکړي دي».

همداراز هغه زياته کړه، «د پوليس د وينې د يو، يو څاڅکي داسې حساب به واخلي چې د ترهګرو نسلونه به یې ياد وساتي».

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او نورو لوړ پوړو دولتي مشرانو دغه بريد غندلی، او ويلي یې دي، د خيبرپښتونخوا د پوليسو قربانۍ به هېرې نه کړي.

ايمل ولي خان: که د پاکستان ریاست وغواړي ترهګري په بشپړ ډول ختمولای شي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان په خېبرپښتونخوا کې د روانې ناامنۍ څپې ته په غبرګون کې ويلي، دلته چې څوک په ناامنۍ کې لاس لري او کوي یې، «د پاکستان حکومت د دې هر یوه ترهګر په اړه معلومات لري».

ایمل ولي په یوه خپور کړي ويډيویي پیغام کې ویلي، د هر ترهګر «څېره، د هغه پناه ځای، له کومه راځي او چېرته ځي هر څه معلوم دي. دا خلک له بهر څخه نه دي راغلي».

هغه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو د نوم اخستلو پرته وويل، دا «هم د دوی خپل دي، چې خپله یې روزلي دي. نن دا ترهګر په ټول ايالت کې ازادانه ګرځي، حتی چې د حیات‌اباد (پېښور) په څېر حساسه سیمه کې هم د دوی ویډیوګانې مخې ته راغلې دي». چې هلته ګرځي.

همداراز په يوه بل پیغام کې ايمل ولي خان بنو کې د پوليسو په پوسته د بريد په اړه وويل، ««پر یوه خوا په ټول هېواد کې جشن نمانځل کېږي، حال دا چې پر بله خوا له بنو څخه راتلونکې خبرونه او ویډیوګانې روښانه کوي چې د پښتنو ژوند د پاکستان لپاره څومره ارزښت لري.»

هغه وويل، «موږ په تکرار سره غوښتنه کوو چې د ترهګرۍ د عفریت د ختمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته شي، خو نن هم د فدرالي او ایالتي حکومتونو مسوولان یو پر بل تورونه ولګوي، او موږ به جسدونه اوچتوو».

ايمل ولي خان د پاکستان او هند ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستان له لوري د می پر ۹مه د «معرکه حق» د لومړي کال نمانځلو په ترڅ کې وويل، «پښتانه هم جشن نمانځل غواړي، خو یو د حقیقت او پخلاينې کمېسیون دې جوړ شي څو لږ تر لږه موږ (پښتانه) خپل قاتلان وپېژنو چې په تېرو ۵۰ کلونو کې زموږ وژنې چا وکړې؟».

د خيبرپښتونخوا په بنو ایالت کې د مې د ۹مې پر شپه پر پوليس پوسته ځانمرګی وسله وال بريد شوی، ۱۵ سرتيري یې پکې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.