• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د پیښور سترې محکمې د پاکستان له فدرالي حکومته غوښتنه کړې، هغه پاکستانۍ ښځه، د هغې مېړه او پنځه ماشومان بېرته دغه هېواد ته ستانه کړي چې د «بې‌اسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو» روانې لړۍ پرمهال په جبري توګه افغانستان ته اېستل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه ښځه چې روزینه نومېږي د پاکستان قانوني پېژندپاڼه (CNIC) لري؛ خو د هغې مېړه ظفرخان د تابعیت اسناد نه‌لري، همداراز د دوی پنځه واړه ماشومان هم په پاکستان کې زېږېدلي دي.

یادې محکمې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د یادې کورنۍ د بېرته ستنولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او دغه کورنۍ د جون په لومړۍ نېټه محکمې ته وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، ظفرخان ادعا کوي چې په پاکستان کې زېږېدلی او ټول عمر یې هلته تېر کړی؛ خو د پاکستان د پېژندپاڼې د ترلاسه کولو غوښتنه یې څو ځلې رد شوې ده. دغه قضیه تېرکال هغه مهال ثبت شوې وه، چې دغه کورنۍ لاهم په پاکستان کې مېشته وه او د جبري ستنېدو د ګواښ له امله یې له محکمې د مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو د یادې کورنۍ وکیل وایي، چې دوی د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پرمهال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزارت د خصوصي‌ سکټور د همغږۍ مسوول احمد خندان د یوه روغتیايي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د روغتیا برخه یې ځان بساینې ته نږدې شوې او تمه لري چې شپږ کاله وروسته به د ګاونډيو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي.

هغه د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه خصوصي روغتیايي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې سوداګرو ته وویل، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او په بېلابېلو برخو کې دې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ناروغانو د درملنې په برخه کې د ګاونډيو هېوادونو له احتیاجه خلاص شوي او تمه لري چې راتلونکو شپږو کلونو کې به لا نور پر ځان بسیا شي. هغه زیاته کړې: «موږ په تېرو ۶ میاشتو کې په روغتیایي برخه کې پر ځان بسیا شوي یو او ګاونډیو هېوادونو ته د ناروغانو د درملنې لپاره اړتیا نه‌ده پېښه شوې. ۶ کاله وروسته امید لرم، چې د همسایه هېوادونو ناروغان به افغانستان ته د تداوۍ لپاره راځي».

دغه روغتیايي مرکز د یو سوداګر له‌خوا د ۱.۵ مېلیون ډالرو په پانګونې سره په څلورو برخو کې پرانیستل شو. د یاد روغتیايي مرکز مسوولین وایي، چې په بېلابېلو برخو کې به هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د خبریالانو د نیولو په نوې څپه کې د رسنیو درې کارکوونکي نیولي او یوشمېر نور یې ګواښلي دي. یاد مرکز پر دغه پېښو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د پیګرد خبري‌اژانس خبریال جاوید نیازی، د طلوع‌نیوز خبریال منصور نیازی او عمران دانش د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوي او تراوسه یې برخلیک ناروښانه دی.

یاد مرکز دا هم ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې درې نور خبریالان د طالبانو له‌خوا ګواښل شوي؛ خو دوی یې د امنیتي اندېښنو له امله جزییات نه‌دي‌ ورکړي. یاد مرکز په افغانستان کې د خبریالانو د نیونې او ګواښونو د نوې څپې په اړه اندېښنه ښودلې او له واکمنو یې غوښتي، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.

یاد مرکز زیاته کړې: «موږ غوښتنه کوو، چې تازه نیول شوي او نور زنداني خبریالان خوشې او اجازه ورکړل شي چې هغوی له خپلو حقونو په سمه توګه او د نیولو او ګواښ له وېرې پرته ګټه واخلي».

روغتیايي مرکزونو ته د طالبانو خبرداری: په خپلو مرکزونو کې له «اختلاط» څخه ډډه وکړئ

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښار له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره په «اصلاحي» کتنو کې هغوی ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو مرکزونو له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي. دغه وزارت د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله لیکلي،چې هېڅ چاته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنه‌کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابل د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست محتسبینو د کابل ښار د ۵۰ روغتیايي مرکزونو له مسوولینو سره «اصلاحي» ناسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، محتسبینو دیادو روغتیایي مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې په خپلو چارو کې له شته منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شویو سپارښتنو په پلي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، چې له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي او همداراز یې ویلي: « دغه راز مسوولینو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیول شي او د داسې کړنو له کولو ډډه وشي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي».

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په خبرپاڼه کې د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې هېچا ته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنه‌کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د روغتیایي برخې مسوولینو د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه همغږي او د محتسبینو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې په یاده برخه کې غیر شرعي کړنې تر سره کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو منع شوې او په دې سره له نږدې پنځو کلونو راهیسې هېڅ ښځينه ډاکټره له پوهنتون او طبي انسټیټیوټ څخه نه‌ده فارغه شوې او په دې موده کې د طبي شورا له لوري له طبي پوهنتونونو له یوې ښځینه فارغې ازموینه نه‌ده اخیستل شوې، څو په عملي او رسمي توګه د درملنې چارې پر مخ یوسي.

د چارو د شنونکو په وینا، د طالبانو دغو پالیسیو ته په کتو یونېسف خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د شنونکو په باور، په داسې شرایطو او د طالبانو پالیسیو ته په کتو ښځينه ناروغه اړه ده، چې نارینه ډاکټر ته مراجعه وکړي او نارینه ډاکټر هم باید د خپلې وجیبې له‌مخې، له ښځينه ناروغې سره د ناروغۍ د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي او په وینا یې، که دا «اختلاط» وي، خو دغه اختلاط ته طالبانو په خپله زمینه برابره کړې ده.

په دیني او ټولنیزو بحثونو کې د «اختلاط» اصطلاح د نارینه او ښځو ترمنځ د شرعي یا قانوني حجاب او پولو پرته ناستې ولاړې ته ویل کېږي.

که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه‌وای اوس به ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو پر بنسټ، که طالبان نه‌وای نو په تېرو پنځو کلونو کې به د طبي پوهنتونونو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې.

افغانه کډواله سوک‌وهونکې فاطمه جعفري د «بلوچستان لپاره سوله» سیالیو اتله شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سوک‌وهنې افغانه کډواله لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک‌وهنې په څانګه کې د «بلوچستان لپاره سوله» په نوم سیالیو کې د اتلولۍ لقب خپل کړ.

دغه سیالۍ د پاکستان د کویټې په ښار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ټاکل شوې وه چې فاطمه جعفري د اتلولۍ د ملابند لپاره له یوې پاکستانۍ سیالې سره لوبه وکړي، خو د هغې د نه حاضرېدو له امله سیالي ترسره نه شوه.

لوبڅارانو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه ګډون له امله بریا افغانې لوبغاړې ته ورکړه او د اتلولۍ ملا‌بند یې د فاطمې جعفري په نوم اعلان کړ.

فاطمه جعفري تر دې دمه په خپلو مسلکي سیالیو کې دوه بریاوې لري او دا یې دوهم د اتلولۍ ملا‌بند بلل کېږي. هغه د پاکستان مېشت افغان روزونکي بسم‌الله تاصیح تر روزنې لاندې د «فجر سوک وهنې اکاډمۍ» کې تمرین کوي.

نوموړې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا بریا یې د سختو تمرینونو، ستړیا او رواني فشارونو له لارې ترلاسه کړې او ویلي یې دي چې دا اتلولۍ د هغې د اوږدې مبارزې پایله ده.

فاطمه جعفري زیاتوي چې دا لاسته راوړنه یې د سوک‌وهنې کور «فجر» ته ډالۍ کړې ده.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د ښځو پر سپورتي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او ښځینه ورزشکاران له ډېرو رسمي لوبو او ملي لوبډلو څخه بې‌برخې شوي دي.

د بنو د پولیسو مشر: د هر يوه پوليس د وژنې په بدل کې به یې لس کسان ووژنو

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د تېرې شپې په وسله وال بريد کې د ۱۵ پاکستاني پوليسو د وژلو وروسته سيمه ييز پوليس مشر (‌ډي ای جي) سجاد خان ویلي، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به یې لس کسان ووژنو».

په بنو ولسوالۍ کې د می ۹مې پر شپه د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې ۱۵ سرتيري وژل شوي او درې ټپپان شوي وو.

د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر (ای جي) ذوالفقار چيمه د دوشنبې په ورځ بنو ته سفر کړی، پر پوليس پوسته د بريد بشپړ راپور یې غوښتی او په سيمه کې یې په پراخه کچه د عملياتو امر کړی دی.

هغه د پوليس افسرانو او سرتېرو ته په وينا کې وويل، «د بنو پوليسو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې تل په لومړي سر کې رول روبولی او قربانۍ یې ورکړي دي».

همداراز هغه زياته کړه، «د پوليس د وينې د يو، يو څاڅکي داسې حساب به واخلي چې د ترهګرو نسلونه به یې ياد وساتي».

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او نورو لوړ پوړو دولتي مشرانو دغه بريد غندلی، او ويلي یې دي، د خيبرپښتونخوا د پوليسو قربانۍ به هېرې نه کړي.