• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د ستنولو په اړه طالب چارواکي بروکسل ته وروغواړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۶ GMT+۱

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې غواړي په نږدې راتلونکې کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د څرنګوالي په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته دعوت کړي. دا اقدام د طالبانو له حکومت سره د اروپايي هېوادونو د تخنیکي اړیکو د پراخېدو نښه بلل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي کمېسیون ویلي چې ډېر ژر به کابل ته یو رسمي لیک واستول شي، څو د بروکسل د غونډې نېټه وټاکل شي. ویل کېږي چې دا لیدنه د سویډن په همغږۍ ترسره کېږي او تر دې وړاندې اروپايي چارواکو د همدې موضوع لپاره دوه ځله افغانستان ته سفرونه کړي وو.

اروپايي کمېسیون ویلي، اوس د افغانستان له «حاکمو چارواکو» سره په بروکسل کې د تخنیکي کچې د یوې تعقیبي غونډې پر چمتووالي کار روان دی، خو تر اوسه د غونډې کره نېټه نه ده اعلان شوې.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې شاوخوا شلو اروپايي هېوادونو د کډوالۍ د سختو سیاستونو د پلي کولو په ترڅ کې افغانستان ته د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو د محکومو کسانو، د بېرته ستنولو پر لارو چارو بحثونه چټک کړي دي.

د راپور له مخې، یو شمېر اروپايي هېوادونو تېر کال په یوه لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ډيپلوماټیک او عملي میکانېزمونه پیدا کړي. اروپايي کمېسیون ویلي چې د همدې هڅو په دوام، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په کابل کې یوه تخنیکي غونډه هم ترسره شوې وه.

خو د طالبانو د چارواکو احتمالي سفر د بشري حقونو او سیاسي اړخونو له امله له جدي نیوکو سره هم مخ شوی دی، ځکه اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او ډېری بېرته ستانه شوي افغانان د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له نشت سره ژوند کوي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان مشرې لیزا اوون ویلي: «هغه هېواد ته د افغانانو شړل چې نږدې نیمايي وګړي یې د خوړو له کمښت سره مخ دي، یوازې د کډوالۍ سیاست نه دی، بلکې داسې پرېکړه ده چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.»

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې نږدې نیمايي غوښتنې یې منل شوې دي. افغانان په ۲۰۲۵ کال کې هم په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله بلل شوې ده.

په وروستیو کلونو کې جرمني تر ټولو فعال اروپايي هېواد پاتې شوی چې له قطر سره په همغږۍ یې تر سلو ډېر افغانان، چې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته استولي دي. اتریش هم تېر کال په ویانا کې د طالبانو د استازو کوربه‌توب کړی و، او اوس بلجیم او سویډن هم ورته ګامونو ته لېوالتیا ښيي.

د راپور له مخې، اروپايي چارواکي وايي چې د دې اړیکو اساسي موخه عملي او تخنیکي ستونزې حل کول دي، لکه د هغو افغانانو لپاره د پاسپورټونو صادرول چې په اروپا کې د افغانستان سفارتونه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د لبنان خلک تر هر څه وړاندې یوه ریښتوني اوربند ته اړتیا لري

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د ملګري ملتونه د بشري مرستو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر ویلي، چې د لبنان خلک تر هر څه وړاندې ډیر یوه «ریښتوني اوربند» ته اړتیا لري.

ټام فلیچر، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې پر لبنان له سلو ډېر بریدونه شوي، چې له امله یې ملکي وګړي وژل شوي او ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

هغه زیاته کړې، ملګري ملتونه به خپلې ټولې هڅې وکاروي څو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي، خو د ده په وینا، د لبنان خلک اوس تر ټولو ډېر د جګړې د درېدلو او د یوه ریښتیني اوربند غوښتنه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په لبنان کې د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي له امله د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د امريکا سي‌بي‌اېس خبري شبکې د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ايران د پراخېدونکې جګړې او احتمالي هوايي بريدونو د ګواښ له امله خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي دي.

راپور کې ويل شوي، تهران هڅه کړې چې پاتې پوځي او هوايي تجهيزات له احتمالي زيانونو خوندي وساتي.

سي‌بي‌اېس د «امنيتي مسايلو» په اړه د باخبره امريکايي چارواکو له قوله ويلي، ايران څو پوځي الوتکې د پاکستان د نورخان هوايي اډې ته انتقال کړې او ځینې ملکي الوتکې يې هم افغانستان ته استولې دي.

د راپور له مخې، دا لېږدونه څو ورځې وروسته له هغې ترسره شوه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران او امريکا ترمنځ د اوربند اعلان وکړ. امريکايي چارواکو ادعا کړې چې پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډيپلوماټيک منځګړي په توګه معرفي کاوه، په پټه يې ايراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې کښېني.

په راپور کې راغلي چې د لېږدول شويو الوتکو له ډلې يوه «آر سي-۱۳۰» استخباراتي او کشفي الوتکه هم شامله وه، خو دوو امريکايي چارواکو سي‌بي‌اېس ته ويلي چې لا څرګنده نه ده ايا ايران افغانستان ته هم پوځي الوتکې استولې دي او که نه.

سي‌بي‌اېس ليکلي، چې دا تحرکات د ايران له لوري «روښانه هڅه» ښيي، څو خپل پاتې پوځي او هوايي امکانات د جګړې له پراخېدو خوندي کړي.

بل لور ته، يوه جګپوړي پاکستاني چارواکي د نورخان هوايي اډې په اړه دا ادعاوې رد کړې دي. نوموړي سي‌بي‌اېس ته ويلي: «نورخان اډه د ښار په منځ کې موقعيت لري او هلته د ګڼو الوتکو پټ ساتل ناشوني دي.»

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد هم افغانستان ته د ايراني الوتکو د انتقال راپورونه رد کړي دي. هغه سي‌بي‌اېس ته ويلي: «ايران دې کار ته اړتيا نه لري.»

نوې سروې: په افغانستان کې لندبلونه وچ شوي او د کوچېدونکو مرغانو شمېر په بې‌ساري ډول کم شوی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

په افغانستان کې د مرغانو نوې ملي سروې ښيي چې د هېواد مهم لندبلونه په پراخه کچه وچ شوي او د اوبو د کډوالو مرغانو شمېر د پخوا په پرتله په څرګند ډول راټیټ شوی دی. دا سروې د یوې افغانې چاپېریالي ادارې له خوا د لومړي ځل لپاره له سیاسي بدلون وروسته ترسره شوې.

دا سروې د «نړیوالو اوبو مرغانو د سرشمېرنې» د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې، چې له مخې یې د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو کې د مرغانو وضعیت څارل کېږي، څو د کډوالو مرغانو د لارې او د هغوی د استوګنې چاپېریال ارزونه وشي.

د افغانستان د نوې چاپېریالي ادارې «ارګانایزېشن ریویلډ» رضاکاره ټیم د هېواد په شپږو مهمو لندبلونو کې سروې کړې، چې ځینې یې د مرکزي اسیا د کډوالو مرغانو د مهمې الوتنې لارې برخه ګڼل کېږي.

د دې ادارې اجراییوي مشر ایوب علوي ویلي، چې د سروې پر مهال د اوبو مرغانو شمېر د پخوا په پرتله کم و او ډېری طبیعي لندبلونه یا وچ شوي او یا هم د بشري فعالیتونو له امله سخت زیانمن شوي دي.

هغه ویلي: «په ډېرو سیمو کې د مرغانو لپاره مناسب چاپېریال نور نه دی پاتې او په ځینو ځایونو کې اوبه بالکل له منځه تللې دي.»

د سروې له مخې، د کابل سیند پر غاړه بندونه، د غزني په بند سیمه او د امو سیند په شاوخوا کې ځینې نسبي ژوندي لندبلونه پاتې دي، خو د کرنې پراختیا، ککړتیا، ښکار او د ځمکې لاندې اوبو استخراج د دغو سیمو پر طبیعي توازن سخت اغېز کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د «اب استاده» په نوم یو وخت له ۱۳ زره هکټاره پراخ طبیعي جهیل، چې د فلامینګو مرغانو مهم مرکز و، اوس بشپړ وچ شوی او هېڅ اوبه پکې نه شته.

د مرغانو د څارنې کارپوهانو ویلي چې افغانستان د مرکزي اسیا د کډوالو مرغانو لپاره مهم تمځای و، خو د اقلیمي بدلون، ښکار او د استوګنې د ځایونو د له منځه تلو له امله دا رول ورځ تر بلې کمزوری کېږي.

د راپور له مخې، ځینې سیمې لا هم د ژوندي چاپېریال نښې لري، خو د ښکار فشار او د انساني فعالیتونو پراختیا د مرغانو د خوندي پاتې کېدو امکانات محدود کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طبیعي سرچینې او اکوسیستم یې په چټک ډول زیانمنېږي.

د راپور لیکونکي کاترین کلارک لیکلي، چې دا سروې که څه هم محدود امکانات درلودل، خو بیا یې هم دا وښوده چې د افغانستان د لندبلونو او مرغانو وضعیت له جدي زوال سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره له کلونو وروسته د نړیوالو مرغانو د څارنې په سیستم کې بېرته شامل شوی، چې دا کار د هېواد د طبیعي چاپېریال د څار لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو د دوام لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره روان اوربند د سقوط له ګواښ سره مخ دی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روان اوربند «د ژوند وروستۍ شېبې تېروي» او د تهران وروستي دریځونه ښيي چې دواړه لوري لا هم د جګړې د پای ته رسولو پر مهمو مسایلو ژور اختلافات لري.

ټرمپ د ایران له لوري د امریکا د سولې وړاندیز ته په غبرګون کې لېږل شوی ځواب «بې‌ارزښته» بللی او ویلي یې دي چې د تهران غوښتنو د اوربند راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.

ایران د جګړې د بشپړ درولو، په لبنان کې د اسراییلو د عملیاتو د ختمېدو، د جګړې د زیانونو د جبران، د امریکا د سمندري بندیزونو د پای ته رسېدو او د خپلو تېلو د صادراتو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. تهران همداراز د هرمز تنګي پر خپل حاکمیت ټینګار کړی، هغه مهمه ‌لاره چې د نړۍ د نفتو او ګازو شاوخوا پنځمه برخه ترې لېږدول کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د تهران غوښتنې «مشروع» بللې دي. بل خوا د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې ایراني ځواکونه د هر ډول «تیري» د پرېکنده ځواب لپاره چمتو دي.

په همدې حال کې د هرمز تنګي د نږدې تړل کېدو له امله د نړۍ د نفتو بازارونه هم اغېزمن شوي او د برېنټ خام نفتو بیه شاوخوا ۲،۷ سلنه لوړه شوې ده. راپورونه وایي، د جګړې له پیل راهیسې د نفتو صادرات کم شوي او د اوپیک تولیدات هم تر دوو لسیزو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

امریکايي رسنیو د یوې تازه ټولپوښتنې په حواله راپور ورکړی چې ډېری امریکایان د ایران پر ضد جګړې ته قانع نه دي او باور لري چې ټرمپ د دې جګړې هدفونه په روښانه ډول نه دي تشریح کړي.

ټاکل شوې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړي، چې پکې به د ایران روان کړکېچ هم د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

پولنډ څلور افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته د غیرقانوني ننوتلو په تور نیولي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې څلور افغان پناه غوښتونکي یې د دغه هېواد خاورې ته د «غیرقانوني ننوتلو» په تور نیولي دي د دوی په وینا، د دغه افغانانو ترڅنګ یې یو پولنډی وګړی د «انساني قاچاق» په شک نیول دی.

د پولنډ سرحدي ځواکونو زیاته کړې، دغه افغان پناه غوښتونکو غوښتل چې د پولنډ له لارې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. دوی لومړی سرحدي سیمو ته رسېدلي او بیا په پلي ډول د پولنډ له پوله اوښتې دي.

چارواکو ویلي، چې د پولنډ خاورې ته تر داخلېدو وروسته، دغه کسان د یوه پولنډي موټر چلوونکي له خوا په موټر کې لېږدول شوي او د اروپا نورو سیمو ته د لېږد په حال کې وو، چې ونیول شول.

تر دې وړاندې هم پولنډي سرحدي چارواکو د لږ تر لږه ۸۴پناه غوښتونکو، چې افغان وګړي هم پکې شامل وو، د نیولو خبر ورکړی و.

ډېری افغان پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د پولنډ له لارې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا لاره په وروستیو کلونو کې د اروپا او روسیې ترمنځ د سیاسي لانجې برخه هم ګرځېدلې ده.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، پولنډ ادعا کوي چې د کډوالو زیات راتګ د دې هېواد له ظرفیت څخه لوړ شوی او تور لګوي چې روسیه او متحد یې، بلاروس هڅه کوي دغه کډوال د اروپا د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي.

په همدې دلیل، پولنډ د خپل سرحد په ځینو برخو کې د پناه غوښتنې حق هم محدود کړی او د بلاروس سره په پوله کې یې د پناه غوښتنې لنډمهاله تعلیق څو ځله غځولی دی.

د نوې پالیسۍ له مخې، د پناه غوښتنې ثبت په عملي ډول د اوږدې مودې لپاره ځنډول شوی، چې دا کار د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی دی.