د امریکا لهخوا د اوربند تر اعلان وروسته هم د اوکراین او روسیې جګړه پای ته نهده رسېدلې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اوکراین ادعا کړې چې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له اعلان وروسته هم روسیې پر دغه هېواد خپل بریدونه نهدي درولي او جګړه لاهم دوام لري. بلخوا روسیې هم ورته ادعا کړې ده.
د راپور له مخې؛ دواړه هېوادونو د مئ له ۹مې تر ۱۱مې پر لڼډمهالي اوربند هوکړه کړې وه. اوکرایني چارواکو ویلي، چې د تېرو ۲۴ساعتونو پرمهال روسیې د ډرون بریدونو او د جګړې په کرښو کې نښتو ته دوام ورکړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې مسکو لوی هوایي او توغندیز بریدونه درولي؛ خو په ځینو جګړهییزو سیمو کې ځمکنيو بریدونو ته یې لاهم دوام ورکړی. بلخوا روسیې اوکراین له اوربند نه پر سرغړونې تورن کړی او ویلي یې دي، په تېرې یوه ورځ کې یې ۵۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.
همداراز دواړو لورو ویلي، چې د جګړې او له اوربند نه د سرغړونې له امله دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې (د غویي ۱۸مه) اعلان کړی و، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې به د مئ له ۹مې تر ۱۱مې پورې درې ورځنی اوربند نافذ شي. ټرمپ پر «ټروث» خواله رسنۍ لیکلي و، چې په دغه وقفه کې به ټول پوځي بریدونه او جګړهییز فعالیتونه ودرول شي او دواړه هېوادونه به زر ـ زر بندیان هم تبادله کړي.
