بقايي: د سیمې ګڼ هېوادونه د کړکېچ زیاتېدو په اړه اندېښمن دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي: «په اوسني پړاو کې زموږ تمرکز د جګړې پر پای ته رسولو دی». هغه زیاته کړې: «د اټومي پروګرام او یورانیمو بډایه کولو اړوند مسلو په اړه به د پرېکړې او انتخابونو په تړاو وروسته خبرې وشي».
